خبرونه
د ایران د بسیج یو قوماندان په زاهدان کې ووژل شو

په زاهدان کې د بسیج په نوم د ایران د رضاکار ځواک د اډې قوماندان وژل شوی دی
د سپاه پاسداران د ځمکنيو ځواکونو د قدس سيمهييزې اډې پرون (دوشنبې) خبر ورکړ چې د د دې ځواک د يوې اډې قوماندان په یوه «تروریستي برید» کې وژل شوی دی.
د دې اډې په خبرپاڼه کې د وژل شوي کس نوم «جواد کریمکُشته» بلل شوی او ويل شوي چې نوموړی د یکشنبې په ورځ (د زمريږ/ اسد ۵ مه) د زاهدان ښار د شيرآباد سيمې په «امام هادي» جومات کې «د لمونځ کوونکو د امنيت د ساتنې د ماموريت پر مهال» وژل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
د زمري په څلورمه نېټه په زاهدان ښار کې د سيستان او بلوچستان د ولايت د عدليې پر ودانۍ وسلهوال بريد شوی و.
د «جیشالعدل» په نوم ډلې، چې ايران او امريکا يې يوه «ترهګره» ډله بولي، د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخیست.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په باجوړ کې د پاکستان د پوځ پرضد پراخ لاریونونه پیل شوي

د خیبرپښتونخوا په جاجوړ کې د پاکستان د پوځ پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا زرګونه کسان د باجوړ په عمري چوک کې راټول شوي چې د ښځو په ګډون ماشومان، سیاسي مشران او د بشري حقونو فعالان هم دې لاریونونو ته ورغلي دي.
لاریون کوونکي د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شویو عملیاتو د دریدو غوښتنه کوي.
د پاکستان پوځ په سیمه کې د دوی په ټکو د "ترهګرو د له منځه وړو" په موخه دا عملیات پیل کړي دي.
په باجوړ کې دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د "مروان" په نوم د اووم ټولګي یو زده کوونکی ووژل شو.
راپورونه وايي، دا زده کوونکی پرون وژل شوی او نن يې جنازه خاورو ته سپارل کیږي.
د پوځ د عملیاتو په پایله کې په زرهاوو کورنۍ د مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.
باجوړ د خیبرپښتونخوا هغه سیمه ده چې امنیتي وضعیت په کې ښه نه دی.
تیره میاشت د پښتنو ملتپاله او سیاستوال مولانا خانزیب په یوه برید کې ووژل شو.
استرالیا د قانون له مخې ماشومان ته د یوټیوب د کارولو اجازه نه ورکوي

