د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د هرات ولایت د «اټک انرژي» د فوټبال مخکښ کلب منحل شو


د هرات ولایت د فوټبال کلب، اټک انرژي مشرتابه نن یکشنبه د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په خپلې فیسبوکپاڼۍ کې د یاد کلب د ختمولو خبر ورکړی دی.

د دې کلب مسولانو ادعا کړې ده چې د افغانستان فوټبال غوره لیګ په څلورم پړاو کې ملګرتیاوې پالل شوي دي او دې چارې اړ کړل چې خپل کلب ختم کړي. دوی دا هم وايي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه موضوعات نه دي څیړلي.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ په څلورم پړاو کې د اټک انرژي کلب ۲۸ امتیازه لرل او له ابو مسلم فراه سره مساوي وو، خو د ګولونو شمېر یې له ابومسلم فراه کم و چې دویم مقام ته ورسېدل.

داسې برېښي چې د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ په ترڅ کې د ابو مسلم فراه او عدالت فراه سیالي چې ۸ د صفر پر وړاندې ابومسلم ګټلې وه، د اټک انرژي لوبډلې مسولین شکمن کړي دي.

دغه راز د یاد لیګ په وروستۍ اوونۍ کې د خدیم ایف سي لوبډله له اټک انرژي سره لوبې ته حاضره نشوه چې دې چارې هم د یاد کلب مسولین خپه کړي دي. د خدیم ایف سي لوبډله بیا د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري له شپږ کلن بندیز سره مخ شوه.

د اټک انرژي فوټبال کلب له تېرو اتو کلونو راهیسې په هرات ولایت کې فعالیت درلود چې څلور ځله یې د افغانستان د اتلانوپه لیګ کې ګډون درلود او دوه ځله یې د یاد لیګ اتلولي ګټلې ده.

XS
SM
MD
LG