د هند حکومت د پهلګام په تفریحي سیمه کې پر سیلانیانو له ډزو وروسته د ټولو هغوو پاکستاني وګړو ویزې چې په تیر کې يې ترلاسه کړې وې لغوه کړې او ویلي دي، پاکستاني وګړي اړ دي چې په ۴۸ساعتونو کې له هنده ووځي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوري ډیپلماټ ویکرم مېشري وړمه ورځ خبریالانو ته ویلي، " پاکستانیان د جنوبي اسیا د ویزو له استثنايي طرحې بې برخې کیږي او د ټولو هغوو کسانو ویزې لغوه دي چې په تیر کې ورته د هند حکومت ورکړې وې".
د مېشرې په ټکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې امنیتي پوستې ستمدسي تړل کیږي چې ورسره به د واهګې بندري لار د تګ راتګ پرمخ وتړل شي.
مېشري وړاندې خبریالانو ته وویل، "په پهلګام کې برید د هند له پولو د باندې پلان شوی وو".
د مېشري په ټکو، "د برید جدیت ته په کتو له پاکستان سره د اباسین سیند د اوبو توافق ځنډوو او له دې هېواد سره ډیپلماټیکې اړیکې را کموو".
مېشري خبریالانو ته ویلي، "څو چې پاکستان په کلکه له خپلو پولو ورخوا د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وانخلي، دوی به دا توافق له سره نه کړي".
د اباسین سیند د همالیه له غرونو د هند تر واک لاندې له جمو کشمیر څخه سرچینه اخلي.
په ۱۹۶۰کې هند او پاکستان د نړیوال بانک په منځګړیتوب د دې سیند د اوبو پر ویش توافق وکړ.
د سه شنبې په ورځ د هند تر واک لاندې د کشمیر په تفریحي پهلګام سیمه کې وسله والو پر سیلانیانو ډزې وکړئ چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول.
دې برید پراخ نړیوال غبرګونه درلودل.