د استرالیا حکومت یو نوی قانون اعلان کړی چې له مخې يې د روان کال له ډیسمبر وروسته له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان نشي کولی په یوټیوب کې اکونټ ولري.
په استرالیا کې د قانون له مخې ماشومان د فیسبوک، اینستاګرام او ټیک ټاک اکونټونو د جوړولو اجازه نه لري.
یوټیوب مخکې له دې قانونه مستثنا وو.
د دغه قانون موخه له ټولنیز او رواني فشارونو د ماشومانو ساتنه ده.
د استرالیا حکومت وايي، له دې قانونه د سرغړونې په صورت کې شرکتونه ۵۰میلیونه استرالیايي ډالره جریمه کیږي.
یوټیوب دغه قانون ته په غبرګون کې ویلي، دا پلټفارم یوازې د ویډیوګانو د شریکول لپاره دی.
د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور له مخې، ماشومان کولی شي د یوټیوب ویډیوګانو ته لاسرسی ولري خو خپله په کې اکونټ جوړولی نشي.
انلان لوبې، پیغامونه، تعلیمي او د روغتیا اړونده موارد له دې قانونه مستثنا دي، ځکه ماشومانو ته کم زیان رسوي.
د طالبانو حکومت؛ ایران په دریو میاشتو کې نژدې دوه میلیونه افغان کډوال اخراج کړي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، ایران په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا یومیلیون ۸۰۰زره افغان کډوال اخراج کړي دي.
دغه وزارت نن چهارشنبې په کابل کې د یو کلنو لاسته راوړنو په ناسته کې ویلي، " دا کډوال په جبري توګه اخراج شوي".
د دغه وزارت په ټکو، پاکستان بیا په روان کال کې نژدې ۱۹۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړي دي.
وړاندې راغلي چې ترکیې هم ۵۱۳۴ افغان کډوال اخراج کړي دي.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ترکیې او جرمني هم سږکال ډير شمیر افغانستان کډوال بیرته افغانستان ته دپیورټ کړل.
د ملګرو ملتونو ادارو ویلي، افغانستان ته د دغو کډوالو ستنیدل به، په دې هېواد کې روان بشري بحران لا پسې ژور کړي.
عراقچي: له امریکا سره د اټومي تړون پر سر د خبرو بیا پيل ته کومه ځانګړې او منظمه برنامه نشته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو د بیا پيل لپاره هیڅ کومه ځانګړې برنامه نه ده تنظیم شوې.
عراقچي پرون سه شنبه ( د زمري ۷مه) د اسراییل-ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې د قربانیانو د یاد غونډې په څنډه کې دا خبره وکړه.
د ایران او متحده ایالتونو مرکچیانو سږ کال یوه اټومي تړون ته د رسیدو په هدف پنځه پړاوه خبرې وکړې او شپږم پړاو یې چې مسقط کې پلان شوی و، پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته لغو شو.
د ایران او اسراییل د بریدونو پر دوام د متحده ایالتونو ځانګړو جنګي الوتکو د ایران درې اټومي تاسیسات فوردو، نطنز او اصفهان په نښه کړل چې د چارواکو په خبره ( په بشپړ ډول) له منځه ولاړل.
روسیې کې له زورورې زلزلزې وروسته سونامي، جاپان او امریکا کې هم د سونامی خبرداری ورکړل شوی

د روسیې په ختیځ کې کامچاتکا ټاپوزمه نن چهارشنبه ( د زمري ۸مه) د ریښتر په کچه ۸ اعشاریه ۷ درجې زورورې زلزلې ولړزوله.
د دغې زلزلې له کبله د روسیې په لرې ختیځ کې سونامامي یو ښارګوټی ځپلی او د جاپان او متحده ایالتونو په ساحلي سیمو کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی او له خلکو د تخلیې غوښتنه شوې.
اسوشیتد پریس خبري اژانس ویلي چې زلزله کې څو تنه ټپيان شوي او ګڼ شمیر خلک تخلیه شوي دي.
تر زلزلې وروسته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.
د تاجکستان پوله ساتو سږ کال له افغان قاچاق وړونکو سره لس ځله جګړه کړې

د تاجکستان چارواکي وایي، د ۲۰۲۵ کال په شپږو میاشتو کې یې امنیتي ځواکونو له افغانستان سره پر پوله له وسله والو قاچاق کوونکو سره لس ځله جګړه کړې ده.
انټرفاکس د تاجکستان د نشه یي موادو د کنټرول ادارې د مشر ظفر صمد په حواله پرون سه شنبه ( د زمري په ۷مه) دغه راپور ورکړی دی.
خبر کې راغلي چې د دغو جګړو پر مهال څلور تنه افغان قاچاق کوونکي وژل شوي او دغه راز تاجکستاني سرتیرو ۱۶۹۲ کیلو ګرامه نشه یي مواد نیول شوي دي.
د تاجکستان چارواکو ادعا کړې چې افغانستان کې د نشه یي موادو کرکیله زیاته شوې او د مصنوعي او نورو نشه یي موادو لابراتوارونه فعالیت په کې لري.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې ملګرو ملتونو تایید کړې چې افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې، او د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ویلي جغرافیه یې له جنوبه شمالي څنډې ته بدله شوې ده.
د تحلیلګرانو شبکې ویلي، اوس د هلمند په ځای بدخشان کې ډیر کوکنار کرل کیږي.
روسیې ته د امریکا له نوي ضرب الاجل سره سم، مسکو پر اوکراین خونړي بریدونه کړي

