د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۱

د هند او پاکستان تر منځ نښتې او پر یو بل ادعاوې دوام لري


پاکستان او هند د مې پر ۸مه یو پر بل داسې مهال د بریدونو تورونه ولګول، چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ تر شل کلونو ډېرې مودې وروسته د نښتو تر ټولو خطرناک پړاو دوام لري.

د پاکستاني د پوځ ویاند جنرال احمد شریف وویل، د هند د بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو له امله د سند په ایالت کې یو ملکی کس وژل شوی او په لاهور ښار کې څلور پوځیان ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې دا ادعا هم کړې ده چې، پاکستان د تخنیکي او دفاعي وسلو پر مټ د هند ۲۵ بې‌پېلوټه الوتکې غورځولې دي.

د هند د دفاع وزارت بیا ویلي، د مې پر ۷مه شپه د پاکستان له خوا د بې‌پېلوټه الوتکو او توغندیو تر برید وروسته، دوی په بیلابیلو ځایونو کې د پاکستان د هوايي دفاع سیسټمونه په نښه کړي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې هند د دغو بریدونو لپاره له بې‌پېلوټه الوتکو کار اخیستی که نه.

د هند د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې همدا راز زیاته کړې: "پاکستان هڅه وکړه څو ګڼ شمېر پوځي هدفونه... د بې‌پېلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله وولي." اعلامیه زیاتوي چې دا بریدونه د هند د هوايي دفاع سیسټمونو له‌خوا شنډې شوې.

دا تازه نښتې د هغې تاوتریخوالي په ترڅ کې دي چې تېره میاشت د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له یو برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ راپیل شو. په دې برید کې ۲۶ هندوان سېلانیان وژل شوي. هند پر سیلانیانو ددې برید پړه پر پاکستان واچوله، خو پاکستان دا تورونه رد کړل.

ولې کشمیر د ځمکې پر مخ تر ټولو زیاته پوځي شوې سیمه ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:14 0:00

هند ویلي، د مې پر ۷مه د سهار په لومړیو ساعتونو کې یې پر هغو نهو اهدافو "دقیق بریدونه" کړي، چې د دوی په وینا "د ترهګرو ځالې" وې او له هغو ځایونو څخه پر هند بریدونه پلانیدل.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د هند په دغو بریدونو کې ۳۱ ملکیان وژل شوي، چې ځینې یې ماشومان ول.

د مې پر ۷مه د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د غچ اخیستو ژمنه وکړه او د ملي امنیت د کمېټې بیړنۍ غونډې کې یې پرېکړه وکړه چې پوځ ته د غبرګون اجازه ورکړل شي.

د پاکستان په اعلامیه کې راغلي وو: "هند په سیمه کې اور بل کړی دی."

له دغو بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ پر پوله هم درنې ډزې تبادله شوې چې په کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د مې پر ۸مه) وویل، د مې پر ۷مه پر پوله د ډزو پر مهال ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي. د هند پوځ دا هم ویلي، چې په دغو ډزو کې یو هندي سرتېری هم وژل شوی دی. پاکستاني چارواکو هم ویلي، چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د ډزو پر مهال شپږ کسان د پولې ته نږدې وژل شوي دي.

له ۱۹۴۷ کال راهیسې، چې برتانوي هند وویشل شو، هند او پاکستان خپلو کې درې سترې جګړې کړې دي چې په ۱۹۴۸، ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو کې وې. په ۱۹۹۹ کې هم د دواړو خواوو ترمنځ یوه محدوده جګړه وشوه، چې د کارګل جګړې په نوم یادېږي.

په دې لسیزه کې هم تر دې مخکې دواړو خواوو ترمنځ څو ځله نښتې شوې دي، چې د پراخې جګړې وېره یې راپارولې، په ځانګړي ډول هغه نښته چې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې تر هغې وروسته رامنځته شوه، چې یوه ځانمرګي بریدګر د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ۴۰ هندي امنیتي سرتېري ووژل.

د هند او پاکستان وېش، چې د مذهبي کرښو پر اساس شوی و، د تاریخ د تر ټولو سترې اجباري کډوالۍ سبب شو، چې له امله یې د هند د نېمې وچې هندوانو، مسلمانانو او سکانو ترمنځ په مذهبي تاوتریخوالي کې سلګونه زره کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG