د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۳

خبرونه

پنجاب کنګز د هند د پریمیر لیګ په نهایې لوبه کې نن د رایل چلنجرز بنګلور په وړاندې لوبيږي

لوبه د احمد آباد په سټوډیوم کې چې د ۱۳۲ زرو نندارچیانو ګنجایش لري دکابل په وخت دماښام په شپږنیمو بجو پیلیږي.

تردې مخکې ، نه پنجاب کینګز او نه رایل چلنجرز بنګلور د هند پریمر لیګ قهرمانی ګټلې.

دافغانستان نامتو آلرونډرعظمت الله عمرزی د پنجاب کینکز په لیکو کې لوبیږي.

پنجاب کینګز لوبډلې دیکشنبې په ورځ دممبې انډینز لوبډلې ته چې پنځه ځله یې IPL اتلولي خپله کړې په پنځو ویکټو ماته ورکړه .

دهند نامتو بیټسمن ویرات کوهلی د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبه کوي.

کوهلي او بنګلور به وروسته له هغه چې تیره اونۍ یې د پلې آف په پیل کې پنجاب ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه نن یوه نسبتا زړوره لوبه وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: په کابل کې مو وسلې نیولي

کابل-افغانستان
کابل-افغانستان

طالبان په کابل کې د یوشمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبره کوي.

د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړه، ویلي دي د دوی د استخباراتو منسوبینو د کابل د یو ویشتمې ناحیې او د سروبي ولسوالي په مربوطاتو کې د دوو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه مشکوک کسان له یوشمیر وسلو او مهاتو سره نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې پنځه کلاشینکوفونه، له دوو شاژورونو سره، شپږ تومانچې له شپږو شاژورونو سره او یو امریکایي ډوله توغندی شامل دي.

طالبانو د نیولو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دې ویلي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې دا کسان په کابل، که په سروبي کې توقیف شوې دي.

ولسمشر ټرمپ: د مسکو او کییف جګړه د ماشومانو شخړې ته ورته ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جون په ۵مه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریښ میرڅ سره.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جون په ۵مه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریښ میرڅ سره.

د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین جګړه د ماشومانو ترمنځ جګړې سره پرتله کړه.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جرمني له صدراعظم فریدریښ میرڅ سره په واشنګتن کې د ګډې غونډې پرمهال وویل، ځیني وختونه تاسو په یوه پارک کې دوه ماشومان وینئ چې د لیوني په څیر یو بل وهي او له یوه بله کرکه کوي، نو کله ناکله دا غوره وي چې دوی د څه وخت لپاره همداسې پریږدئ او بیا یې سره جلا کړئ.

ولسمشر ټرمپ د کییف او مسکو ترمنځ د سمدستي سولې امکان کم وباله.

ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال ویلي و چې دا جګړه به ډير ژر ختمه کړي، خو اوس داسې ښکاري چې دی مایوسه شوی دی.

دی وایي، د دواړو هیوادونو ترمنځ دښمني زیاته شوې او ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي له یوه بله ډیره کرکه لري.

اسراییل لبنان ته خبرداری ورکړ

اسراییل کاتز د اسراییل دفاع وزیر
اسراییل کاتز د اسراییل دفاع وزیر

د اسراییل دفاع وزیر نن خبرداری ورکړ چې تر هغو به د اسراییل بمبارۍ پر لبنان روانې وي چې ایران پلوه حزب اله ډله بې وسلو شوې نه وي.

اسراییل کاتز دا خبرې یوه ورځ وروسته تر دې وکړې چې اسراییلي ځواکونو د لبنان د پلازمینې بیروت پر جنوبي برخو بمبارۍ وکړې.

د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز په یوه بیان کې نن وویل، باید د تړونونو درناوی وشي که داسې ونه شي، اسراییل به په ډیر قوت خپلو بریدونو ته ادامه ورکړو.

ښاغلي کاټز زیاته کړه چې دی دا خبره د لبنان د ولسمشر جوزف عون د تیرې شپې په ځواب کې کوي، چې پر بیروت باندې یې د اسراییلي ځواکونو بریدونه د نومبر د میاشتې له شوي اوربند څخه سرغړونه بللې ده.

د نومبر د اووه ویشتمې نیټې د تړون له مخې د حزب اله وسله وال باید بې وسلو شي او د لبنان په شمال کې د لیطاني له سیند څخه دیرش کیلومتره د اسراییل له پولې شاته شي.

روسیې پر اوکراین درنه بمباري کړې

پر کییف د روسیې د سهار وختي بمبارۍ انځور
پر کییف د روسیې د سهار وختي بمبارۍ انځور

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیه خپل چلند نه بدلوي، د اوکراین پر وولین، لویف، ترنوپیل، کییف، سومي، پولتاوا، خَمل نېڅکي، چرکاسي او د چرنهیف شاوخوا یې پراخ بریدونه کړې دي.

ولودمیر زیلینسکي په ایکسپاڼه کې دا هم لیکلي دي چې نن روسیې تر څلور سوه په ډیرو ډرون الوتکو او څلویښت توغندیو چې بالستیک توغندي هم پکې و دا بریدونه کړې دي چې له امله یې نهه څلویښت تنه ټپيان شوي او تر اوسه د درې کسانو مړینه تایید شوې ده چې دا کسان د اوکراین د بیړنیو چارو د ادارو غړي وو.

دا بریدونه وروسته تر دې وشول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال خبرداری ورکړ چې د اوکراین د هغو ډرون الوتکو د بریدونو غچ به واخلي چې د روسیې دننه یې اهداف په نښه کړې دي.

د اوکراین د امنیتي ادارې چارواکو د ازادې اروپا /ازادي راډیو ته ویلي دي چې د جون د لومړۍ نیټې په برید کې یې تر څلویښت پورې داسې روسیي الوتکې د روسیې دننه په نښه کړې، چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري.

له افغانستان پرته د نړۍ په اکثر اسلامي هیوادو کې د اختر لمونځ ادا شو

مکه مکرمه
مکه مکرمه

نن په مکه مکرمه کې د اختر لمونځ ادا شو.

حاجیانو تیره شپه په مزدلفه کې ګاټي راغونډ کړل چې نن په منی کې شیطانان وولي.

پرون ورځ حاجیانو په عرفات کې تیره کړه، خو په افغانستان کې نن د عرفې ورځ اعلان شوې او طالبانو ویلي دي چې د شنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

سږکال د دیرش زره افغانانو په شمول د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

ّپاکستان په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال ټاکل شوی

پاکستانی سرتیری
پاکستانی سرتیری

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کمېټې د مشرۍ سربېره د دوو نورو کمېټو شریکي مسوولیت هم اخیستی.
محمد اسحق دار دا خبره نن په یوه بیان کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دار په خبره هېواد یې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیالي او د مستندسازۍ او بندیزونو د ګډو نارسمي ګروپونو شریک مشرۍ ته رسېدلی.

پاکستان داسې وخت د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال په توګه ټاکل شوی چې دا هېواد له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.

په تر ټولو وروستۍ بېلګه کې هند اعلان وکړ د هغو ترهګرو ډلو مرکزونه یې په نښه کړل چې په هندي کشمیر کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت درلود.
پاکستان تورن دی چې له کلونو راهیسې یې په بندیزونو کې د شاملو ترهګرو ډلو القاعدې، لشکر طیبه، داعش او څو نورو ګروپونو او د هغوی د سیمه ییزو تړلیو ملیشو کوربه توب کړی.

ازبکستان د فوټبال نړیوال جام ته ووت

د ازبکستان او متحده عرب اماراتو لوبه
د ازبکستان او متحده عرب اماراتو لوبه

ازبکستان او اردن د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام ته لار پيدا کړه.

د افغانستان ګاونډي ازبکستان تېره شپه که څه هم له متحده عرب اماراتو سره لوبه صفر پر صفر مساوي کړه خو د تېرو ښو امتیازاتو په خاطر نړیوال جام ته ولاړ.

تر ازبکستان مخکې په همدې ګروپ کې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم نړیوال جام ته لار پيدا کړې ده.

د فوټبال نړیوال جام به کال ته د امریکا په کوربه توب ترسره شي.

د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې بیا هسپانیې خپله سیاله فرانسه ماته کړه او پایلوبې ته ووته.

هسپانیې ۵ پر څلور فرانسه له مخې لرې کړه.

تمه ده په پایلوبه کې هسپانیه او ګاونډی یې پرتګال را روانه یکشنبه مخ شي.

پرتګال په نیمه پایلوبه کې ۲ پر ۱ جرمني ته ماته ورکړې وه.

د عربستان په شمول اکثرو هېوادونو کې اختر دی؛ طالبانو سبا اختر اعلان کړی

کعبه شریف - مکه
کعبه شریف - مکه

نن د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې لوی اختر دی خو افغانستان کې د طالبانو حکومت سبا شنبه اختر اعلان کړی.

پرون د عرفې ورځ وه چې د افغان حاجیانو په شمول د نړۍ لکونو حاجیانو دا دیني مراسم پر ځای او د مزدلفې په لور روان شول.

له افغانستان څخه هم سږ کال دېرش زره کسان د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

اختر داسې وخت راغلی چې اکثر افغان کورنۍ له بیوزلۍ کړېږي او وايي هېڅ چمتووالی یې نه دی نیولی.

د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې ګواښل شوي چې کار پریږدي

د یوناما نښان
د یوناما نښان

په کابل کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما دا پېښه تایید کړې ده.

د یوناما په بیان کې چې فرانسې خبري اژانس خپور کړی راغلي :« په کابل کې د ملګرو ملتونو ګڼې ښځینې کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا د هغوی د کار اړوند ګواښل شوي دي.»

بیان زیاته کړې چې دغو جدي ګواښونو ته په پام ملګرو ملتونو د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.

اکثرو دغو ښځو ته ګواښ شوی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

دا ښځې اوس د خپلو ادارو په سپارښتنه له کوره کار کوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا دا ډول ګواښونه جرم بولي او وايي چې پولیس یې په وړاندې اقدام کوي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو په کار او تعلیم پراخ محدودیتونه لګولي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې په نادولتي ادارو کې ښځې له کار منع کړې.

د ملګرو ملتونو ادارې هغه وخت هم له دې محدودیت مستثنی نه وې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: له خطر سره د مخ افغانانو انتقال ته ژمن یو

له افغانستانه د تخلیې بهیر، ارشیف
له افغانستانه د تخلیې بهیر، ارشیف

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول وایي، له هغو افغانانو سره متعهد پاته کیږي چې جرمنې ته د ورتګ ژمنه ورکړل شوې ده.

جرمني هغو افغانانو ته دغه هېواد ته د ورتګ ژمنه ورکړې چې د دوی د موندنو له مخې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.

له دې ډلې شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان دا مهال په پاکستان کې دي او دا هغه کسان دي چې له وړاندې جرمني چارواکو ورسره د انتقال ژمنه کړې.

د جرمني رسنیو د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزیر پرون چهارشنبه د فدارال جرګې یا بوندسټاګ غونډې ته دا خبرې کړي، خو جرمني ته د دغه شمېر افغانانو د انتقال کره وخت یې نه دی یاد کړی.

په جرمني کې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ټاکنو او بیا د نوي حکومت له اعلانېدو وروسته هم څو ځله سلګونه افغانان له اسلام اباد څخه په چارتر الوتکو کې دغه هېواد ته ولېږدول شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG