رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د توغندي له لګېدلو سره په سېمه کې لوګي پورته شول او د ټرمنل ودانۍ دننه د مسافرو ترمنځ یې ویره خپره کړه.
د ایران ملاتړ لرونکي حوثي یاغیان چې د برید مسوولیت یې منلی، وايي دوی پر اسراییل توغندي د غزې له فلسطینیانو سره د یووالي په موخه توغوي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي، د اسراییلي پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي یاییر هیتزروني خبریالانو ته هغه کنده وښوده چې د توغندي له لګېدو رامنځته شوې وه. د هوايي ډګر چارواکو ویلي، توغندی ددې هوايي دګر د درېیم ټرمینل د موټرو تم ځای ته نېږدې پر یو سړک لګیدلی دی.
د برید له پېښېدو وروسته، د اسراییل د دفاع وزیر يسرایل کاتس، وویل: "هر څوک چې موږ ته زیان رسوي، موږ به ورته اووه برابره ځواب ورکړو."
د اسراییل ۱۲م کانال راپور ورکړی چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو به د یکشنبې په ورځ د امنیتي وزیرانو او دفاعي چارواکو سره د احتمالي غبرګون په اړه غونډه وکړي.
تر دې مخکې پرته له یو توغندي چې تېر کال په تل ابیب کې ولګیده له یمن څخه توغول شوي ډېری توغندي د اسراییلي دفاعي سیسټم له لوري شنډ شوي. اسراییلي پوځ ویلي چې د یکشنبې د برید په اړه څېړنه کوي. د دې برید له امله د اسراییل په مرکزي سیمو، په ځانګړي ډول تل ابیب ته نېږدې، د خطر زنګونه هم ووهل شول.
د رویټرز خبري اژانس وايي یو خبریال یې چې د تل ابیب او بیتالمقدس ترمنځ د موقعیت لرونکي بن ګوریون هوايي ډګر کې و، د خطر زنګونه واورېدل او ویې لیدل یې چې مسافر د خوندي خونو پر لور منډې وهي.
د هوايي ډګر له سیمې څخه یو شمېر کسانو په خپلو موبایلونو ویډیوګانې ثبت کړي، چې په کې هوايي ډګر کې د ناستو الوتکو شاته پورته کیدونکي تور دودونه ښکاري، خو رویټرز دغه ویډیوګانې تر اوسه نه دي تایید کړي.
د اسراییلو د بیړنیو مرستو ادارې ویلي، اته تنه چې برسیرن ټپیان وو روغتون ته لېږدول شوي.
د برید مسوولیت منلو پر مهال د حوثیانو نظامي ویاند، یحیی سري، وویل چې د اسراییل مرکزي هوايي ډګر "نور د هوايي سفر لپاره خوندي نه دی."
که څه هم تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې هوايي ترافیک ودرېدلی او د هوايي ډګر سړکونه تړل شوي دي خو وروسته د اسراییل د هوايي ډګرونو ادارې ویاند وویل، د الوتنو ځنډ او بندیزونه پای ته رسېدلي، الوتنې بېرته پيل شوي او د بن ګوریون هوايي ډګر فعالیتونه عادي حالت ته ګرځیدلي دي.
د یکشنبې د برید راپورونه داسې مهال خپرېږي چې ویل کېږي اسراییلي وزیران د غزې عملیاتو پراخولو ته نږدې شوي دي. یاد عملیات په مارچ کې د دوو میاشتو د اوربند له پای ته رسېدو وروسته بېرته پيل شول، او ترې وروسته حوثیانو ګواښ وکړ چې نور توغندي به هم پر اسراییل وولي.
د اوربند د بیا راژوندي کولو هڅې تر اوسه ناکامه شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په میاشت کې د حوثیانو پر ضد پراخ بریدونه امر وکړ، څو د ددې یاعي ډلې د بریدونو وړتیا کمه کړي او د سرې بحیرې د سوداګریزو کښتیو پر ضد یې د بریدونو مخه ونیسي.
حوثیانو چې د یمن ګڼې سیمې کنټرولوي، د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل سره سم، اسراییل او د سرې بحیرې سوداګریزې کښتۍ په نښه کول پيل کړل.