د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

افغانستان له زیمبابوې سره دریمه پنځوس اووریزه لوبه لري


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله، د زیمبابوې په وړاندې درېیمې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري.

دواړه لوبډلې د شنبې په ورځ د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د کابل پر وخت د غرمې ۱۲ بجې د لوبې میدان ته راوځي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د مسابقې په اړه وویل، د دغې لوبې ګټل به افغان لوبډلې ته مهم وي، چې له دې ګټلو سره به ټوله لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

د هغه په خبره، لومړۍ لوبه د باران له کبله بې پایلې اعلان شوه، دویمه سیالي افغانستان په لوی توپیر وګټله او اوس هڅه دا ده چې دا لوبه وګټو او اوسنۍ لوبلړۍ زموږ شي.

افغانستان تېره اوونۍ وتوانېد له زیمبابوې د شلو اوورونو لوبلړۍ هم وګټي او که د شنبې ورځ لوبه په خپل نوم کړي د پنځوسو اوورونو د لوبلړۍ ګټونکی به شي.

افغانستان له کوربه زیمبابوې سره دوې ټیسټ لوبې هم لري، چې لومړۍ به یې د راروانې پنج شنبې په ورځ او دویمه به د مرغومي/ جدي پر ۱۳مه وشي.

XS
SM
MD
LG