د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۲

د افغانستان د چاپیریال د خرابوالي په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری، د خلکو پوهاوی د وضعیت ښه کېدو کې مرسته کوي


کابل کې د کثافاتو ډیران، ارشیف
کابل کې د کثافاتو ډیران، ارشیف

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د چاپیریال د خرابوالي او د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د شنه ځایونونشتوالی د افغانانو روغتیا له خطر سره مخ کوي. دا سازمان د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د پلاستیکي کڅوړو د تدریجي زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوني.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکی مصور وایي چې د هوا په ګرمېدو سره، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کثافاتو زیاتوالي چاپیریال ککړ کړی دی " د هوا په ګرمېدو د کثافاتو بد بوی زموږ په سیمو خصوصا پلاستیکي کڅوړو خلکو ته ډېرې ستونزو رامنځته کړي دي،ان د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځېدلي،زما مور له همدې امله له څو مودې راهیسې ناروغه ده، له حکومته مو غوښتنه ده چې د دې ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي او خلک دې هم کثافات هر چېرې نه غورځوي".

یوازې مصور نه بلکې د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي هم د اقلیم د بدلون له امله د دوی په سیمو کې د چاپیریالي ستونزو په اړه اندیښمن دي.

د غور ولایت یو اوسېدونکی عبدالکریم شکایت کوي چې د اقلیم د بدلون له امله، شنې سیمې کمې او چاپیریال په بشپړه توګه ککړ شوی دی "چاپېریال اصلا له منځه تللی خکه ورښتونه نه وو د غور ولایت سیمې چې غرنۍ دي او د همدې ورښتونو له امله یې چاپیریال شین وي، فعلا خاک باد ډېر دی، د هوا ککړتیا ډېره شوې، د هوا د ککړتیا له امله ناروغۍ زیاتې شوي او ټولې شنې سیمې په خاورو بدلې شوې دي".

د افغانستان د اوسېدونکو دا اندیښنې او شکایتونه په داسې حال کې دي چې د جون پنځمه د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځ ده.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم په دې ورځ چې له ۱۹۷۳ کال راهیسې په ټولو هیوادونو کې د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، په افغانستان کې د چاپیریالي ستونزو او د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) هم په افغانستان کې د چاپیریال د تخریب او د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د جون په پنځمه نیټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اوبو او کثافاتو کمزوري مدیریت او د شنو سیمو نشتوالي، دافغانانو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو دغه اړوند دفتر ټینګار کړی چې افغانستان د چاپیریال د تخریب او د اقلیم د بدلون د اغیزو په وړاندې خورا زیانګالی هېواد دی.

"یو ان هبیتات" زیاته کړې چې ککړو اوبو او د هوا ککړتیا د افغانانو لپاره د ژوند ناامنه شرایط رامینځته کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام ویلي چې د ښار تودوخې زیاتوالي په ځانګړې توګه په غیر رسمي ښارګوټو کې د شنو سیمو نشتوالي په ټول افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزې لا پسې بدترې کړې دي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د پنجشنبې په ورځ د چاپرېال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه بیان کې ویلي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د پلاستیکي کڅوړو "کثافاتو" کچه په تدریجي ډول مخ په زیاتیدو ده.

یوناما په خپله فیسبوک پاڼه کې د چاپیریال ساتنې لپاره د پلاستیکي کڅوړو د کارولو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ملګري ملتونه وايي چې هر کال په ټوله نړۍ کې له ۴۰۰ ملیونو څخه ډیرې پلاستيکي کڅوړې تولیدیږي، چې نیمایي یې د یوځل کارونې لپاره طرحه شوي دي.

د دې سازمان په ټکو، اټکل کیږي چې هر کال شاوخوا یوولس میلیونه پلاستيکي کڅوړې ویالو او سیندونو ته اچول کیږي.

د چاپېریال ساتنې د چارو پوهان د اقلیم بدلون او د چاپېریال ستونزې جدي بولي او ټینګار کوي چې د دې ستونزو د مخنیوي لپاره باید د خلکوپوهاوی لوړ شي او حکومت باید د ودانیو جوړولو سربیره د ښاري پلانونو په پلي کولو کې د شنو سیمو موضوع ته هم پاملرنه وکړي.

له دې ډلې احمد جاوید نور ازادي راډیو ته وویل" بهترینه چاره دا ده چې د اقلیمي بدلونونو سره د همغږۍ په برخه کې مجادله وشي، بودجه موجوده وي خلکو ته د منبرونو،جوماتونو، شوراګانو، معلیمنو او ښوونځیو له لارې عامه پوهاوی ورکړل شي او د چاپېریال ساتنې او له طبیعي سرچینو، دپراختیایي او حیاتي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره هڅې وشي تر څو چاپېریالي ستونزې کمې او د چاپېریال ساتنې پروړاندې د نورو ستونزو مخنیوی وشي."

مخکې له دې، د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام ویلي و چې ډیری افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې په غیر پلان شويو او غیر رسمي سیمو کې ژوند کوي، د اقلیم بدلون او طبیعي پیښو لکه سیلابونو، زلزلو او د اوبو کمښت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG