څو اونۍ مخکې روسیې افغانستان کې هغه حکومت په رسمیت وپېژند، چې طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې په کابل کې د پخواني جمهوریت له نسکورولو وروسته رامنځ ته کړ. د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلو کې بېړه نه کوي، خو له دوی سره د زیربنایي پروژو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه د طالبانو د حکومت خبرې اترې روانې دي. د دې سیمې له افغانستان سره د نږدې کېدو په مسئله کې، د سیمې بل لوی ګاونډی او پانګهوال چین هم لېوالتیا لري.
د واحدې ستراتیژۍ نه شتون کې د اورګاډي پټلۍ او سوداګري
د جولای میاشتې په لومړیو کې د قزاقستان یوه لوړپوړې پلاوي، چې مشري یې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر مراد نورتلو کوله، کابل ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو له چارواکو سره وکتل. دواړو خواوو د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د نښلولو لپاره د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او کارولو په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. استانې (قزاقستان) د تورغونډۍ ښارګوټي څخه تر هرات پورې د اورګاډي پټلۍ جوړولو سره لېوالتیا څرګنده کړه، چې په دې سره د پاکستان بندرونو ته د مالونو لېږد اسانتیاوې برابرېږي. قزاقستان په دې پروژه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونې ته چمتو دی، کومه چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د قزاقستان د صادراتو د حجم سره برابره ده.
نورتلو وویل: "افغانستان زموږ لپاره مهم شریک دی، چې ورسره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په فعاله توګه پراخوو. موږ غواړو چې سوداګریزې راکړې ورکړې حجم تر درې میلیاردو ډالرو پورې زیات کړو، چې دا موخه د دواړو خواوو له خوا تایید شوې ده. د دې لپاره قزاقستان چمتو دی چې زراعتي محصولات، د تیلو او غوړیو توکي، منرالي سرې او کیمیاوي توکي افغانستان ته زیات کړي."
له دې وړاندې د اپرېل میاشت کې هم د قزاقستان بل مرستیال لومړی وزیر سریک ژومانګرین کابل ته تللی و. په هغه سفر کې استانې د افغانستان د معدني زیرمو سره لېوالتیا ښودلې وه او د بېلابېلو فلزاتو د ارزونې لپاره یې نمونې اخیستې وې.
افغانستان ته د قزاقستان د چارواکو د سفرونو لامل څرګند دی: دغه هېواد چې سمندر ته لار نه لري او ډېره تېل د روسیې له لارې نړیوالو بازارونو ته رسوي، د نورو لارو په لټه کې دی او غواړي د هند سمندري بندرونو ته د خپلو محصولاتو د لېږد لپاره بدیلې لارې ومومي. سربېره پر دې، استانې چې د منځنۍ اسیا په نورو هېوادونو کې یې د روسیې په وړاندې د غنمو او اوړو بازار تر ډېره له لاسه ورکړی، اوس افغانستان ته د صادراتو په پراختیا کې هیلې لري.
ازبکستان چې د منځنۍ اسیا دویم لوی اقتصاد دی، هم له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره ګامونه اخیستي دي. د قزاقستان د وزیر له سفر یوه اونۍ وروسته، د ازبکستان یوه پلاوي کابل ته سفر وکړ. د دې سفر په اجنډا کې هم د اورګاډي پروژه شامله وه. د جولای په ۱۸مه د ازبکستان، پاکستان او طالبانو حکومت چارواکو د ټرانس افغان کوریډور د اقتصادي او تخنیکي څېړنې په اړه هوکړه وکړه چې د ترمذ ښار د پاکستان له خرلاڅۍ سره ونښلوي.
ازبکستان، چې په دودیزه توګه په عملي بهرني سیاست کې لېوالتیا لري، د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو پرتله لا دمخه د طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. په ۲۰۲۴ کال کې د دې هېواد لومړي وزیر عبدالله اریپوف کابل ته سفر کړی و، او سږکال د طالبانو د حکومت مرستیال لومړي وزیر عبدالغني برادر تاشکند ته ولاړ. دواړو خواوو د تعرفو د کمولو او افغانستان کې د ګازو تولید کې د ازبیکستان پر پانګونې موافقې وکړې.
بل خوا، ترکمنستان د ټاپي پروژې په اړه، چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته تېرېدونکي د ګازو نللیکه ده، د طالبانو سره خبرې اترې روانې ساتلي او غواړي خپل ګاز سویلي لوري ته صادر کړي.
قرغزستان، چې تېر کال یې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړل، هم له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی.
په سیمه کې تاجکستان یوازینی هېواد دی چې له طالبانو سره د سوداګریزو اړیکو له ټینګولو ډډه کوي، چې دا د سیمې د هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه د ګډې ستراتیژۍ نشتوالی څرګندوي.
په لندن کې مېشت د منځنۍ اسیا د څېړنیز سازمان مشر علیشېر الهاموف وایي: "د تاجکستان دریځ په افغانستان کې د تاجکانو د وضعیت او د پخوانیو حکومتي بنسټونو پرتله د دوی د اغېز کمېدو سره تړاو لري. دا د تاجکستان لپاره حساسه مسئله ده او له همدې امله ممکن تر اوسه پورې د طالبانو د حکومت په وړاندې د ګډې ستراتیژۍ له طرحې ډډه وکړي."
ایا له دې چین ګټه اخلي؟
افغانستان یوازې داسې یو بې وزله هېواد نه دی چې پراخې پټې طبیعي زیرمې لري، بلکې یوه مهمه جیوستراتېژیکه څلورلاې ده، چې منځنۍ اسیا څخه د فارس خلیج ته لنډه لاره پرانېزي. چین هم د منځنۍ اسیا په څېر، د افغانستان سره د نښلولو له لارې خپل سوداګریز او ستراتېژیک مسیرونه پراخول غواړي. که چیرې افغانستان له قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان سره د اورګاډي له لارې ونښلول شي، نو دا به د منځنۍ اسیا د لارې ارزښت او امکانات زیات کړي، هغه لاره چې چین یې د مرکزي آسیا، کسپین سمندر، قفقاز او ترکیې له لارې اروپا ته د توکو د لېږد لپاره کاروي. په دې سره به بیجېنګ وکولی شي چې خپلې مځکنۍ لارې پراخې او متنوع کړي او افغانستان د خپل "یو کمربند، یوه لار" نومي ستر اقتصادي پروګرام برخه وګرځوي.
څېړونکی علیشېر الهاموف وايي:
"د افغانستان له لارې د لوژستیکي لارو جوړول به د چین د "یو کمربند، یوه لار" نوښت ته د پام وړ پیاوړتیا ورکړي. داسې چې، د چین ګټې به د منځنۍ آسیا له هغو هېوادونو سره همغږې شي چې د روسیې له لارې د لوژستیکي لارو له فرصتونو بې برخې شوي دي. سربېره پر دې، که چین د افغانستان له لارې د سوداګریزو لارو په جوړولو کې پانګونه وکړي، نو په ټوله سیمه کې، چې منځنۍ آسیا، افغانستان او پاکستان هم پکې راځي، به یې نفوذ په څرګند ډول زیات شي. یعنې، چین به نه یوازې اقتصادي بلکې سیاسي-جیوپوليټیکي ګټه هم ترلاسه کړي"
له ۲۰۰۰ کال راهیسې، چین له منځنۍ آسیا سره نږدې همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، چې دا سیمه یې د "یوریشیایي ځمکنۍ پولې" یوه مهمه برخه بللې ، هغه پوله چې د اروپا، ختیځې او جنوبي آسیا هېوادونه سره نښلوي. همداراز، دا سیمه چین ته د خامو موادو یو مهم سرچینه ده، څو خپله اقتصاد پیاوړی کړي.
بیجنګ په شین جین ولایت کې، چې د چین شمال لوېدیځ لور ته پروت دی، د سړکونو او اورګاډي پټلیو په جوړولو کې میلیارډونه ډالر پانګونه کړې ده. دا سیمه له پخوا راهیسې د بیلتونپالو احساساتو شاهده ده، ځکه چې دلته ترکژبې قومونه لکه يغوران، قزاقان او قرغیزان میشت دي، او ځینو یې د چین له مرکزي حکومت سره ناخوښي څرګنده کړې او د زیاتې خپلواکۍ غوښتنه کوي. چین چې شین جین یې په یوې صنعتي او کرنیزې پایې بدل کړی، په عین حال کې یې په منځنۍ آسیا کې هم د بنسټیزو پروژو لپاره پانګونه کړې ده.
دغه تعامل پایله ورکړې ده. په ۱۹۹۸ کال کې د چین او د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له نیم میلیارډ ډالرو زیاته نه وه، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا اندازه نږدې ۹۵ میلیارډ ډالرو ته ورسېده.
څېړونکي مايکل کلارک، چې د اسټرالیا د ګریفېت پوهنتون استاد دی، په ۲۰۱۳ کال کې ولیکل چې چین د "سترې منځنۍ آسیا" نظریه خپله کړې ده. له دې لیدلوري، دا سیمه نه یوازې قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بلکې افغانستان هم رانغاړي. نوموړي لیکلي چې چین له دې کاره څو موخې لري: د افغانستان له پولې سره د شین جین د امنیت ډاډ؛ له سیمې سره پراخ اقتصادي اړیکې؛ د طبیعي زیرمو لاس ته راوړل؛ او د لوېدیځو قدرتونو د نفوذ مخنیوی.
د روان کال په جون میاشت کې په آستانه کې د منځنۍ آسیا – چین په سرمشریزه کې، د چین ولسمشر شي جینپینګ له افغانستان سره د پیاوړو همکاریو غوښتنه وکړه، څو دغه هېواد ته د بیا رغونې او پراختیا زمینه برابره شي.
شي جینپینګ د سیمې له پنځو هېوادونو سره په لیدنه کې وویل:
"موږ باید خپله همغږي پیاوړې کړو، څو افغانستان د پرمختګ وړتیا ترلاسه کړي او دغلته د سولې، ثبات، بیا رغونې او پراختیا زمینه ژر تر ژره برابره شي."
په دې سرمشریزه کې د قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو هم د چین د مشر ملاتړ وکړ. قاسم جومارت توقایف وویل، افغانستان ته د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول به دا هېواد له نړیوال انزوا راوباسي. شوکت میرضیایېف وړاندیز وکړ چې له افغانستان سره د تعامل د موضوعاتو ارزونې لپاره دې د منځنۍ آسیا د ټولو هېوادونو او چین له ګډون سره یو لوړ پوړی کاري ګروپ جوړ شي.
په افغانستان کې پانګونه ، د منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره چې وچه کې پراته دي اقتصادي ګټه لرلی شي، خو په داسې یوه بېثباته هېواد کې پانګونه له لوړ خطر سره هم مخ ده.
عليشېر الهاموف وايي:
"په افغانستان کې د پانګونې خطرونه له دې سره تړاو لري چې هلته د خلکو ټولنیز او اقتصادي وضعیت ناڅاپي خراب شي، او دا وضعیت کیدای شي د طالبانو یوه برخه لا ډېره راډیکاله کړي. دا کار به بیا دا لامل شي چې هېواد د بېلابېلو سیمو ترمنځ ووېشل شي، او هره سیمه به د خپلو سیمهیزو وسلهوالو مشرانو تر کنټرول لاندې راشي، لکه څرنګه چې په تېرو لسیزو کې شوې ده."
په نړیوال کچ د طالبانو په رسمیت نه پیژندل هم د وضعې بېثباتي ته لمن وهي. دا مهال یوازینی هېواد چې طالبان یې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه پېژندلي، روسیه ده. سره له دې چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د مسکو تر اغېز لاندې بلل کېږي، خو ښکاري چې د افغانستان په اړه هغوی د خپلو ملي ګټو، او ښايي د یوه بل ستر ګاوندي په ګټو هم حساب کوي.
عليشېر الهاموف زیاتوي:
"د اوس لپاره، د منځنۍ آسیا هېوادونه له طالب حکومت سره نسبتاً خپلواکه چلند کوي. خو که چین دې لوبې ته داخل شي، نو د ټولې سیمې پر جیوپوليټیک وضعیت به یې اغېز په پراخ ډول زیات شي. دا به نه یوازې د لوېدیځو هېوادونو په تاوان وي، چې په بېلابېلو دلایلو لا هم نه غواړي طالبان په رسمیت وپېژني او د افغانستان اقتصاد کې پانګونه وکړي، بلکې دا به د روسیې پر ګټو هم منفي اغېز وکړي ، ځکه روسیه به هم د هغو بدیلو سوداګریزو لارو جوړېدو ته چندان لیواله نه وي، چې له خاورې یې نه تېرېږي."