د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۸

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو به دوه اونۍ وروسته پیل شي


د افغانستان فوټسال ټیم ، عکس ارشیف
د افغانستان فوټسال ټیم ، عکس ارشیف

د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ د څلورم پړاو سیالیو د پچې اچولو مراسم پرون مازدیګر په کابل کې ترسره شول.

ټاکل شوې ده چې دا لوبې د لسو لوبډلو ترمنځ د جوزا په اتلسمه د کابل د فوتسال کمیټې په جمنازیوم کې پيل شي.

د لومړي ځل لپاره دا لوبې داسې ترسره کیږي چې هره لوبډله به یوه لوبه له سیالې لوبدلې سره په خپل کور کې کوي او بله مسابقه به د مخالفې لوبډلې په کور کې ترسره کوي.

هره ورځ به د شنبې له ورځو پرته دوې مسابقې ترسره کیږي او دا لړۍ به څو اونۍ روانې وي.

XS
SM
MD
LG