نړۍ
حوثي وسله وال؛ هغه کمپنۍ به په نښه شي چې له اسراییلو سره سوداګریز کاروبار کوي

د یمن حوثي ډلې ګواښ کړی چې د هرې هغې کمپنۍ کشتۍ به په سره سمندرګي کې په نښه کړي چې له اسراییلو سره کاروبار کوي.
د دې ډلې پوځي ویاند پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل دا کشتۍ دې ته له پام پرته چې په کوم هېواد پورې تړلې دي وویشتل کېږي. ویاند زیاته کړه چې دا د اسراییلو پرضد د دې ډلې د عملیاتو څلورم پړاو دی.
ایران پلوې حوثي ډلې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې وروسته له دې چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوه له حماس سره د خواخوږۍ له مخې پر نړیوالو کشتیو حملې پیل کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په غزه کې ۱۴کسان د لوږې او خوارځواکۍ له کبله مړه شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ وايي، "په غزه کې د حماس وسله والې ډلې پر وړاندې جګړه باید په بل ډول پر مخ لاړه شي".
هغه دا خبره نن په سکاتلنډ د بریټانیا له صدراعظم کیرسټارمر سره یو ځای خبریالانو ته کړې ده.
ټرمپ ویلي، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته مې ویلي چې د حماس پر وړاندې باید جګړه بل ډول پرمخ لاړه شي.
ټرمپ خبریالانو ته وړاندې وویل، "له تلویزیوني تصویرونو داسې ښکاري چې په غزه کې ماشومان وږي دي".
بل پلو، په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، "په تیرو ۲۴ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله ۱۴کسان مړه شوي دي".
رویترز ویلي، له دې سره د هغوو کسانو شمیر چې د جګړې له پیل راهیسې د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي ۱۴۷ تنو ته پورته شو چې ۸۹ يې ماشومان دي.
په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، نن يې په بشري مرستو بار ۶۰لارې غزې ته استولي دي.
په غزه کې د بشري ناورین او د لوږې له کبله د ماشومانو په ګډون د خلکو له مړینې وروسته نړیوالو پر اسراییلو فشارونه زیات کړل، څو غزې د بشري مرستو د انتقال لپاره اجازه ورکړي.
د مالیزیا په منځګړیتوب تایلند او کمبویا اوربند وکړ

تایلند او کمبودیا د مالیزیا په منځګړیتوب له قید او شرط پرته په اوربند سلا شوي دي.
دا اوربند وروسته له هغې اعلانیږي چې د داوړو هېوادونو ترمنځ په پنځه ورځینۍ نښته کې ۳۵کسان ووژل شول او ۲۶۰ نور ټپیان شول.
د اوربند پلي کیدل د سه شنبې په شپه پیلږي.
د تایلند او کمبودیا ترمنځ د اوربند په خبرو اترو کې د مالیزیا په ګډون امریکا او چین هم رول درلود.
د دواړو هېوادونو مشران هیله مند دي چې وضعیت بیرته عادي حالت ته راوګرځي او بې ځایه شوي خپلو کورونو ته ستانه شي.
د تایلند او کمبودیا ترمنځ د پنج شنبې په ورځ په سرحدي سیمه جګړه د یوه ماین د چادونه له کبله پیل شوه.
د ماین په چادونه کې پنځه تایلندي سرتیري ټپیان شوي وو.
په سوریه کې په راروانه سپټامبر میاشت کې پارلماني انتخابات کېږي

د سوریې د انتخاباتو کمیسیون وايي تمه ده چې په دې هېواد کې به په راروانه سپټمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره پارلماني انتخابات وشي.
د سوریې سنا دولتي خبري آژانس پرون د انتخاباتو د کمیسیون د رییس محمد طها له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، د خلکو د شورا د ۲۱۰ کسیز پارلمان د غوراوي لپاره انتخابات به د سپټمبر د ۱۵ او شلمې نېټې ترمنځ ترسره شي.
د خبر له مخې ولسمشر احمدالشرع د انتخاباتو د قانون مسوده ترلاسه کړه چې له مخې یې د پارلمان د غړو شمېر له ۱۵۰ څخه ۲۱۰ ته لوړ شوی دی. د پارلمان د غړو له دریو یوه برخه به ولسمشر غوره کوي.
د سوریې حکومت ژمنه کړې چې دا انتخابات به ټولشموله وي او همداراز بهرنیو څارونکو ته یې پر دې بهیر د څار بلنه ورکړې ده.
چارواکي وايي د شمال د کردمیشتو سیمو او سویدا ولایت چې اکثر وګړي یې په دروزي اقلیت پورې تړلي دي، څوکۍ به د وګړو د شمېر په اساس وټاکل شي.
د روسیې پر والګاګراد ښار د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو حملو مالي زیانونه اړولي دي

د روسیې د جنوبي سیمې والګاګراد چارواکي وايي چې د اوکراین د ویشتل شویو ډرونونو د ټوټو د راپرېوتو له کبله د اورګاډي د بریښنا یو سیسټم ویجاړ شوی او د رېلونو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی دی.
د والګاګراد والي اندرې بوښاروف پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې دې ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو انساني تلفات نه دي اړولي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپله ټلګرام پاڼه ویلي دي چې د هوايي مدافعې ځواک یې په والګاګراد کې د اوکراین نهه ډرونونه ویجاړ کړي دي. دې وزارت ویلي دي چې روسیې تېره شپه د دې هېواد په ۱۲ سیمو او همداراز په تورسمندرګي او کریمیا ټاپووزمه کې د اوکراین ۹۹ ډرونونه له منځه وړي دي.
اوکرایني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسراییلو د غزې په دریو سیمو کې وقفه یي اوربند اعلان کړی

اسراییلو اعلان کړی چې د غزې په دریو ساحو کې یې په جګړو کې محدوده وقفه راوستې ده. د دې اعلان هدف دا دی چې په دې تړانګه کې د راغلي بشري ناورین له مصیبت ځپلو سره مرستو ته موقع ورکړل شي.
د اسراییلو پوځ نن سهار وختي وویل چې دا تکتیکي وقفه به د غزې په ښار، دیر البلاح او مواصي سیمو کې تر بل اعلان پورې هره ورځ د لسو ساعتونو لپاره اخیستل کېږي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د برخې مشر ټام فلیچر د اسراییلو د دې اعلان هرکلی کړی. ښاغلي فلیچر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په غزه کې د ملګروملتو اړوندې ادارې به تر وسې وسې هڅه وکړي چې وږو خلکو ته مرستې ورسوي.
په دې سیمو کې وقفه یي اوربند وروسته له هغه اعلانېږي چې په غزه کې د پوځي عملیاتو پرمهال د اسراییلو اقداماتو د نړیوالو سخت غبرګونونه وپارول او په دې سیمه کې د قحطۍ د ګواښ په اړه اندېښنې څرګندې شوې.
په میشیګن ایالت کې ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان شوي دي

د امریکا په میشیګن ایالت کې یوه کس ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان کړي دي.
پیښه تیره شپه د دغه ایالت د تراورس ښار په یوه سوپر مارکیټ کې شوې او بریدګر د خلکو په مرسته د پولیسو منګولو ته لویدلی دی.
تراوسه د پیښې انګیزه معلومه نه ده او د بریدګر د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
د جرمني خبري اژانس لیکلي، ټپیان په یوه ځایي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
غزه کې د هوا له لارې د مرستو ویش پيل شوی، ځمکنی بشري دهلیز هم پرانستل کیږي

د اسراییل پوځ وایي، له تیرې شپې راهیسې په غزه کې د هوا له لارې د مرستې اچولو چاره پيل شوې ده.
پوځ له دې اعلان سره همهاله ویلي چې غزې ته د مرستې رسولو لپاره به د ملګرو ملتونو کاروانونو ته هم یو بشري دهلیز پرانستل شي.
معلومه نه ده چې د هوا له لارې د غزې په کومو سیمو کې څه اندازه مرستې اچول کیږي، خو د اسراییل پوځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې مرستو کې اوړه، بوره او په ډبیو کې پاخه شوي خواړه شامل دي.
غزې ته د مرستو رسولو چاره داسې مهال پيل شوې چې ملګرو ملتونو ویلي، د دغې تراړې شاوخوا دوه میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
زاهدان ښار کې پر محکمې برید کې د بریدکوونکو په ګډون ۹ تنه وژل شوي

د " جیش العدل" ډلې غړو د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې پر یوې محکمې برید کړی چې ۶ تنه یې وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د ایران د سپاه پاسدران د عامه اړیکو څانګې نن شنبه په زاهدان ښار کې له شوې دغې حملې څو ساعته وروسته د مرګ ژوبلې دا شمیرې خپرې کړې دي.
برید کې د لږ تر لږه ۳ حمله کوونکو د وژنې راپور هم ورکړل شوی دی.
د ایران قضایه قوې دا برید " ترهګریز" بللی دی.
جیش العدل د برید مسولیت منلی دی.
دغه ډله چې ایران او امریکا یې د " ترهګرو" په توګه پيژني ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو د دفاع په خاطر د ایران له حکومت سره جګړه کوي.
ټرمپ سکاټلنډ ته د سفر پر مهال کډوال د اروپا لپاره لوی ګواښ بللی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته د پنځه ورځني سفر په موخه سکاټلنډ ته رسیدلی دی.
هغه به د یکشنبې په ورځ د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورزلا فون دیرلاین سره وګوري.
هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، کډوال د اروپا لویه وچه " وژني" او په خبره یې اروپایي هېوادونه په ګډه باید د کډوالو مخنیوي ته کار وکړي.
د جرمني ډي.پي.اې اژانس وایي، د سکاټلنډ په ایدینبورګ او ابیرډین سیمو کې د ډونالډ ټرمپ د سفر په ضد مظاهرې هم پلان شوي دي.