مکرون هیله ښودلې چې دا اقدام به په سیمه کې د سولې د ټینګېدو سره مرسته وکړي، خو دا پرېکړه سملاسي د اسراییلو او د امریکا متحده ایالتونو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
مکرون دا اعلان په خپل ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کړی او د فلسطین د خپلواکۍ ادارې ولسمشر محمود عباس ته یې یو استولی لیک هم خپور کړی، چې په کې یې د فرانسې د دې پرېکړې تصدیق کړی او ژمنه یې کړې چې نور متحدین به هم قانع کړي څو ورته ګام واخلي.
مکرون لیکلي: "د منځني ختیځ دایمي او عادلانه سولې ته د فرانسې د تاریخي ژمنتیا له مخې، ما پرېکړه کړې چې فرانسه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني."
نوموړي زیاته کړې: "زه به دا تاریخي اعلان راتلونکې سپټمبر میاشت کې په ملګرو ملتونو کې وکړم."
که دا پېژندنه عملي شي، نو فرانسه به د لوېدیځو ستر ځواکونو له ډلې لومړنی هېواد وي چې د فلسطین دولت رسماً مني.
اسرایلو سملاسي دا اعلان غندلی، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، د فلسطین پېژندنه "ترهګرۍ ته انعام ورکول دي" او خبرداری یې ورکړی چې دا به د ایران لپاره یو نوی لاسپوڅی جوړ کړي.
د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس د فرانسې پرېکړه "شرموونکې او ترهګرۍ ته تسلیمېدل" بللي او زیاته کړې یې ده چې اسراییل به هیڅکله د داسې فلسطین موجودیت ونه مني چې د دوی امنیت ته ګواښ پېښ کړي او د دوی بقا له خطر سره مخ کړي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا د فرانسې د ولسمشر "بېپروا" پرېکړه بللې ده.
مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د فرانسې د ولسمشر د دې اعلان په اړه چې د فلسطین دولت به په رسمیت وپېژني، ویلي: "دا بېپروا پرېکړه یوازې د حماس تبلیغاتو ته خدمت کوي او د سولې هڅې شاته بیایي."
په اسراییلو کې د امریکا سفیر مایک هکبي، لا د جون میاشت کې ویلي وو چې د فلسطین د خپلواک دولت رامنځته کول نور د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه نه دي.
د غزې په اوربند خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي
بل خوا اسراییل او د امریکا متحده ایالتونو د غزې د اوربند د خبرو لپاره استولي پلاوي د پنجشنبې په ورځ د مشورو لپاره بېرته ورغوښتي، او د امریکا استازي سټیف ویتکوف حماس وسلوال ګروپ تورن کړی چې په خبرو کې یې ښه نیت نهدی ښودلی.
دا پرمختګ د هغو هڅو لپاره وروستی شاتګ بلل کېږي چې هدف یې د غزې لپاره اوربند، د حماس له لوري د نیول شویو اسراییلي یرغمل شوو خوشې کول، او د فلسطینیانو لپاره چې له سخت بشري ناورین سره مخ دي، د ساه اخیستلو یو لنډمهالی فرصت رامنځته کول دي.
امریکايي استازي ویتکوف پر خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه ویلي، منځګړو ډېره هڅه کړې، خو "حماس نه همغږي کوي، نه هم ښه نیت ښيي." نوموړي زیاته کړې چې دوی به اوس "د یرغمل شوو د خوشې کولو لپاره بدیلي لارې وارزوي" او هڅه به وکړي چې د غزې خلکو لپاره "باثباته وضعیت" رامنځته کړي.
حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د ترهګر سازمان په توګه پېژني، د ویتکوف د څرګندونو پر وړاندې حیراني ښودلې، او زیاته کړې یې ده چې د منځګړو له خوا د دوی د دریځ هرکلی شوی او د یوه پراخ هوکړهلیک لپاره یې لاره خلاصه کړې ده.
یوه اسراییلي چارواکي، چې د خبرو له جریانه خبر و، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د حماس ځواب د داسې پرمختګ امکان نهبرابروي، چې په کې دې ډلې ته امتیاز ورنه کړل شي. خو نوموړي زیاته کړې چې اسراییل به خبرو ته دوام ورکړي.
هم اسراییل او هم حماس، دواړه، دننه او له بهره له فشار سره مخ دي چې اوربند ته سره ورسېږي، ځکه له نږدې دوه کلنې جګړې وروسته، د غزې دننه بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او اسراییلي ولس د یرغمل شوو کسانو د برخلیک په اړه اندېښنه لري.
د محلي روغتیايي چارواکو په وینا، په غزه کې په وروستیو اونیو کې لسګونه کسان د لوږې له امله مړه شوي، ځکه لوږه ټولې سیمې ته خپره شوې ده.
د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر د غزې کړکېچ "نه توجیه کېدونکې بشري ناورین" بللې او له اسراییله یې غوښتي چې بېړنۍ مرستې پرېږدي.
نوموړي په یو بیان کې ویلي: "سره له دې چې وضعیت له پخوا راهیسې کړکېچن و، اوس نوې ژورې ته رسېدلی او لا هم بدترېږي. موږ د یوې بشري ناورین شاهدان یوو."
هغه زیاته کړې چې د جمعې په ورځ به له فرانسوي او جرمني مشرانو سره د بیړني تماس له لارې پر دې بحث وکړي چې "څنګه د وژنو مخه ونیسي او خلکو ته هغه خواړه ورسوي چې سخته اړتیا ورته لري."