د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې د فراه ابومسلم ټیم قهرمان شو.
په دغې لیګ کې د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه دوه لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کې خراسان فاریاب ۳ د ۲ پر وړاندې عدالت فراه ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې که څه هم اټک انرژي د استقلال کابل لوبډلې ته ۶ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه، خو د اتلولۍ مقام ته ونه رسېده.
د اټک انرژي لوبډله چې تېر کال یې اتلولي ګټلې وه، سږکال یې هم نومرې له ابومسلم فراه سره مساوي وې، خو تر ابو مسلم فراه یې کم ګولونو وهلي وو نو له همدې کبله یې دویم مقام ترلاسه کړ.
د دې پړاو وتلې لوبډلې ابو مسلم فراه بیا د نومرو په جدول کې د ۲۸ نومرو ترڅنګ ټول ټال ۲۸ ګولونه وهلي و.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې د فراه ابومسلم ټیم قهرمان، اټک انرژي ټیم دویمه مقام او دریمه مقام بیا د هرات ولایت اړوند سرخ پوشان خوافي ټیم ترلاسه کړ.
دا سیالۍ میاشت وړاندې د دولسو ټیمونو په ګډون پیل شوې وې.