خبرونه
اسراییل وايي، د حماس په لسګونو هدفونو یې بمباري کړې

د اسرائیل پوځ پرون جمعه وویل چې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې د حماس پر لسګونو اهدافو هوايي حملې کړي دي.
د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي له پنج شنبې تر پرون جمعې پورې تر ۱۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د پوځي عملیاتو او د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتېدل د دې سبب شوي، چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د څه کم ۱۵ میاشتنۍ جګړې د ختمېدو لپاره فشارونه زیات شي.
د اسرائیل مرکچیان پرون د هغو مذاکرو د بیا پیل لپاره دوحې ته لاړل چې د قطر او مصر په منځګړیتوب پیل شوې دي.
د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایډن ادارې یوه چارواکي چې د دغو مذاکرو په منځګړیتوب کې نقش لري له حماس غوښتنه کړې، چې پر یوه موافقه سلا وکړي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په جرمني کې د وړو ماشومانو پر یوه ډله په برید د تورن افغان محاکمه پیلېږي

په پام کې ده چې په جرمني کې دېره یو افغان کډوال د چړې په وسیله پر یوه ډله کوچنیو ماشومانو د برید په قضیه کې نن محکمې ته حاضر شي.
دې پېښې په جرمني کې د کډوالو پر وړاندې سخت حساسیتونه پارولي دي.
دا پېښه د جنوري په ۲۲مه نېټه هغه مهال وشوه چې تورن د باویریا ایالت په یوه ښارګوټي کې په پارک کې د دوو ښوونکو په حضور کې د یوه وړکتون پر ۵ ماشومانو د چړې په وسیله برید وکړ خو ځای پرځای ونیول شو.
د جرمني د قوانینو له مخې د دې ۲۸ کلن تورن بشپړ نوم نه دی افشا شوی او یوازې د انعام الله او په نامه یاد شوی دی.
ویل شوي چې تورن له اوږدې مودې راهیسې د دماغي ناروغۍ سابقه لري او د روغتیايي متخصصینو ارزونه دا ده چې نوموړی د خپل رواني حالت له وجې له جنايي پلوه مسوول نه شي ګڼل کېدای.
د م. م د بشري حقونو لوی کمیشنر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر وولکر تورک د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خونړیو شخړو کې د اوربند هرکلی کړی دی.
په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې له تېرماښام راهیسې اعلان شوی اوربند په دواړو خواوو کې تر ډېره ټینګ دی، ښاغلي تورک پر ښکېلو لورو غږ وکړ چې ملکي وګړو ته له زیان اړولو ډډه وکړي او د اوربند دوام ته ژمن واوسي.
پرون د اوربند له اعلان وروسته په کابل کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول خو د طالبانو د حکومت چارواکو یې پړه پر پاکستان وانه چوله.
په عین حال کې د چین د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې پېکېنګ چمتو دی د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د بیارغونې په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د راپورونو له مخې د پاکستان الوتکو پر کابل او پکتیکا ولایت کې حملې وکړې او ورپسې د طالبانو ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر مورچو برید وکړ.
ټرمپ: که حماس ټول یرغمل ونه سپاري، واشنګټن کولای په غزه کې د پوځي عملیاتو په بیا پیلولو غوروکړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که چیرې حماس له اسراییل سره د اوربند تړون ته غاړه کښینږدي نو واشنګټن به په غزه کې د پوځي عملیاتو پر بیا پیلولو غوروکړي. حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګریز سازمان نومول شوی دی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۵مه،CNN ته وویل "کله چې زه ووایم، اسرایلي ځواکونه کولی شي سمدستي جګړه بیا پیل کړي."
دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې اسراییل حماس د اوربند له تړون څخه چې له مخې یې حماس باید ټول پاتې یرغمل (مړه او ژوندي ) دواړه ور و سپاري، په سرغړونه تورن کړ.
د چهارشنبې تر سهار پورې، حماس ټول ژوندي ۲۰ اسراییلي یرغمل خوشې کړي، خو د وژل شویو ۲۸ یرغملو و له ډلې څخه یې یوازې د اوو جسدونه تراوسه پورې ورسپارلي دي.
حماس ویلي دي چې د اسراییلي یرغمل شویو پاتې جسدونو موندل او بیرته ترلاسه کول به ډیرو هڅو او ځانګړي تجهیزاتو ته اړتیا ولري.
په ورته وخت کې، اسراییل ملګرو ملتونو ته خبر ورکړی چې له همدې امله به غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د رفح لارې پرانیستل له ځنډ سره مخامخ شي.
د خونړو نړیوال پروګرام: د بودیجې د کموالي له امله به د روان کال ترپایه ملیونونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شي

د خوړو نړیوال پروګرام WFP خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې شپږ هیوادونه د روان کال ترپایه د بودیجې د کموالي له امله له سختې لوږې سره مخ دي.
WFP د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۵ په یوه راپورکې ویلي چې نژدې ۱۴ ملیون وګړي په افغانستان، کانګو، سومالیا، جنوبي سودان، هایتي او سودان کې د روان کال ترپایه لوږې ته ورنژدې دي.
د راپورله مخې په افغانستان کې نهه نیم ملیون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي، چې دغې لوړې شمیرې د خوړو نړیوال پروګرام اندیښمن کړی ځکه دی چې په را روان ژمي کې به وکولای شي یوازې اته سلنه بشري هدف پوره کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي چې د دې پروګرام سترتمویلونکي متحدو ایالتونو له کله چې دونالډ ټرمپ د ولسمشرپه توګه دنده پیل کړې، نړیوالې مرستې زښتې زیاتې کمې کړي دي.
یونسیف: د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې وروسته ډیری ماشومان د وژونکو ناروغیو له خطرسره مخ دي

د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندق، یونیسف نن، پنجشنبې خبرداری ورکړ چې د افغانستان په ختیځ کې د ریښترپه کچه د ۶،۳ درجې له ویجاړونکې زلزلې او څو نورو ټکانونو یوه میاشت وروسته، په ځپل شویو سیمو کې د اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحوي تاسیساتو د پراخې ویجاړتیا له امله له ۲۱۲،۰۰۰ څخه زیات ماشومان د وژونکو ناروغیو د خپریدو له جدي خطر سره مخ دي.
د ریلیف ویب پاڼې د راپورله مخې د اوبو ۱۳۲ سرچینې ویجاړې شوې دي، چې کورنۍ یې د پاکو اوبو او لاس مینځلو اسانتیاوو ته له لاسرسي څخه بې برخې کړې دي. د ډیری تشنابونو په ویجاړیدو سره، له پنځو څخه څلور ټولنې اوس په خلاصه فضا کې حاجت کوي. ډیری ژوندي پاتې شوي کسان د صابون په څیر اړینو حفظ الصحوي توکو ته هم لاسرسی نلري. د حاد اوبو لرونکي اسهال د خپریدو لپاره چې په سیمه کې عام دی او هم د اوبو له لارې رامینځته کیدونکو نورو ناروغیو د خپریدو لپاره مناسب شرایط برابرشوي. همدارنګه ویل شوي چې روغتیایي مرکزونه د مختلفو ډولونو د پوستکي د خارښت، ډیهایډریشن او د حاد اوبو لرونکي اسهال د پیښو د ډیرزیاتوالي راپور ورکوي. یونیسف وایي، د بشپړ روغتیایی بیړني حالت څخه د مخنیوي لپاره بیړني اقداماتو ته اړتیا ده. یونیسف وایي، د غوښتل شوې څه کم ۲۲ ملیون ډالرو بودیجې یوازې نیمایي یې ترلاسه شوې او له مرستندویانو غواړي چې بیړنیو حالاتو ته د رسیدګي لپاره د دوی لازمه بودیجه تامین کړي.
خلیلزاد: د اوربند موافقه یوه ښه ګام دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ اعلان شوي لنډ مهاله اوربند ته په اشاره وایي، د ۴۸ ساعتونو لپاره په اوربند موافقه دا یوښه ګام دی. هغه بیګا په خپله ایکس پاڼه کې ویلي که دا رښتیا وي، هغه د ډیپلوماسۍ لپاره ورپرانیزي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې د دغه اوربند په اړه چې پرون ماښام په سیمه ییز وخت په شپږو بجو نافذ شوی، په یوه بیان کې هم دې ټکي ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې “پدې موده کې به دواړه خواوې د رغنده خبرو اترو له لارې د دې پیچلې خو حل کیدونکې مسلې لپاره د مثبت حل موندلو په موخه صادقانه هڅې وکړي.”
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرون په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې دوی به ترهغو اوربند رعایت کړي چې د ده په خبره چا تجاوز نه وي کړی.
ازادي راډیو د دواړو لورو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د نویو احتمالي نښتو په اړه چې هغه دې له نافذ شوي اوربند څخه سرغړونه وانګیرل شي، راپورونه ندي ترلاسه کړي خو پرون چهارشنبې د کابل په څلورمه ناحیه کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې د طالبانو د حکومت ویاند یې لامل د تیلو په ټانکرکې اورلګیدل په ګوته کړل. په کابل کې د ایمرجنسي روغتون چارواکو وویل چې د دغې چاودنې پنځه وژل شوي جسدونه او ۳۵ ټپیان ور وړل شوي دي.
پر ډیورنډ کرښه د جګړې پرمهال یو افغان خبریال وژل شوی او یوبل ټپي شوی دی

د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنه پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو په جګړه کې د یو افغان خبریال د وژل کېدو او د بل د ټپې کېدو خبر ورکوي.
دې ټولنې نن په یوه بیان کې وویل پاکستاني ځواکونو د پکتیا د ملي ټلویزیون خبریالان عبدالغفور عابد او تواب ارمان په عمدي ډول د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې په نښه کړي دي، چې په نتیجه کې یې عبدالغفور عابد وژل شوی او تواب ارمان ټپي شوی دی.
نوموړې ټولنه وايي چې دا خبریالان د سیمې د وضعیت او له خلکو سره د خبرو لپاره سیمې ته تللي وو.
د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې په دې برخه کې د خبریالانو د ملاتړ د نړیوالو ټولنو له خوا د تحقیقاتو غوښتنه کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ له زیمبابوې سره د راروانو لوبو لپاره د لوبډلو نوملړونه اعلان کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د زیمبابوې پر وړاندې د لوبو د لړۍ لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړی دی.
په پام کېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ټسټ او دریو شل اووریزو لوبو لړۍ راروانه اونۍ د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۰مه) پیل شي.
کرکټ بورډ نن پر خپلو ټولنیزو پاڼو په یوه بیان کې د ټسټ او شل اووریزو لولو لپاره نوملړ خپور کړی دی. د ټسټ لوبو لپاره به حشمت الله شهیدي او د شل اووریزو لوبو لپاره به راشدخان لوبډلمشر وي.
افغانستان تازه له بنګلدیش سره د یوورځنیو لوبو لړۍ د درې واړو لوبو په ګټلو سره پای ته ورسوله خو له هغه مخکې یې درې شل اووریزې لوبې بنګلدیش ته وبایللې.
د سوریې یوچارواکی: احمد الشرع به له ولادمیر پوتین څخه وغواړي چې بشارالاسد ور وسپاري

د سوریې موقت ولسمشراحمد الشرع به روسیې ته په خپل لومړي سفرکې له مسکوڅخه وغواړي چې پخوانی ولسمشربشارالاسد ور وسپاري. دا خبره د سوریې یوه چارواکي په دې شرط چې نوم یې په ډاګه نشي، فرانسپرس آژانس ته کړې ده. دې چارواکي ویلي چې الشرع به د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین څخه وغواړي چې د اسد په ګډون ټول هغه افراد ور وسپاري چې جنګي جنایتونه یې ترسره کړي دي. د مسکو نژدې متحد بشارالاسد چې د تیرکال په ډسمبرکې یې په سوریه کې د اوږدې مودې واکمنۍ ته د پای ټکی کښیښودل شو، په روسیه کې پناه اخیستې ده.
د سوریې د دولتي خبري آژانس سانا د راپورله مخې الشرع به نن چهارشنبې په یوه رسمي سفرروسیې ته لاړشي او له خپل سیال ولادمیرپوتین سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه ییزو او نړیوالو چارو کې د خپلو ګډوګټو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت: روسي شرکتونه چمتودي چې کابل ته د پنجشنیرله سیند څخه د اوبو د لیږد په پروژه کې برخه واخلي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې روسیې د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
دې وزارت نن چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې په کابل کې د روسیې سفارت استازو او د دریو معتبرو روسي شرکتونو چارواکو د طالبانو د اوبو او انرژۍ د وزارت له مرستیال عبدالهادي یعقوب سره په کتنه کې د پنجشیرله سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږد په پروژه کې د ونډې اخیستو لپاره چمتوالی وښود.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې دا پروژه به درې کاله وخت ونیسي او د کابل شاوخوا دوه میلیونه اوسیدونکو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي.
روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.