د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" د یوې ماشومې د وژنې په تړاو د هغې تره او ماما نیول شوي دي.
د سوات په مټي سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي وړمه ورځ د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، "دا ۱۲کلنه نجلۍ د اپریل په څلورمه په شکردره سیمه کې وژل شوې وه او کورنۍ يې د هغې مړینه ته د ځان وژنې نوم ورکړی و.
د چارواکو په خبره، له څیړنو وروسته څرګنده شوې چې دا ماشومه د ناموس په نوم وژل شوې وه.
که څه پولیسو د دې نجلۍ هویت او د وژل کیدو د لامل په اړه څه ویلي نه دي، خو د پولیسو په ټکو د قضیې په تړاو يې د هغې تره او ماما نیولي دي.
د لومړی ځل نه دی چې په خیبرپښتونخوا کې یوه نجلۍ د ناموس په نوم وژل کیږي، له دې وړاندې د اپریل په شپږمه یوه نجلۍ په خاطر چې په خپله يې له یو چا سره واده کوه، د خپل پلار او ورور له خوا وژل شوې وه.