د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د بدني ښکلا افغان لوبغاړی د ارنولد کلاسیک سیالیو اتل شو، په ازاد سیالیو کې بیا بل افغان لوبغاړي خپل سیال ته ماتې ورکړې


د بدني ښکلا د امریکا په ارنولد کلاسیک سیالیو کې اتل علي بلال
د بدني ښکلا د امریکا په ارنولد کلاسیک سیالیو کې اتل علي بلال

د بدني ښکلا افغان لوبغاړی علي بلال د امریکا د ارنولد کلاسیک د ۲۰۲۵ کال په سیالیو کې د نارینه فزیک د اتلولۍ ګټونکی شو.

بلال تیر کال د مسټر المپیا په سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړی و او سږکال هم هڅه کوي په دې لوبو کې ګډون وکړي.

علي بلال د بدني ښکلا لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د امریکا ارنولد کلاسیک اتلولي ګټي.

له دې وړاندې د بدني ښکلا افغان لوبغاړي نه دي توانیدلي چې د مسترالمپیا لوبو ته لار پیدا کړي.

په بل خبر کې بیا د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي نصرت حقپرست نن خپل ارجنتیاني سیال استبان ریبوویچ ته ماتې ورکړې ده.

دا لوبه د یو اف سي سازمان له خوا د امریکا به لاس وګاس کې ترسره شوه او د دوه نمرو په توپیر حقپرست په خپله نوم کړه.

له دې بریا سره حقپرست په ټوله کې د ازاد سیالیو په برخه کې ۱۸ بریاووې ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG