افغانستان
بینېټ: طالبان د نویو قوانینو په وسیله پر ښځو، اقلیتونو او نارینهوو ظلم کوي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې طالبان د نویو قوانینو په وسیله نه یوازې پر افغان ښځو بلکې پر اقلیتونو، هغو خلکو چې جلا فرهنګونه لري او حتی پر نارینهوو لا ظلم کوي.
ریچارد بینېټ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په پیل کې په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن یې پر خپله ایکسپاڼه خپور کړ، ویلي چې که دا قوانین له منځه ولاړ نهشي نو د افغانستان راتلونکي نسلونه به اغېزمن کړي.
نوموړی زیاتوي چې باید هغه لارې چارې وموندل شي چې طالبان قانع شي چې خپل سیاستونه بدل کړي، ځکه د ده په وینا په افغانستان کې د راتلونکې سولې او پخلاینې لپاره حساب کتاب مهم دی.
د بینېټ په وینا، داسې یوه پلان ته اړتیا لیدل کېږي چې یوازې سزا ورکول نه بلکې د انتقالي عدالت نورې لارې چارې هم پهکې وي.
بینېټ ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید په خاص ډول ښځو او نجونو ته هم ونډه ورکړل شي څو د خپل هېواد په راتلونکي کې رول ولوبوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو له درېیو کلونو راهیسې د زدهکړو او کار په ګډون پر افغان نجونو او ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو په دې وروستیو کې د امربالمعروف هغه قانون نافذ کړ چې له مخې یې د ښځو غږ عورت بلل کېږي او حتی ښځو ته په لوړ غږ د قرآنکریم د تلاوت اجازه لا نه ورکوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان حکومت وايي، د هغې ډلې غړي یې نیولي دي چې د اسلام آباد په برید کې یې لاس درلود
د پاکستان حکومت وايي د هغې ډلې څلور غړي نیول شوي دي چې په اسلام آباد کې په وروستي برید کې یې لاس درلود او مرکز یې په افغانستان کې و.
په اسلام آباد کې د یوې محکمې د ودانۍمخې ته د سه شنبې ورځې برید چې پړه یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې یوې څانګې ومنله، ۱۲ کسان ووژل او ۲۷ نور یې ټپیان کړل.
د پاکستان حکومت نن په یوه بیان کې وویل، د دې ډلې درې غړي او د هغوی مشر په توقیف کې دي خو دا یادونه یې نه ده کړې چې دا کسان په کوم ځای کې نیول شوي دي. په بیان کې بریدګر د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عثمان عارف قاري بلل شوی او دا هم ویل شوي چې دې ډلې ته د حملې پرمهال له افغانستانه د هغو د مشرانو له لوري منظمه لارښوونه کېدله.
بیان زیاتوي چې د برید په اړه تحقیقات روان دي او تمه ده چې په دې اړه نور مسایل به وروسته روښانه او نور کسان به هم ونیول شي.
پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره اقدامات سخت کړي دي
د پاکستان په ځینو سیمو کې د وروستیو حملو په دوام چارواکو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو پرضد اقدامات سخت کړي دي.
د پنجاب ایالت پولیسو د افغان کډوالو د موندلو په بدل کې جایزې اعلان کړي او د راپورونو له مخې هرڅوک چې بې اسنادو افغان کډوال پولیسو ته په لاس ورکړي، نو لس زره روپۍ جایزه ترلاسه کوي. ویل کېږي پولیسو په لاهور ښار کې د افغان کډوالو پرضد جدي اقدامات پیل کړي دي.
په پاکستان کې دېره یوشمېر افغان کډوال وايي چې پولیسو په اسلام آباد کې د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې بې سنده افغان کډوال له خپلو کورونو څخه وباسي.
له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو لپاره اقدامات نژدې دوه کاله مخکې پیل شوي وو، خو وروسته له هغه نور هم جدي شول چې په پلازمېنه اسلام آباد کې د تېرې سه شنبې په ورځ په یوه چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ۲۷ نور تپیان شول.
طالبانو له ازبکستان سره د صادراتو په برخه کې تفهاهم لیک لاسلیک کړ
افغان طالبانو له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ازبکستان د هوایي ډګرونو له لارې د افغانستان زراعتي محصولات نورو هیوادونو ته صادر شي.
د طالبانو د بلخ د والي ویاند حاجي زید د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې له ازبکستان سره د لاسلیک شوې تفاهمنامې له مخې د افغانستان میوې او سبزبیجات به د ازبکستان د هوایي ډګرونو له لارې د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او اروپایي هیوادونو بازارونو ته صادر شي.
له نژدې یوې میاشتې راهیسې پاکستان له افغانستان سره لارې بندې کړې دي چې له امله یې افغان سوداګرو ته سخت زیانونه اوښتې دي. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان په ځای نورې بدیلې لارې پیدا کړي.
د افغانستان یوشمیر سوداګرو ازادي راډيو ته ویلي دي چې ښایي د دوی لپاره دا اسانه نه وي چې د پاکستان د لارو بدیل ژر پیدا کړي ځکه چې پاکستان د افغانستان د میوو او سبزیجاتو نژدې او لوی بازار دی.
په کابل کې د بریښنا پارچوي ته د خلکو اندیښنې
د ژمي په رارسیدو سره د کابل په ښار کې د بریښنا پارچوي زیاته شوې ده او خلک شکایت لري چې مسوولین یې باید غم وخوري.
د کابل ښار په ځینو سیمو کې په څلرویشت ساعتونو کې دوه ساعته او په ځینو کې پنځه ساعته بریښنا وي.
د بریښنا شرکت چارواکي وایي چې د ښار اړتیا له شپږ سوه پنځوسو تر اووه سوه میګاواټو پورې ده او دوی د درې نیم سوه او څلور سوه میګاواټه ترمنځ بریښنا لري.
که څه هم د برښنا شرکت ویاند محمد صادق حق پرست کورنیو رسنیو ته په خبرو کې له کابل ښاریانو غوښتې دي چې صبر وکړي، خو د ښار اوسیدونکي وایي چې د تیرو کلونو تجربې ورته ثابته کړې ده چې د ژمي له راتګ سره پارچوي نوره هم زیاتیږي.
متقي: له پاکستان سره دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د اختلافاتو د حل کیدو لپاره پر مذاکراتو ټینګار وکړ.
امیرخان متقي دا خبره پرون په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح سره د لیدو پرمهال وکړه.
بل لور ته طارق علي بخیت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دوو ګاونډیو مسلمانو هیوادونو ترمنځ باید دا اختلافات د خبرو له لارې حل شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي په وروستیو کې هغه وخت ډيرې خرابې شوې چې تیره میاشت پاکستاني الوتکو پر کابل برید وکړ، په ځواب کې یې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو پر پاکستاني پوځي پوستو حملې وکړې.
تر دې نښتو وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د روغې جوړې خبرې په دوحې او استانبول کې وشوې چې د دواړو هیوادو ترمنځ یې اوربند ته لاره پرانیسته، خو لاهم اړیکي کړکیچن دي او د دواړو هیوادو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: پولیسو او استخباراتي ادارو د دې غورځنګ ۳ مهم غړي نیولي دي
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر تور پورې کړ چې پولیسو او استخباراتي ادارو د دوی د غورځنګ درې مهم غړي نیولي دي.
منظور پشتین نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې د دوی د غورځنګ د سیند ایالت مشر نور الله ترین، د دوی د غورځنګ دوه نور چارواکی حنیف پشتین او نظیف لالا د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې جوړی شوې جرګې ته ورغلي وو چې تر اوسه بیرته خپلو کورونو ته نه دې ستانه شوي.
پولیسو او استخباراتي ادارو په دې اړه څه نه دې ویلي.
د خیبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د نومبر په دولسمه د واکمن ګوند تحریک انصاف له لورې ټولو ګوندونو ته بلنه ورکړل شوې وه چې په یوه ورځنۍ جرګه کې برخه واخلي او پر دې بحث وکړي چې څرنګه د دې ایالت امنیت ټینګیدلی شي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: د عراق له زندانونو ۲۹ افغانان خوشي شوي دي
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د عراق له زندانونو نهه ویشت افغانان خوشي شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې دا افغانان د نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شول.
د خبرپاڼې له مخې په عراق کې دغو افغانانو له پنځو تر نهو میاشتو پورې بند تیر کړی وو.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې دا کسان په کومو جرمونو په عراق کې زنداني شوي وو.
د بشري حقونو د څار ډله: طالبان ممکن د استرالیا له نویو بندیزونو سره مخامخ شي
د بشري حقونو د څار ډلې پرون (چهارشنبه، د نومبر ۱۲مه) په یوه بیان کې وویل چې دا بندیزونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو او نورو سرغړونکو سره د حساب ورکولو په لور مهم ګام دی.
دا بندیزونه که پلي شي، د اسټرالیا حکومت ته به دا توان ورکړي چې په افغانستان کې په هغو کسانو د سفر بندیزونه ولګوي چې د ښځو، نجونو او لږکیو په ځپلو کې ښکیل دي؛ یا په عمومي ډول په تاوتریخوالي کې لاس لري.
په استرالیا کې د بشري حقونو د څار مشرې ډینیلا ګاشون وویل چې دا د استرالیا د حکومت لپاره ډیره مهمه ده چې د طالبانو د هغو مشرانو پرضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.
نوموړې زیاته کړه چې د اسټرالیا حکومت باید د طالبانو په وړاندې د بهرني سیاست د یوې مهمې وسیلې په توګه کارنده بندیزونه ولګوي چې طالبان د جدي سرغړونو لپاره حساب ورکولو ته اړ کړي.
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړیو استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړیو استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
دا غونډه پرون( د نومبر په دولسمه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه.
د مرکزي اسیا په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه د اروپايي ټولنې په کوربه توب جوړه شوې وه.
په بیان کې راغلي چې په دې ناسته کې د سلوونیا، تاجکستان، قزاقستان، قرقیزستان او ترکمنستان استازیو ګډون کړی وو.
د غونډې برخه والو ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو یو ګډ سیمهییز لیدلوری مهم دی او ګډه همغږي باید پیاوړې شي.
د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځو او نجونو ته ژوند ( د نه زغملو وړ) شوی دی
د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان د نجونو او ښځو ژوند " د نه زغملو حالت" ته بدل کړی دی.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ( د لړم ۲۱مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، ښځې او نجونې تقریبا د ژوند له ټولو اړخونو ګوښې ته شوي او په سیستماتیک ډول یې حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
د امنیسټي انټرنیشنل په وینا، دغه کار روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم محدود کړی دی.
وړاندې راغلي چې نړۍ باید له افغان ښځو سره لاس یو کړي او د طالبانو له چارواکو د ښځو د حقونو د نقض په خاطر حساب کتاب وغواړي.
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته پر ښځو د تعلیم او کار په ګډون په ګڼو ټولنیزو چارو کې محدودیتونه ولګول چې په پراخ ډول غبرګونونه یې وپارول.
تر ټولو نوی بندیز یې په هرات کې لګول شوی او هلته د ځایي اوسیدونکو په وینا ښځې مجبوره شوي چې له برقعې یا چادري پرته به له کوره نه راوځي.
طالبان که څه هم د خپلو تګلارو ننګه کوي او " د اسلامي شریعت تطبیق" یې بولي، خو د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼ نړیوال بشري سازمانونه د طالبانو تګلارې له اسلامي لارښوونو د طالبانو سخت تعبیر بولي.