نړۍ
په غزه کې د اسراییلو بمباریو ۲۳ نور کسان وژلي دي

راپورونه وايي چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د تېرې شپې په هوايي حملو کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.
د غزې نصر، الاقصی او الاهلي روغتونونو چې د بېګانیو حملو قربانیان وروړل شوي وو، ویلي دي چې د اسراییل بمباریو ۱۰ کسان په خان یونس، ۴ کسان په دیرالبلاح او ۹ نور د جبالیه د کډوالو په کمپ کې وژلي دي.
د غزې په تړانګه کې د تازه مرګ ژوبلې خبر داسې مهال ورکول کېږي چې اسراییلو د تازه پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی او ورسره دې سیمې ته ډېرو لږو خوراکي توکو ته اجازه ورکوي.
په عین حال کې د اسراییلو پر حکومت د دې عملیاتو د بندولو لپاره فشارونه په زیاتېدو دی.
د فرانسې، برتانیا او کاناډا حکومتونو د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه ګډ بیان کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د نویو پوځي عملیاتو د بندولو او دې سیمې ته د بشري مرستو د پریښودو غوښتنه وکړه او حتی متحدایالات چې د اسراییل تر ټولو نژدې متحد دی، په غزه کې د لوږې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده

نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات غونډۍ او شاخواو دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.
پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.
حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا جمعه د لوی اختر لومړی ورځ ده.
سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانانو د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
د طالبانو حکومت وايي، د حج د مراسمو لپاره دیرش زره حاجیان له افغانستانه ورغلي دي.
طالبانو د جمعې ورځ عرفه او د شنبې ورځ د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې ده.
پوتین ټرمپ ته په ټیلفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اوکراین د بریدونو ځواب به ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په " په واضع توګه خبرداری" ورکړی چې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ځواب به ورکوي.
اوکرایین د تیرې اونۍ په پای کې د روسیې په بیلابیلو پوځي هوايي اډو کې بم غورځونکې الوتکې په نښه کړې وې.
ټرمپ پر خپلې سوشل پاڼې ټروټ کې ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره يې "ښې ټیلفونې خبرې اترې" درلودې خو د هغه په ټکو دا خبرې اترې اوربند او سولې ته د رسیدو په مانا نه دي.
د ټرمپ په خبره، له پوتین سره يې د ۷۵ دقیقو خبرو اترو ډیر برخه د اوکرایین د امنیتي ادارې له خوا د روسیه دننه د روانې میاشتې د لومړی نیټې بریدونه وول.
د ټرمپ په ټکو، " موږ د روسیې دننه په بم غورځوونکو الوتکو د اوکرایین د بریدونو په اړه خبرې وکړې".
هغه زیاته کړه، "پوتین په ډیر تاکید سره وویل مجبور دی چې د روسیې پر هوايي اډو د اوکرایین د بریدونو ځواب ورکړي".
له دې وړاندې د اوکرایین امنیتي ادارې ادعا کړې وه چې ۴۰بم غورځوونکې روسیې الوتکې يې په بیلابیلو هوايي اډو کې په نښه او ویجاړې کړي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا بریدونه ستایلی وو او په خبره يې چې د دې بریدونو لپاره ۱۸میاشتې مخکې پلان برابر کړی و.
د پوتین او ټرمپ ترمنځ له ټیلفوني خبرو اترو وروسته د کرملین د بهرنۍ سیاست مرستیال یوري اوشاکوف د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، ټرمپ، پوتین ته ویلي چې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو ناخبره و.
اوشاکوف وړاندې وویل، په دې بحثونه روان دي چې روسیه د اوکرایین د دې بریدونو ځواب څنګه ورکړي، خو په دې اړه يې ډیر جزیات ور نه کړل.
پر غزې د اسراییلو په تازه بریدونه کې ۱۲ فلسطینیان وژل شوي دي

د غزې د دفاع ملکي اداره وايي، خان یونس ښار ته څیرمه د بېځایه فلسطینیانو پر یوې خیمې د اسراییلو په هوايي بریدونه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د دغې ادارې په خبره، اسراییلو دا هوايي بریدونه نن چهارشنبې کړې دي.
په سیمه کې یو عیني شاهد فرانس خبري اژانس ته ویلي، "موږ د یوې پوځي بې پیلوټه الوتکې توغندي ولیدل چې پر ښوونځي او خیمو لګیدلی وو، دا ماشوم شهید شو او د هغه مور، پلار او خویندې ټپیان دي".
د اسراییلو پوځ تراوسه د تازه بریدونه په اړه د فرانس پریس خبري اژانس پوښتنې ځواب کړې نه دي.
وروسته له هغې چې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ په تیره مارچ میاشت کې اوربند پای ته ورسیده، اسراییلو پر غزې بریدونو ته زور ورکړی دی.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډلې د ترهګریز سازمان په توګه پیژني.
اسرائیلو په سوریې برید کړی دی

وروسته لدې چې د سوریې له لوري په اسرائیلو د دوو توغنديو برید وشو اسرائیلو په سوریي هوايي برید وکړ.
رویترز خبري آژانس رپوټ ورکوي چې داسرائیلو دفاع وزیر ددغه برید پړه د سوریې په موقت ولسمشر واچوله.
سوریه وايي په اسرائیلو د برید رپوټونه تراوسه نه دي تایید شوي.
تراوسه دا هم نه ده معلومه چې دتوغندیو دغه برید کومې ډلې کړی دی .
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي دتوغندي برید رپوټونه تراوسه نه دی تایید شوي او سوریې په سیمه کې هیڅ کوم اړخ ته ګواښ نه دی کړی او نه به یی وکړي.
دسوریې موقت حکومت ویلي چې په درعا باندې د اسرائیلو هوايي برید ځاني او مالي زیان اړولی دی .
ددغو متقابلو بریدونو سره همهاله دسوریې او اسرائیلو ترمینځ دکړکیچ د کمولو لپاره هڅې شوي دي.
اوکراین وايی د روسیې او اشغالی اوکراین ترمینځ یو مهم پل یې په بمونو الوزولی دی

اوکراین ادعا کوي چې د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا سره نښلونکی یو مهم پل یې د اوبو لاندې چاودیدونکو موادو په وسیله نړولی دی .
د اوکراین د امنیتی خدماتو (SBU) ادارې دسه شنبې د ورځې اعلامیې وویل چې ددغو عملیاتو په ترځ کې چې څو میاشتې یې ونیولې د کیرچ تنګي د پل دستنو لاندې ټولټال ۱۱۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوي وو.
د SBU په ویب پاڼه کې خپره شوې ویډیو - چې اعتبار یې د RFE/RL ، یا آزادې اروپا راډیو لخوا تایید شوې - د پل لاندې یوه لویه چاودنه ښیې. خودا څرګنده نه ده چې څومره زیان یې رسولی.
روسي چارواکو د ورځې پیل کې وویل چې پر دې پل یې د موټرو تګ راتګ ځنډولی دی خو وروسته ولیدل سو چې موټر بیاهم له پل څخه کار اخلي.
تر دې دوه ورځې مخکې اوکراین د روسیې خاوره کې دننه د بې پیلوټه الوتکو د یوه څپې په برید کې په څوهوایي اډو کې داوږده واټن لسګونه بم غورځونکې الوتکې زیانمنې کړې.
رائل چلینجرز بنګلور دلومړي لپاره د هند د پریمیر لیګ T20 اتله لوبډله شوه

د هند افسانوي بیټسمین ویرات کوهلي د رائل چلینجرز بنګلورلوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې وکړې او پرون یې د هند پریمیر لیګ T 20 په فاینل کې پنجاب کنګز لوبډلې ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.
په دې سره رائل چلینجرز بنګلور دلومړي ځل لپاره دهند پریمیر لیګ T20 اتلولي وګټله.
ویراټ کوهلي په ۳۵ توپونو ۴۳ منډې ترسره کړې چې پای کې د نامتو افغان بالر عظمت الله عمرزي په توپ اوټ شو .
رائل چلینجرز بنګلورلوبډلې د نهو ویکټو په زیان ټولټال ۱۹۰ منډې وکړي.
پنجاب لوبدلې ترپایه مبارزه وکړه خو د ۷ لوبغاړو په زیان یې یوازي ۱۸۴ منډې وکړي.
دلوبې لپاه د احمد آباد په ۱۳۲،۰۰۰ ظرفیت لرونکي لوبغالي کې له ۹۱،۰۰۰ څخه ډیر مینه وال راټول شوي وو.
لسګونه بندیان د کراچۍ له یو زندان تښتیدلي دي

د چارواکو په وینا د پاکستان د کراچۍ ښار یوه زندان څخه تیره شپه دزلزلې په مهال له ۱۰۰ ډېر بندیان تښتېدلي دي او په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.
د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی کاشف عباسي نن سه شنبې وویل چې ۲۱۶ بندیان د سهار له لمانځه مخکې له زندان څخه تښتېدلي دي. له دې ډلې څخه ۷۸ تنه بیرته نیول شوي دي.هغه وویل چې په تښتېدلو کسانو کې څوک د اورپکې په توګه پیژندل شوی یا د محاکمې لاندې نه دی.
ښاغلي عباسي زیاته کړه چې په دې نښته کې یو زنداني ووژل شو او درې امنیتي چارواکي ټپیان شول، خو وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی، او زیاته یې کړه چې پولیس د پاتې تښتېدلیو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهي.
د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاء الحسن وویل چې بندیانو هغه مهال د تیښتې هڅه وکړه چې د زلزلې پرمهال د خوندیتوب لپاره له خپلو حجرو څخه بهر را ایستل شوي وو. دوی نا څاپه پر ساتونکو برید وکړ، د هغوی وسلې یې واخیستې، ډزې یې وکړې او وتښتېدل.
درې اسراییلي پوځیان ووژل شول

اسراییلي ځواکونو نن د غزې په شمال کې د خپلو دریو پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې له دې سره په غزه کې د جګړې له پیله د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمیر څلور سوه څلرویشتو ته ورسید.
اسراییل د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر له اوومې وروسته چې حماس ډلې، چې متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پيژني، په اسراییل کې دننه دولس سوه تنه ووژل او په لسګونو یې برمته کړل، حمله وکړه.
د ترکیې په مرماریس کې زلزله وشوه

د ترکیې په جنوب لویدیځ کې د مرماریس په سیمه کې نن سهار وختي د ریښتر په کچه د پنځه اعشاریه اته درجو زلزله وشوه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا په خواله رسنیو کې لیکلي دي چې د دې زلزلې له امله یوه څوارلس کلنه نجلۍ مړه شوې ده او پر هغې هم د زلزلې له ویرې حمله راغلې وه.
( اې بي سي) تلویزیون بیا د دې زلزلې له امله د لږ تر لږه اووه کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی چې د زلزلې له ویرې یې له کړکیو او لږ جګو ځایونو ټوپ کړې دي.
اوکراین: روسیي الوتکې مو روسیې ته په قاچاق شویو ډرون الوتکو ویشتلي

اوکراین وايي چې د روسیې د خاورې دننه یې هغه جنګي الوتکې په نښه کړې دي چې تر لرې لرې واټنونو پورې سفر کولی شي.
د اوکرایني چارواکو له ادعا سره سم دا روسیي الوتکي یې په هغو ډرونونو ویشتلي دي چې په لاریو کې یې د لرګیو په صندوقونو کې ځای پرځای کړي وو او روسیې ته یې قاچاقي لیږلي وو.
د اوکراین د امنیتي خدماتو (SBU) چارواکو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل چې ممکن د جون د لومړۍ نیټې په برید کې تر ۴۰ پورې روسي جنګي الوتکې په نښه شوې وي.
SBU وروسته په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د دې بریدونو په ترڅ کې څلوردیرش په سلو کې هغه الوتکي ویشتل شوې دي چې ستراتیژیک کروز توغندي لیږدوي. د اوکراین په باور د دغو بریدونو له امله روسیې ته شاوخوا اووه میلیارډه ډالر زیان اوښتی دی.
په ورته وخت کې، د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قومانداني وایي، چې د روسیې یو توغندی د شپې په مخه په یوه روزنیز مرکز ولګېد، چې لږترلږه ۱۲ سرتیري یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.