د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

ایمانویل مکرون وايي، د اوکراین د اوربند احتمالي موافقه په څو اونیو کې ممکنه ده


ولسمشر ډونالډټرمپ او فرانسوی سیال یې ایمانویل مکرون په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال
ولسمشر ډونالډټرمپ او فرانسوی سیال یې ایمانویل مکرون په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوربند احتمالي موافقه په راروانو څو اونیو کې ممکنه ده، خو په عین حال کې خبرداری ورکوي چې سوله باید د اوکراین د تسلیمۍ په معنا نه وي.

ښاغلي مکرون پرون د فبروري په ۲۴مه چې پر اوکراین د روسیې د یرغل دریمه کلیزه وه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره تر کتنې وروسته د امریکا له فاکس نیوز خبري چینل سره په مرکه کې دا څرګندونې وکړې.

مکرون وویل چې ده له اروپايي مشرانو سره په دې اړه خبرې کړې دي او اکثر یې چمتو دي اوکراین ته امنیتي ضمانتونه برابر کړي. اوکراین له خپلو لویدیځو متحدانو څخه د سولې په صورت کې امنیتي ضمانتونه غوښتي دي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې موافقه باید د اوکراین د تسلیمۍ په معنا نه وي.

مکرون او ټرمپ دواړو وویل چې اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو د استولو د نظریې په برخه کې پرمختګ شوی دی. خو د مکرون ټینګار دا و، چې امریکا باید په دې برخه کې له اروپا سره د همکارۍ ژمنه وکړي. هغه وویل دا مهمه ده چې واشنګټن د اروپايي سوله ساتو ځواکونو ملاتړ وکړي.

ټرمپ ادعا وکړه چې روسیې اوکراین ته د اروپايي سوله ځواکونو د استولو له طرحې سره موافقه کړې ده.

هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو له استولو سره موافقه وکړي که نه وویل "هو، پوتین به دا خبره ومني. ما پوښتنه ترې کړې ده او هغه ماته دا ویلي دي. ګورئ، که دا معامله وشي پوتین به نوره جګړه ونه کړي. دی له دې سره مخالف نه دی. او ما مشخصا همدا پوښتنه ترې کړې ده. پوتین له دې سره هېڅ کومه ستونزه نه لري."

مکرون وویل هغه ځواکونه به چې اوکراین ته استول کېږي د سولې ساتنه کوي، په سرحدونو کې به نه ځای پرځای کېږي او په جګړو کې به دخالت نه کوي.

ټرمپ وايي، پوتین اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو له استولو سره موافقه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر دا هم وویل چې دی به د برتانیا له صدراعظم کایر ستارمر سره هم خبرې وکړي څو د دې پلان په اړه د موافقې په صورت کې اوکراین ته پوځي ځواکونه واستوي. ټاکل شوې چې ښاغلی ستارمر د فبروري په ۲۷مه واشنګټن ته سفر وکړي.

مکرون زیاته کړه چې له ولسمشر ټرمپ سره له کتنې وروسته دی په دې باور شو چې د سولې په برخه کې پرمختګ ممکن دی."موږ ډېر ښه بحثونه درلودل، د جي اوه د غونډې او د اوکراین د جګړې د دریمې کلیزې په اړه. زه فکر کوم چې زموږ ګډ اهداف په واضح ډول دا دي چې اوکراین ته سوله، یوه ثابته او دوامداره سوله."

ولسمشر ټرمپ د فرانسې له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې دی غواړي په راتلونکو دوو اونیو کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

زیلینسکي ویلي دي چې په اوکراین کې د دوامداره سولې او دې هېواد ته د داسې یوه امنیتي تضمین د ورکړې په بدل کې چې په ناټو کې غړیتوب ورکړل شي، چمتو دی چې له خپلې دندې لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG