د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۵

پروکروسک، په ډونیڅک کې د اوکراین تر ټولو زیات جګړه زپلی ښار


د اوکراین په ډونېڅک سیمه کې د دې هېواد ستراتیژیک ښار ‌پوکرووسک اوس هم د جګړې په کرښه کې د جګړې یو له سختو ډګرونو ‌بلل کېږي.

د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې خبریال اولېکسی پروډایوودا چې د اپرېل پر ۲۹مه یې دا ښار لیدلی، وايي، د میاشتو-میاشتو روسي بمباریو وروسته دا ښار په بشپړه توګه په کنډواله بدل شوی دی.

الېکسي وايي پر دې سیمه د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې، د روسیې ځمکنیو حملو کومه ستره لاسته راوړنه نه ده لرلې، خو اوس یې پوځ د ښار په بشپړ ویجاړولو تمرکز کړی.

د نوموړي په وینا، سختو جګړو دې ښار ته درانه زیانونه اړولي دي، او که څه هم په ښار کې ځینې اوسېدونکي پاتې دي، خو ویجاړۍ دومره زیاتې دي چې په دې ښار کې اوس د ژوند کول نژدې ناممکن دي.

یو اوکرایني سرتېری چې په پوکرووسک کې جنګېږي، ویلي، د سختو شرایطو له امله اوسېدونکي نور دا وس نه لري چې خپل مړي د ښار هدیرې ته یوسي.

هغه زیاتوي: "مړی یوازې له کوره وباسي او یوه کرونده کې یې ښخوي... دا یو ناورین دی."

الېکسي چې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د جګړې له لومړۍ کرښې راپورونه ورکوي، وايي چې د پوکرووسک جګړه له باخموت او اوېدیوېکا سره دا توپیر لري چې دواړه لوري اوس د نوري فایبر کیبلونه کاروي.

په داسې حال کې چې پر پوکروسک د روسیې بریدونه روان دي، ددې ښار اوسیدونکي خپل مړي د ښار پارکونو او د کورونو په انګړونو کې ښخوي
په داسې حال کې چې پر پوکروسک د روسیې بریدونه روان دي، ددې ښار اوسیدونکي خپل مړي د ښار پارکونو او د کورونو په انګړونو کې ښخوي

نوموړی زیاتوي: "ګاډرونه، انګړونه، ونې، ستنې، هر څه د فایبر کیبلونو لاندې دي. هره ورځ بې‌پېلوټه الوتکې له ښاره تېرېږي."

له دې مخکې، یو لوړپوړي قوماندان اولېکساندر سیرسکي ویلي و چې روسي ځواکونه لا هم "په سختۍ" هڅه کوي څو د اوکراین دفاعي لیکې ماتې کړي او د ډنیپروپېتروسک څنډو ته ځان ورسوي.

پوکرووسک له دې سرحده یوازې لږ تر لږه ۲۰ کیلومتره لېرې دی، او دا سیمه اوس د جګړې یو له سختو نقطو ګرځېدلې.

د مې پر درېیمه، په پوکرووسک کې د یوې اوکرایني قطعې د مخابراتو لوړپوړي افسر د امریکا مېشت د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ (ISW) ته ویلي، روسي ځواکونه هڅه کوي چې د مې تر نهمې مخکې ډنیپروپېتروسک ته داخل شي.

د اپرېل په پای کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې د نهمې د بریا ورځې په مناسبت د درې ورځني اوربند وړاندیز وکړ، خو کییف دا یوه "تماشه" وبلله.

یو اوکرایني سرتېری روسلان چې په پوکرووسک کې جنګېږي، وايي: "روسان هېڅکله بشپړ اوربند نه کوي."

هغه زیاتوي: "که دلته وضعیت ارام شي، نو بل ځای به پر ولسي خلکو اور راښکته کړي... ته خو ګورې، هره شپه له سلو ډېر شاهد بې‌پېلوټه الوتکې توغوي."

XS
SM
MD
LG