پر اوکراین د روسیې د تیرې شپې په توغندیز او بې پيلوټه الوتکو برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
دا بریدونه څو ساعته وروسته تر هغه وشول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین لس- دولس ورځې وخت لري چې دا جګړه و دروي.
ټرمپ دوه اونۍ مخکې پوتین ته پنځوس ورځې مهلت ورکړی و، خو اوس یې دا مهلت نژدې سم نیمایي را کم کړ.
هغه ویلي، که پوتین له اوکراین سره سوله ونه کړي، پر روسیې به پراخ بندیزونه ولګوي.
کریملین تراوسه د ډونالډ ټرمپ له خوا دوی ته په نوي ضرب الاجل تبصره نه ده کړې.
چارواکي: غزه کې د جګړې له پيله د وژل شویو فلسطینیانو شمیر له ۶۰ زرو واوښت

د غزې د روغتیا وزارت وایي، پر دغې تړانګې د اسراییل د بریدونو له پيله تراوسه څه باندې ۶۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې وزارت دغه شمیرې نن سه شنبه ( د زمري ۷مه) اعلان کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې څه شمیر یې پوځیان او څومره یې ملکیان دي.
خبر کې راغلي چې د وژل شویو شاوخوا نیمایي برخه ښځې او ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده چې غزه کې د لوږې کچې د لوړېدو په اړه د ملګرو ملتونو له خبرداریو وروسته دغې تړانګې ته ځمکنۍ او هوایي مرستې رسیدلي دی.
هندي چارواکي وایي، هغه درې ( ترهګر) یې وژلي چې اپریل میاشت کې یې پر سیلانیانو برید کړی و

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شا نن ( سه شنبه د اسد ۷مه) ویلي، هغه درې " ترهګر" یې وژلي چې په تیره اپریل میاشت کې یې په جمو او کشمیر کې پر سیلانیانو برید کړی و.
هغه برید کې ۲۶ تنه ووژل شول چې وروسته یې د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ پوځي شخړې ته هم زمینه برابره کړه.
هغه مهال هندي چارواکو بریدګر پاکستاني اتباع بللي وو چې په وینا یې د اسلام اباد په ملاتړ یې د کشمیر پهلګام سیمه کې دا خونړی برید کړی دی.
پاکستاني اسلامپاله ډلو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل.
دا له ۲۰۰۸ کال راهیسې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
د هرات ځایي خلکو له ایرانه اخراجېدونکو سره مرستې ته دانګلي دي

له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو لاسنیوي ته د سیمې عامو خلکو هم ور دانګلي او تر خپلې وسې مرستې ورسره کوي.
فرانس پریس لیکلي، دا مرسته چې خوراکي او نور اړین مواد په کې دي، تر ډیره د هغو افغانانو له خوا برابره شوې چې په اروپایي هیوادونو او امریکا کې اوسیږي.
د روان میلادي کال له پيل راهیسې یو اعشاریه شپږ میلیونه افغانان له ایرانه راغلي چې یوشمیر یې په خپله خوښه او ګڼ شمیر نور په زور ایستل شوي دي.
نړیوالې موسسې هم د را ستنو شویو کډوالو لاسنیوی کوي، خو فرانس پریس ویلي، دا بنسټونه په لویه کچه د بودجې له کمښت سره مخامخ دي.
د طالبانو حکومت هم په ځلونو له نړیوالو موسسو غوښتي چې د خیر ښیګڼې چارې پراخه کړي.
دوه ورځې وړاندې د کریکټ وتلي ستوري محمد نبي هم ایرانه راغلو کسانو سره یو میلیون افغانۍ نقدي مرسته وکړه.