د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

بلوڅ بېلتونپاله: دوه سوه څوارلس برمته پاکستاني پوځیان مو وژلي دي


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ وویل، په بلوچستان کې یې له برمته شوي ریلګاډي درې سوه څلور پنځوس مسافر ژغورلي دي.

د احمد شریف چودري په وینا د ترهګرو پرضد د عملیاتو پرمهال د اتلسو امنیتي سرتیرو په ګډون شپږ ویشت مسافر وژل شوي او درې دیرش ترهګر یې له منځه وړې دي.

بل لور ته د بلوڅانو ازادي غوښتونکي پوځ( بي ایل اې) چې د امریکا متحد ایالتونه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني، ویلي دي چې دوی اسلام اباد ته اته څلویښت ساعتونه وخت ورکړی و، هغوی د دوی بندیان خوشي نه کړل نو ټول دوه سوه څوارلس برمته پوځیان یې ووژل.

( بي ایل اې) د عملیاتو پرمهال د خپلو دولسو وسله والو د وژل کیدو تایید کړی دی.

ازادو سرچینو لا تر اوسه د دې وړاندې شویو شمیرو پخلی نه دی کړی.

تیره اونۍ سې شنبې د بلوچستان په بولان سیمه کې وسله والو یو ریلګاډی له مسافرو سره برمته کړ، په دې ریلګاډي کې تر څلور سوه ډيرې سورلۍ وې چې بلوڅ یاغیان ادعا کوي چې د دوی په ډله کې په سلګونو پوځيان وو.

XS
SM
MD
LG