د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

نړۍ

پر لبنان د اسراییلو تازه بمبارۍ

د لبنان په ختیځ د هوايي برید یو پخوانی انځور
د لبنان په ختیځ د هوايي برید یو پخوانی انځور

د لبنان د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې اسراییل پرون یکشنبې د لبنان په ختیځ او جنوبي سیمو کې په هوایي بریدونو کې یوشمیرځایونه په نښه کړل. د اسراییل پوځ وویل چې دوی له سوریې سره د پولې په اوږدو کې د قاچاقي لارو په ګډون د حزب الله اهداف په نښه کړي دي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دغو هوایي بریدونو د اسراییل او د ایران ملاتړې حزب الله ډلې ترمنځ نازک اوربند چې د نومبرپه ۲۷ نافذشوی، نور هم ترفشار لاندې راوستی.

د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي چې اسراییلي الوتکو د بعلبک په ختیځ کې د جنتا څنډې او همدارنګه په جنوب کې د نبطیه سیمې په نښه کړي خو دایې ندي ویلي چې ایا دغو بمباریو تلفات هم پيښ کړي او کنه؟

د اسراییل پوځ ویلي چې یو شمیر هغه هدفونه یې په نښه کړي چې د اوربند څارونکو ته یې د ګواښ په توګه وړاندې کړي وو.

پوځ په یوه بیان کې وویل چې په نښه شویو هدفونو کې د راکټ لانچر یو ځای، یو پوځي ځای او د سوریې او لبنان د پولې په اوږدو کې هغه لارې شاملې دي چې حزب الله ته د وسلو د قاچاق لپاره ترې کاراخیستل کیږي.

دغه بریدونه داسې مهال شوي چې نژدې دوه اونۍ وروسته د جنوري ۲۶ د شوي لنډ مهاله اوربند د عملي کیدو وروستۍ نیټه ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په لاس انجلس کې د بادونو اټکل د اورلمن د لمنې د پراخیدو ویره رامنځته کړې ده

د امریکا د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې نن او سبا هم د چټکو بادونو اټکل شوی چې ښايي په ځنګلونو کې د لګېدلي اور لمن نوره هم پراخه کړي.

د امریکا د هواپېژندنې د ادارې کارپوه ډیویډ راټ ویلي چې د دې بادونو سرعت نن په ساعت کې تر ۱۲۰ کیلومترو پورې دی خو د هغه په وینا سبا- چارشنبې (د ډسمبر ۱۵مه) به یې سرعت د ۸۰ او ۱۱۲ کیلومترو ترمنځ وي. په ځنګلونو کې د تېرې اونۍ دوه لوی لګېدلي اورونه د چټکو بادونو له کبله پراخ شول.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې په لاس انجلس کې د اوروژنې کارکوونکي د نورو احتمالي اورونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیسي.

تېره شپه د اطفاییې څه باندې ۸۵۰۰ کارکوونکو په ځمکه او هوا کې د لګېدلو اورونو د مخنیوي په عملیاتو کې برخه واخیسته.

د راپورونو له مخې په دې اورپېښو کې تردې دمه لږترلږه ۲۴ کسان مړه شوي او له ۱۲ زرو ډېر کورونه او ودانۍ ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.

د ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه د روسیې د ګواښونو په اړه غونډه لري

د ناټو سازمان ځانګړي ځواکونه په بالتیک سمندرګي کې د عملیاتو پر مهال
د ناټو سازمان ځانګړي ځواکونه په بالتیک سمندرګي کې د عملیاتو پر مهال

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه نن د روسیې د ځینې سمندري ګواښونو د دفاع په اړه غونډه کوي.

ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا د دې غونډې جوړوونکي دي او تمه ده چې د ناټو د سرمنشي مارک روته په شمول ځینې نور مشران هم ورشي.

د غونډې اصلي هدف هم د هغو ګواښونو په وړاندې چې احتمالاً د روسي بیړیو له خوا پېښیږي د ځینو مهمو تاسیساتو ساتنه او دفاع ده.

