په ننګرهار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د پیداګوژي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان فوټبال فدارسیون لیکلي چې یادې سیالۍ له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې د جلال اباد ښار د فوټبال په لوبغالي کې روانې وې چې بلاخره پیداګوژي د لوړو امتیازاتو په ترلاسه کولو سره اتلولي وګټله.
همدارنګه د دې سیالیو دویم مقام د درونټې ځوانانو کلب ترلاسه کړ.
د خبر له مخې، د یاد ټورنمنټ د غوره ګول وهونکي جایزه د پیدا ګوژي لوبغاړي ادریس الهام، د غوره لوبغاړي جایزه د درونټې لوبغاړي سید مسعود او د غوره ګول ساتونکي جایزه بیا رشید حکیمي وګټله.