د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن، د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۴مه، د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافۍ سیالیو کې د ګډون لپاره د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.
دا سیالۍ د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په ګډون د کب میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.
افغانستان په دې سیالیو کې د دوهم ګروپ برخه ده، چې له استرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا سره سیالي کوي، پداسې حال کې چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، بنګلهدېش او نیوزیلېنډ شامل دي.
د افغانستان ملي لوبډله به خپله لومړنۍ سیالي د کب پر ۳مه، د جمعې په ورځ، د جنوبي افریقا پر وړاندې د کراچۍ په ملي لوبغالي کې ترسره کړي.
تر دې وړاندې، افغان لوبډله به د پاکستان الف لوبډلې او د نیوزیلېنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د سلواغې په ۲۶مه او ۲۸مه دوه تدارکاتي سیالۍ ولري.