روسیه پر اوکرایین د یرغل په خاطر له لګېدلو بندیزونو د ځان د خلاصون لپاره په بالتیک سمندرګي کې کښتۍ د تیلو د انتقال لپاره کاروي خو دا کښتۍ په ځینو مخربو فعالیتونو کې ښکېلې بلل شوي.

په وروستیو کې د دغو کښتیو د تحرکاتو په سبب دوه ځایه د فایبر اپتیک کیبلونه چې فنلند او جرمني سره وصلوي شلیدلي او په یوه بله پېښه کې هم د فنلند او ایستونیا د برېښنا کیبلونه پرې شوي.

شمالي کوریا لنډ واټن ویشتونکی میزایل توغولي دي

شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ ګڼ لنډ واټن ویشتونکي میزایل توغولي دي. دا خبره د جنوبي کوریا پوځ په یوه بیان کې کړې ده.

د بیان په اساس شمالي کوریا د سه شنبې سهار نهه نیمي بجې د ګانګیي له سیمې دا میزایل توغولي چې تر ۲۵۰ کیلومتره یې مزل کړی او بیا سمندر کې لوېدلي.

شمالي کوریا داسې وخت دا توغندي ویشتلي چې د جاپان صدراعظم تاکیشي ایوایا جنوبي کوریا ته تللی دی.

ځینې کارپوهان بیا د شمالي کوریا له خوا د توغندیو دا ازموینه د امریکا د منتخب جمهور رییس ډونالډ ټرمپ راتلونکې ادارې ته یو پیغام بللی دی.

په لبنان کې نواف سلام ته د کابینې د جوړولو دنده وسپارل شوه

نواف سلام
نواف سلام

د لبنان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې د دې هېواد ولسمشر جوزف عون، د پارلمان له فراکسیونونو سره له مشورې وروسته، نواف سلام ته، چې د هاګ د نړیوالې محکمې رئیس دی، رسماً د کابینې د جوړولو دنده وسپارله.

د راپورونو له مخې، تر پرون (دوشنبې) ناوخته پورې د لبنان د پارلمان تر نیمايي زیاتو غړیو د نواف سلام ملاتړ کړی دی.

دا پرمختګ د دې ښودنه کوي چې په لبنان کې د حزب‌الله موقف کمزوری شوی دی. حزب‌الله، چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، غوښتل چې نجیب میقاتی په دې څوکۍ کې پاتې شي.

د دوشنبې تر مازیګر پورې، نواف سلام د پارلمان د ۸۴ غړو ملاتړ ترلاسه کړی و. ښاغلی سلام به، چې اوس مهال په هاګ کې اوسي، د خپلې دندې د پیل لپاره لبنان ته ستون شي.

سعودي عربستان د یورانیمو د غني کولو او پلورلو هڅه کې دی

سعودي عربستان غواړي چې د معدني موادو په ځانګړي ډول د یورانیمو په پلورلو خپل عاید زیات کړي.

د دې هېواد د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان، دا خبره پرون (دوشنبې، د جدي په ۲۴مه) په ظهران ښار کې په یوه کنفرانس کې وکړه.

د عبدالعزیز بن سلمان په وینا، ریاض په پام کې لري چې د یورانیمو د غني کولو ترڅنګ "ژېړ کیک" تولید کړي او پلوري.

ژېړ کیک د اتومي رییکټور د سونګ میلو په تولید کې کارول کیږي. سره له دې چې دا منځنۍ ماده د وړانګو له اړخه ډېره خطرناکه نه ګڼل کیږي، خو د هغې د چمتو کولو او ساتنې لپاره زیات مهارت او پاملرنې ته اړتیا ده.

د سعودي عربستان اتومي پروګرام لا په لومړنیو پړاوونو کې دی خو دا هیواد هڅه کوي چې د یورانیمو د غني کولو پړاو ته ورسیږي.

ایران او روسیه د ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیکوي

د کرملین ماڼۍ وايي چې د ایران ولسمشر به د روسیې د رسمي سفر په ترڅ کې د مسکو او تهران د "هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ تړون" لاسلیک کړي.

