د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۷

زیلینسکي په انقره کې د پوتین غونډې ته سترګې په لار دی


د اوکراین ولسمشر ، ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ، ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې دی به د مې په ۱۵مه د ترکیې په پلازمینه انقره کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مخامخ ملاقات لپاره انتظار وباسي، او یوازې له پوتین سره به وګوري، نه له نورو روسي چارواکو سره.

زیلینسکي د مې په ۱۳مه په کیف کې خبریالانو ته وویل، چې هغه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې دا مهال منځني ختیځ ته په سفر دی، دغو خبرو ته بللی، ځکه سپینې ماڼۍ او د اوکراین اروپايي متحدین هڅه کوي د جګړې پای ته رسولو لپاره لاره ومومي دا جګړه چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو لویه او وژونکې ده.

ولسمشر ټرمپ، چې په ریاض کې د سعودي حکومت سره د تاریخي تړونونو تر لاسلیک وروسته خبرې کولې، وویل چې د روانې اونۍ د اوکراین او روسیې ترمنځ د ترکیې ممکنه خبرې کیدای شي ډېر ښه پایلې ولري.

هغه وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د هغو لوړپوړو امریکایي چارواکو په ډله کې وي چې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو خبرو لپاره ترکیې ته سفر کوي.

خو زیلینسکي دا خبره روښانه کړه چې د هر ډول پرمختګ لپاره باید پوتین په دې غونډو کې حاضر وي.

زیلینسکي وویل ، غواړم چې یوازې له پوتین سره د اوربند خبرې وکړم، ځکه یواځې همدا دی چې پرېکړه کولای شي. هغه زیاته کړه، که پوتین پرېکړه وکړي چې استانبول ته لاړ شي چیرې چې پیل کې ټاکل شوې وه ناسته وشي نو دی به هلته ورسره وګوري.

هغه وویل، که پوتین دا ګام واخلي چې وایي د اوربند لپاره چمتو دی، نو دا د جګړې د ختمولو د ټولو عناصرو د بحث لپاره لار پرانیزي.

د اونۍ په پای کې، پوتین وړاندیز وکړ چې د مې په ۱۵مه دې خبرې اترې په استانبول کې وشي، او زیلینسکي له دې وړاندیز سره موافقه وکړه. خو تر اوسه کرملین د روسي ولسمشر ګډون رسماً نه دی تائید کړی.

د کرملین ویاند، دیمتري پېسکوف، خبریالانو ته په مسکو کې وویل: «څومره ژر چې ولسمشر دا ضروري وګڼي، موږ به اعلان وکړو.» هغه زیاته کړه چې روسیه لا هم د خبرو اترو لپاره چمتووالي ته دوام ورکوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې، کایا کالاس، د مې په ۱۳مه وویل چې پوتین به زړورتیا و نه کړي چې ناسته کې ګډون وکړي، ځکه چې روسیه ښکاره ډول لوبې کوي او غواړي وخت وپیري.

امریکایي رسنیو ته سرچینو ویلي چې د ټرمپ لوړپوړي استازي، ستیف ویټکاف او کیت کلګ، به د دغو خبرو لپاره استانبول ته سفر وکړي، پداسې حال کې چې مارکو روبیو هم ټاکل شوې چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره، او همدارنګه د دغو خبرو لپاره، ترکیې ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG