۲۰۲۴م کال د افغان ښځو لپاره د طالبانو د ګڼو نورو محدودیتونو پر مهال تېر شو.
په دې کال کې بیا هم د تعلیم او کار د نشتوالي له کبله د ښځو په ژوند کې د فقر، رواني ستونزو، او کم عمره ودونو زیاتوالی راپور شوی دی.
افغان ښځې وروسته له هغه له لا سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو یو وار بیا واک ته ورسېدل.
د طالبانو دغو تګلارو په سیستماتیک ډول د ښځو خپلواکي، د زده کړو فرصتونه، کار او اساسي ازادۍ هدف ګرځولي دي.
له زده کړو د ښځو مخنیوی
د طالبانو تر واکمنۍ مخکې له شاوخوا نهه میلیونه زده کوونکو څخه شاوخوا ۳.۵ میلیونه نجونې ښوونځیو ته تللې. په پوهنتونونو کې د شاملو شاوخوا ۴۵۰،۰۰۰ محصلینو څخه ۳۳ سلنه یې ښځې وې.
خو په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له بیرته ستنېدو وروسته طالبانو تر شپږم ټولګي پوته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. د دې تر څنګ د معلولو نجونو لپاره ښوونځي، د نجونو لیليې، د نجونو لپاره خصوصي کورسونه هم وتړل شول.
طالبانو د ۱۴۰۱م کال د لیندۍ په ۲۹مه نېټه په یوه مکتوب سره د نجونو تحصیل او وروسته په کانکور ازموینو او د طب په اګزیټ ازموینو کې د نجونو ګډون هم وځنډاوه.
د نجونو د پوهنتونو د تړل کېدو په اړه تر مکتوب لاندې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم لاسلیک و. ندا محمد ندیم تر دې څه موده مخکې په یوه ویډیو کې ویلي وه په افغانستان کې د نجونو زده کړې بهرنی کلتور دی او د امان الله خان او ظاهر شاه په وختونو کې افغانستان ته راوړل شوی دی.
پر نجونو او ښځو تر اویا زیاتو بندیزونو وروسته طالبانو ۱۴۰۳م کال د لیندۍ په ۲۶مه نېټه د نجونو پر طبي انستیتوتونو هم بندیز اعلان کړ.
د ښځو پر کار بندیز
د طالبانو تر واکمنۍ مخکې شاوخوا ۳۰ سلنه ملکي کارکوونکې او ۲۸ سلنه د افغانستان پارلمان غړې ښځې وې.
د افغانستان په شاوخوا ۳۰۰,۰۰۰ کسیزو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کې ۶,۳۰۰ ښځو دنده ترسره کوله.
مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۲,۷۵۶ ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې وې. د طالبانو له واکمنۍ راهیسي یوازې شاوخوا ۶۵۶ ښځینه خبریالانې په هېواد کې فعاله دي.
خو اوس طالبانو د قضا او څارنوالۍ، وړکتونونو، سینګارتونونو او یو شمېر ښځینه کافې ګانو په ګډون په ځيني دولتي او ټولو غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړی دی.
د ښځو څنډې ته کولو زیان
د ښځو پر زده کړو او په ټولنه کې د هغوی پر فعالیت د طالبانو محدودیتونه د ښځو پر روغتیا او رواني هوساینه ژورې اغیز کړی دی. په داسي حال کې چې ښځې د طب په برخه کې د کار لپاره د اګزیټ له ازموینو محرومې شوې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مرستیال محمد حسن غیاثي له قوله د طالبانو مشر ملا هبت الله د لارښوونې له مخې باید ښځینه ناروغانې ښځینه ډاکټرانو ته ورشي او د نارینه ناروغانو درملنه به نارینه ډاکټران کوي.
د یو این ایف پي اې یو راپور وايي چې بېړنیو د زېږون او د امېندوارۍ پر مهال مېندو ته د معیاري خدمتونو، متخصصو روغتیاپالانو او نرسانو او د بېړنۍ پاملرنې نهشتون د دې لامل شوی چې دغه ښځې له فزیکي او رواني ستونزو سره مخامخ شي.
په ورته وخت کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو او نورو ناخوالو له کبله د افغان مېرمنو رواني ناروغۍ زیاتې شوې دي.
تر وخت مخکې او جبري ودونه
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو سازمان وجهي صندوق یونېسف وايي، په افغانستان کې له زدهکړو او حقونو بېبرخې شوې نجونې له وخت مخکې واده کولو پرته په خپل راتلونکي کې بل څه نه ویني. همداراز یو ایس ايډ وايي، د طالبانو د محدودیتونو له کبله د کم عمره نجونو په ودونو کې ۲۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.
د طالبانو حکومت سره له دې چې ادعا کوي د اسلامي شريعت په چوکاټ کې يې د ښځو حقونه تامين کړي دي خو پر ښځو د دوی بندیزونه ورځ تر بلې ډيریږي.