کرملین د دوشنبې په ورځ (د جدي ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ایران ولسمشر به د راروانې جمعې په ورځ (د جدي په ۲۸) په کرملین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

دواړه ولسمشران به د دې تړون د لاسلیک تر څنګ د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا لپاره د سوداګرۍ او پانګونې، ترانسپورت، لوژستیک، او بشري برخو په شمول پر مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې بې له دې چې د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ تړون د لاسلیک نېټه څرګنده کړي، وویل چې د دې تړون د چمتو کولو بهیر شاوخوا دوه نیم کاله وخت ونیوه.

بلګراد کې په نوې بڼه اعتراض

د بلګراد د لاریون انځور
د بلګراد د لاریون انځور

پرون یکشنبه د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې په لسګونو زره معترضانو د خپلو ګرځنده تلیفونونو څراغونه ولګول او د اورګاډي تمځای د چت نړېدو د قربانیانو د یاد لپاره یې د ۱۵ دقیقو لپاره چوپتیا غوره کړه.

دوی په دې پېښه کې چارواکي په ناغېړۍ تورنوي.

دا لاریون د بلګراد دولتي پوهنتون د محصلانو له خوا تنظیم شوی و او برخوالو غوښتنه کوله چې د پېښې عاملین باید عدالت ته راکش کړای شي. دوی د پرمختګ په نوم د سربیا واکمن ګوند، چې مشري یې ولسمشر الکساندر ووچیچ کوي، په فساد او خپلوۍ پالنه تورنوي؛ هغه تور چې دغه ګوند یې ردوي.

د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د «نوی ساد» تمځای نوی ترمیم شوی کانکرېټي چت د نړېدو له امله څوارلس کسان مړه شول او درې نور ټپیان شول. یوه ټپي وروسته ساه ورکړه.

د ۲۰۲۵ کال لومړنۍ الکلاسیکو بارسلونا وګټله

د بارسلونا او ریال مادید د لوبې یو انځور
د بارسلونا او ریال مادید د لوبې یو انځور

بارسلونا پنځه د دوو په وړاندې په ۲۰۲۵م کال کې د لومړۍ الکلاسیکو ګټونکی شو او د هسپانیا په سوپرکپ کې یې خپله پنځلسمه بریا ولمانځله.

په سعودي عربستان کې تېره شپه د هسپانیا د سوپرکپ په پایلوبه کې بارسلونا او ریال ماډریډ له یو بل سره مخامخ شول.

کیلیان ایمباپې د ریال ماډریډ لپاره لومړی ګول په پنځمه دقیقه کې وواهه او د بارسلونا لومړی ګول د بارسلونا ځوان ستوري لامین یامال په ۲۲مه دقیقه کې وواهه.

زیلینسکي د شمالي کوریا د نیول شویو عسکرو د خوشې کولو لپاره شرط ایښی

اوکراین له خوا د شمالي کوریا یو نیول شوی عسکر
اوکراین له خوا د شمالي کوریا یو نیول شوی عسکر

د اوکراین ولسمشر ولودمیرزیلینسکي وایي، حاضر دی چې د شمالي کوریا نیول شوي سرتیري پیونګ یانګ ته وسپاري که د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون د روسیې له خوا د نیول شویو اوکرایني سرتیرو تبادله تنظیم کړي.

زیلینسکي پرون یکشنبې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي چې ده د شمالي کوریا هرهغه سرتیري ته چې که یې نه وي غوښتي چې بیرته خپل استبدادي هیواد ته ستون شي، د ځینو نورو لارو وړاندیز هم کړی.

هغه په دې اړه نورجزیات ندي ورکړي.

د اوکراین د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې جنوبي کوریا وویل چې کیف د شمالي کوریا دوه سرتیري نیولي او په دې توګه یې د زیلینسکي د تیرې ورځې څرګندونې تایید کړې چې د دغو بندیانو د نیولو په اړه یې کړې وې. پیونګ یانګ او مسکو تراوسه د دغو راپورونوپه اړه تبصرې ندي کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG