د ازادو مبارزو لوبغاړي اسلام مخاچف، چې د روسیې د داغستان اوسېدونکی دی، نن (یکشنبه د جنورۍ په ۱۹مه) خپل برازیلي سیال رناټو مویکانو ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې د (یو ایف سي) سازمان د ۳۱۱مې دورې اړوند وه، د امریکا په کلیفورنیا کې ترسره شوه چې اسلام مخاچف وکړای شول د لوبې په لومړي پړاو کې خپل سیال مویکانو ته ماتې ورکړي او په څلورم ځل په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د اتلولۍ له کمربند دفاع وکړي.
په پلان کې وه چې دا سیالي د اسلام مخاچف او د ارمنستاني لوبغاړي تسوروکیان ترمنځ ترسره شي، خو د لوبې له نېټې یو ورځ وړاندې د نوموړي د نه حاضرېدو له امله برازیلی مویکانو لوبې ته تیاري وښوده.
همداراز په دې ورځ د داغستان بل لوبغاړي نورمګمدوف له ګرجستاني سیاله ماته وخوړه.