د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۲

متحدوایالتونو پر سوریې د ټولو بندیزونو د لیرې کولو لپاره لومړی ګام پورته کړ


Syria Sanctions Explainer
Syria Sanctions Explainer

د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې پرون د غبرګولي ۲مه پر سوریې د ځینو بندیزونو لیرې کول اعلان کړل او هغه ژمنه یې پوره کړه چې پر دې جګړه ځپلي هېواد له نژدې نیمې پېړۍ راهیسې د لګېدلو بندیزونو لړۍ ته به د پای ټکی ږدي.

دا معافیت یوازې د شپږو میاشتو لپاره دی او امکان لري چې یوځل بیا پیل شي نو ځکه د سوریې چارواکي د دې بندیزونو دایمي لیرې کېدل غواړي څو د هېواد د بیارغونې لپاره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونې جلب کړي. دیارلس کلنې جګړې د سوریې ډېره برخه ویجاړه کړه، هېواد یې ووېشه، میلیونونه کسان یې بېځایه کړل یا یې ووژل او په دې هېواد کې زرګونه بهرني جنګیالي راټول شول.

الشرع د امریکا اقدام ستایلی خو وايي، پر سوریې ټول بندیزونه دې لیرې شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي، د بندیزونو د معافیت به د ۱۸۰ ورځو لپاره وي. د امریکا د خزانې وزارت دا بندیزونه چې په ۲۰۱۹ کال کې د ګانګرس له خوا لګول شوي وو، وځنډول او خلکو ته یې اجازه ورکړه چې د سوریې له وګړو او د مرکزي بانک په ګډون له دولتي بنسټونو سره کاروبار وکړي. د دې بندیزونو هدف هغه مهال دا و، چې د بشاراسد رژیم کمزوری شي او هغه کسان به یې له نړیوال مالي سیسټم څخه ایستل چې کاروبار به یې ورسره کاوه.

د سوریې مشري اوس مهال د ملېشو پخوانی مشر احمدالشرع کوي. د نوموړي وسله والو د تېرکال په پای کې د بشاراسد رژیم وپرځاوه.

ولسمشر ډونالډټرمپ تېره اونۍ اعلان وکړ چې د سوریې له موقتې ادارې سره د مرستې لپاره بندیزونه لیرې کوي. هغه له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د ټرمپ ادارې پرون جمعه وویل چې دا اقدام پر سوریې د ټولو بندیزونو د لیرې کولو په هدف د حکومت د هڅو یوازې یوه برخه ده. د بندیزونو دا ټولګه د دې لپاره پر اسد او د هغه د کورنۍ پر غړو لګول شوې وه چې د امریکايي چارواکو په وینا هغوی د ایران پلوو ملېشو ملاتړ کاوه، ملکي وګړي یې ځورول او دا ادعا هم وه چې د بشاراسد حکومت د کیمیاوي وسلو د جوړولو پروګرام لري.

د سوریې پر تېر پرځېدلي رژیم له نژدې نیمې پېړۍ راهیسې بندیزونه لګېدلي وو.

د ټرمپ حکومت ویلي چې له سوریې څخه هم ځینې غوښتنې لري. د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې ټرمپ د بندیزونو د موقتي لیرې کولو په بدل کې د سوریې د حکومت د ځینو مهمو پالیسیو په برخه کې جدي اقدامات غواړي.

د احمدالشرع د سوابقو په اړه هم ځینې شکونه شته. هغه چې د هیات تحریر شام ډلې مشري کوله، په سر کې د القاعده شبکې همکار و، خو وروسته یې له دې ډلې سره پرېکون اعلان کړ او که څه هم د یوه معتدل مشر بڼه یې خپله کړه، نوم یې تراوسه د امریکا د تروریستي ډلو په فهرست کې دی.

خو د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ویلي دي چې که د شرع حکومت ناکام شي، نو په سوریه کې به د قدرت تشه رامنځ ته شي او دا به اسلامي دولت ډلې داعش او نورو تروریستي ډلو ته د بیاځواکمنېدو فرصت په لاس ورکړي.

XS
SM
MD
LG