د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د انګلستان د کرکټ لوبډلمشر: له افغانستان سره له لوبې بایکاټ کول سم کار نه دی


د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر، جاس بټلر
د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر، جاس بټلر

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر، جاس بټلر، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د اتلانو (چمپینز ټراپۍ) په جام کې له افغانستان سره له لوبې انکار کول "سمه لار" نه ده.

دا سیالي، چې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېدونکې ده، په وروستیو څو اونیو کې یې پر وړاندې د سیاسیونو لخوا ډېرې نانندرۍ روانې دي.

د برېټانیا د کارګر ګوند لخوا د پارلمان غړې، تونیا انتونیازي، د یوه لیک له لارې، چې د پارلمان ۱۶۰ نورو غړیو هم لاسلیک کړی و، د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت له لوري له ښځو او نجونو سره د "ناوړه" چلند په وړاندې غبرګون وښيي او له افغان ملي لوبډلې سره دې سیالي نه کوي.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله، چې اوس مهال په هندوستان کې ده او سبا چهارشنبه، د جنورۍ په ۲۲مه نېټه، له یاد هېواد سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلوي، لوبډلمشر جاس بټلر په کلکته کې د خبریالانو په ځواب کې ویلي دي چې دوی به د خپلې لوبډلې د مشرتابه په لارښوونه عمل کوي او له افغانستان سره پلان شوې لوبه به ترسره شي.

ښاغلي بټلر ویلي دي، د یوه لوبغاړي او بیا لوبډلمشر په توګه، په دې تړاو د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ له مشرانو سره غږېدلی دی او له هرڅه خبر دی، خو په باور یې له لوبو بایکاټ کول مناسب کار نه دی.

د یادونې وړ ده چې د انګلستان کرکټ بورډ هم د خپلو سیاسیونو خبرو ته د رد ځواب ویلی دی او د سیالۍ په کولو یې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG