د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

شاه پور ځدراڼ له نړیوال کرکټه استعفا اعلان کړه


Shapoor Zadran, Afghan Cricketer
Shapoor Zadran, Afghan Cricketer

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شاه پور ځدراڼ نن پنجشنبه د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په خپلې فیسبوکپاڼې کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړی دی.

نوموړي ویلي دي چې ۲۲ کاله یې د افغانستان لپاره کرکټ وکړ، خو بالاخره هغه ورځ را ورسېده چې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي.

ښاغلی ځدراڼ چې اوس ۳۷ کلن دی، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له لومړنیو لوبغاړو څخه دی او د نړیوال کرکټ پیل یې په ۲۰۰۹ ز کال د سکاټلنډ خلاف کړی و.

هغه د افغانستان لپاره ټولټال ۸۰ نړیوالې شل اوریزې او یو ورځنۍ سیالۍ کړي دي چې په دواړو فارمټونو کې یې ۸۰ وېکټې اخستي دي.

شاپور ځدراڼ، چې تېز باولر یا توپ اچوونکی دی، خپله وروستۍ شل اوریزه نړیواله سیالي په ۲۰۲۰ ز کال د ایرلنډ پر وړاندې وکړه، خو له هغې وروسته یې په هېڅ نړیوالې سیالۍ کې ګډون نه درلود.

د ویلو ده چې تر دې دمه د افغانستان کرکټ له لومړنیو لوبغاړو څخه یوازې محمد نبي او ګلبدین نایب په ملي لوبډله کې لوبیږي او نورو ټولو استعفاوې کړې دي.

XS
SM
MD
LG