ایراني او امریکايي چارواکي د ایران د اټومي پروګرام په اړه نن په روم کې خبرې کوي
تمه ده نن شنبې د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایراني او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.
د ازادي راډیو فردا برخې د اکسوس په نوم د یوې امریکايي ورځپانې په حواله ویلي، "دا خبرې نن شنبې د اروپا په وخت ۱۱ بجې پیلږي او ښايي ۵ ساعته دوام وکړي".
ایراني او امریکايي چارواکي د مذاکراتو په دې دور کې د راتلونکو اقداماتو په حل لارو بحث کوي.
پرون جمعه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، "موږ به له امریکايانو سره غیرمستقمې خبرې وکړو".
د عراقچي په ټکو، د مذاکراتو په لومړي پړاو کې د ایران د اټومي پروګرام او پر ایران د تحریمو پر لیرې کیدو خبرې کړې وې.
ایراني او امریکایي چارواکو تیره اونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.