خبرونه
د طالبانو حکومت د هند او پاکستان ترمنځ پر ترینګلتیا اندېښنه وښوده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ویې ویل چې دا وضعيت د سيمې په ګټه نه بولي.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.
سره له دې چې پاکستان د طالبانو کلیدي متحد انګېرل کېده، د دغه هیواد او طالبانو اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له دې خړپړې شوې چې تېر کال پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه.
د دې خلاف بیا له هند سره د طالبانو اړیکې نژدې شوې دي. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د هند او طالبانو اړیکې ډېرې ترینګلې وې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند وايي، د پاکستان انتقامي برید ته به په ډېر- ډېر قاطعیت ځواب ووايي

د پاکستان پر قلمرو د هند له حملې یوه ورځ وروسته نوې ډېلي ګواښ کړی چې د پاکستان هرراز انتقامي اقدام ته به په خورا ډېر قاطعیت ځواب وايي.
د هند د بهرنیوچارو وزیر اس جېشنکر نن په نوې ډېلي کې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پرمهال وویل چې پر پاکستان د دې هېواد حمله دقیقه او سنجول شوې وه خو ده زیاته کړه چې که پاکستان ځوابي برید وکړي نو په دې کې به هېڅ شک نه وي چې په ډېر- ډېر قاطعیت سره به ځواب ورکړل شي.
په داسې حال کې چې په کشمیر کې په ګډ سرحد کې له څو ورځو راهیسې پیل شوې نښتې اوس په توپچي ډزو بدلې شوي، د پاکستان صدراعظم شهبازشریف ژمنه کړې ده چې د هند برید ته به په انتقامي اقدام سره ځواب ووايي.
د هند له حملې وروسته له پرونۍ ورځې راهیسې تراوسه پورې له دواړو خواوو د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۴۵ کسانو د وژل کېدو خبرونه رارسېدلې دي.
هند وروسته له هغه د پاکستان پر خاوره برید وکړ چې د اپریل په ۲۲مه نېټه د کشمیر په پهلګام سیمه کې یوې وسله والې ډلې پر سیلانیانو ډزې وکړې. د هند په حملو کې چې په نهو موقعیتونو کې وشوې، ۲۶ کسان ووژل شول. هند پر پاکستان تور ولګاوه چې د دې ډلې ملاتړ کوي خو پاکستان دا تور رد کړی دی.
له بلې خوا د پاکستان پوځ وايي چې هند د پاکستان خاورې ته یرغلیزې بې پیلوټه الوتکې لېږلې دي. د پاکستان پوځ پر هند د پاکستان له حملې یوه ورځ وروسته په یوه بیان کې وویل چې د یوه هندي ډرون په برید کې څلور پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.
د جرمني حکومت دې هېواد ته د ډېری غیرقانوني کډوالو پر ننوتو بندیز لګوي

د جرمني نوی حکومت وايي چې ډېری غیرقانوني پناه غوښتونکو ته به اجازه ورنه کړي چې له سرحدونو څخه دې هېواد ته ننوځي. دا په داسې حال کې ده چې نوی صدراعظم فریدریښ میرڅ هڅه کوي دې هېواد ته د پناه غوښتونکو د بې نظمه ننوتلو او ورسره د افراطي ښي اړخو د نفوذ د زیاتېدو مخه ونیسي.
د کډوالو پرمخ د سرحدونو بندول د ښاغلي میرڅ د پالیسۍ مهمه برخه ده ځکه دی غواړي چې د جرمني لپاره د بدیل AfD په نوم د کډوالو مخالف سیال ګوند، پراخ نفوذ ترلاسه نه کړي. دې ګوند د فبروري په انتخاباتو کې دوهم ځای وګاټه او محبوبیت یې په نظرپوښتنو کې په زیاتېدو دی.
جرمني په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو د بحران په اوج کې شاوخوا یو میلیون کډوال ومنل چې ډېری د سوریې او افغانستان وګړي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان؛ په افغانستان کې د شري پېښې په زیاتېدو دي

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي چې په افغانستان کې د شري یا سرخکان د ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي.
دې سازمان پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې واکسین د شري د مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره بللې ده او له خلکو یې غوښتي دي چې د دې ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي.
په تېره اپریل میاشت کې WHO په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه ډېرې شوي دي. د دې راپور له مخې تر اپریل میاشتې پورې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۱۹۳ ته رسېدلی دی.
په غزني کې د یوې کورنۍ درې غړي اوبو ډوب کړي دي

په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې د یوې کورنۍ درې غړي په اوبو کې د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د غزني امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې لومړی یو ماشوم د لوبو پرمهال اوبو ته وغورځېد او وروسته یې مور او پلار د هغه د ژغورنې لپاره ځان اوبو ته واچاوه خو درې واړه مړه شول.
دا پېښه نن (د غويي ۱۸مه) د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې شوې ده.
تېرکال راپور ورکړل شوی و، چې له پنځوسو ډېر کسان چې ډېری ځوانان وو، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په اوبو کې د ډوبېدو په پېښو کې مړه شوي دي.
بې احتیاطي، له لامبو سره نابلدي او د ډوبو شویو کسانو د ژغورنې د امکاناتو نشتوالی د دې خونړیو پېښو مهم عوامل بلل کېږي.
د پاکستان ملکي هوایي چلند اداره: د اسلام اباد او لاهور هوایي ډګرونه بېرته پرانیستل شو

د پاکستان ملکي هوایي چلند ادارې وویل چې د اسلام اباد او لاهور هوایي ډګرونه یې نن بیرته پرانیستل.
د پاکستان ملکي هوایي چلند ادارې وویل چې د اسلام اباد او لاهور هوایي ډګرونه یې نن بیرته پرانیستل.
پاکستان تر دې مخکې ویلي وو چې د هند د ډرون الوتکو پرضد د عملیاتو لپاره یې د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ هوایي ډګرونه بند کړې دي، خو د کراچی هوایي ډګر چې د پاکستان تر ټولو ستر هوایي ډګر دی لاهم بند دی.
هندوستان د سه شنبې او چارشنبې ترمنځ د شپې پر مهال په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې پر څو سیمو بریدونه وکړل.
هند وايي د بریدونو هدف یې هغه ترهګر وو چې د هند تر واک لاندې د کشمېر په پهلګام سیمه کې یې پر سیلانیانو برید پلان کړی و. د اپریل په دوه ویشتمه په دې برید کې 26 تنه سیلانیان وژل شوي و.
پاکستان په دې ترهګریز برید کې هر ډول دخالت رد کړی و.
ملګري ملتونه میندو ته د ماشومانو د روزنې کورسونه جوړوي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسیف په افغانستان کې میندو ته د ماشومانو د ښې روزنې د تجربوي کورسونو خبر وکوري.
یونیسیف نن پر خپله ایکس پاڼه د دې کورسونو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د نړیوال بانک په ملاتړ په دې پروګرام کې لس زره هغه میندې چې له شپږو کلونو کم عمره ماشومان روزل کېږي لري.
په افغانستان کې چې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه دی، د ماشومانو د روزنې ځانګړي ښوونځي نه شته. یونیسیف وايي، په دې کورسونو کې میندې زده کوي چې څنګه خپلو ماشومانو ته پاملرنه او عاطفي او مسوولانه چلند وکړي.
د پاکستان په لاهور کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

نن د پاکستان په لاهور ښار کې د یوې چاودنې د غږ اورېدل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
پاکستاني جیو تلویزیون او رویټرز خبري اژانس د یوه عیني شاهد له قوله دا خبر ورکړی دی. د چاودنې د لامل په اړه سمدستي څه نه دي ویل شوي.
دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه دی چې هند د پاکستان تر ولکه لاندي کشمیر کې پر څو هدفونو برید وکړ.
هند وویل چې د چهارشنبې په سهار یې په پاکستان کې "ترهګریز بنسټونه" په نښه کړل. دا دوې اونۍ وروسته له هغه چې دوی پاکستان په هندي کشمیر کې په وسله وال برید کې په لاس درلودو تورن کړ. په هغه برید کې ۲۶ کسان چې ډیری یې هندو سیلانیان وه، ووژل شول.
اسلام آباد دا تور رد کړ او خبرداری یې ورکړ چې د توغندیو د بریدونو غچ به واخلي، او دا یې هم وویل چې پنځه هندي الوتکې یې ویشتلې دي. خو په پیکنګ کې د هند سفارت د جنګي الوتکو د ویشتل کیدو راپورونه "غلط معلومات" وبلل.
د طالبانو حکومت: ترکمنستان له افغانستان سره د رېل پټلۍ، سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې پلانونه اعلان کړي دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ (د مې په ۷مه) د ترکمنستان د وزیرانو د کابینې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف سره د ټاپي پایپ لاین پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي چې دا غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. د بیان له مخې میردوف په نژدې راتلونکي کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي همکارۍ د پراخولو پلانونه اعلان کړل. خو په بیان کې د دغو پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
ټاپي د ګازو د نللیکې سیمهییزه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
د دې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکمنستان، د افغانستان د تېر جمهوري نظام، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.
والټ ډیزني شرکت په ابوظبي کې تیم پارک جوړوي

د والټ ډیزني شرکت ویلي چې غواړي د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د سیمه ایزې پراختیا میرال ګروپ سره په ګډه د ډیزني پارک جوړ کړي.
دا موافقه د ډیزني د تیم پارک جوړولو لومړۍ لویه پروژه ده چې په نژدې یوه لسیزه او په منځني ختیځ کې لومړۍ ده.
دا تفریحي کمپلیکس به، چې په ساحل کې موقعیت لري، په یاس ټاپو کې جوړ شي. د سیلانیانو لپاره یو مشهور ځای چې د ډیری کورنیو تفریح ځایونو کوربه دی، یاس واټر پارک نومیږي.
د ابوظبي ښار شاوخوا ۲.۵ میلیونه نفوس لري، خو د میرال په وینا، یاس ټاپو په ۲۰۲۳ کال کې له ۳۴ میلیونه څخه ډیر لیدونکي ثبت کړي، چې د تیر کال په پرتله ۳۸٪ زیاتوالی ښيي.
د پاکستان ستره محکمه: په نظامي محکمو کې د ملکیانو محاکمه قانوني ده

د پاکستان سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه نوي حکم کې پریکړه وکړه چې په پوځي محکمو کې د ملکي وګړو محاکمه کول قانوني ده، او خپله هغه پرېکړه یې لغوه کړه چې دا کار يې د اساسي قانون پر خلاف بللی و.
دا پریکړه د پخوانۍ پریکړې پر وړاندې د پاکستان د دفاع وزارت تر اعتراض وروسته صادره شوه.
په ۲۰۲۳ کال کې د پخواني صدراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه په ملاتړ د رامنځته شوې ناکرارۍ په جریان کې، تر ۱۰۰ زیات ملکي وګړي په پوځي محکمو کې محاکمه شول. له دغو کسانو ځینې یې تر لسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.
د حکومت په وینا، د هغو لاریونونو په جریان کې د پاکستان په څلورو ولایتونو کې پر ۳۹ پوځي تاسیساتو بریدونه شوي دي.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند په ځواب کې وویل: "مارشل لا د وسله والو ځواکونو ترمنځ د نظم ساتلو لپاره طراحي شوې وه او هیڅکله پر ملکي وګړو د عملي کولو لپاره نه وه."
عمران خان لا هم د فساد په تور په زندان کې دی.