د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په لسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او له کبله یې د احتمالي سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (چهارشنبه) به خوست، پکتیا، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پروان، بدخشان، نورستان، کاپيسا او کابل ولایتونه د سختو ورښتونو شاهدان وي، چې ورسره د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شته.
تمه ده، چې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ميليمتره پورې وي.
همداراز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېواد په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د نسبتاً تندو بادونو د لګېدو امکان شته، چې چټکتیا به یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومتره وي.
دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د تېرې جمعې په ورځ د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د سیلابونو له امله لږترلږه پنځه تنه مړه شوي وو.
په بدخشان کې وروستیو سیلابونو کرنیزې ځمکې، استوګنیزې ودانۍ ویجاړې کړې وې او ځینې لارې یې هم تړلې وې.