د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

افغانستان

کرکټ؛ د افغانستان نولس‌کلنو ځوانانو پاکستان ته ۲۵۱ منډې هدف ورکړ

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د نولس‌‌کلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن سه‌‌شنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پای‌لوبه پيل شوې ده، چې افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه.

افغان نولس‌‌کلنو ځوانانو په پوره پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۵۰منډې وکړې.

د افغان توپوهونکو له ډلې برکت ابراهیم‌زي ۷۹، نظیف‌‌‌الله امیري ۵۶ او فیصل خان شینوزاده ۴۱ منډې وکړې.

د پاکستان د توپ اچونکو له ډلې علي رضا او عبدالسبحان درې‌درې لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډله به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د لومړي ځل لپاره د طالبانو یو پلاوی جاپان ته تللی

د طالبانو یو پلاوی له سفر مخکې، ارشیف
د طالبانو یو پلاوی له سفر مخکې، ارشیف

جاپاني رسنیو ویلي چې توکیو کې د " نیوپون فوندیشن" په نوم یوه بنسټ چې د جاپان ملي ګټو ته کار کوي، د طالبانو یوه پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس لیکلي چې د همدې بلنې پر اساس د طالبانو یو پلاوی جاپان ته تللی چې جوړښت کې یې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري شامل دی.

خپله ښاغلي نظري د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې جاپان ته روان شوی دی.

دا له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې طالبان واکمن شوي، جاپان ته یې د یوه چارواکي لومړنی رسمي سفر دی.

تراوسه د سفر د اجنډا او هلته د کیدونکو بحثونو په اړه ډير معلومات نه دي خپاره شوي.

طالبانو تر دې وړاندې د سیمې نورو هېوادونو ته هم ورته سفرونه کړي، خو تراوسه هیڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

ننګرهار کې د طالب او پاکستاني پوله ساتو تر منځ نښتې شوي

د پاکستان - افغانستان سرحدي سیمې
د پاکستان - افغانستان سرحدي سیمې

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوول قریشي بدلون ویلي د یکشنبې په ورځ د لعلپورې ولسوالۍ اړوند «ډیورند فرضي کرښې» ته څیرمه نښته هغه مهال وشوه چې طالبانو په خپلو پوستو کې مورچه جوړوله او پاکستاني پوله ساتو پرې ډزې وکړې.

بدلون زیاته کړې چې طالب ځواکونو د دغو بریدونو په ځواب ډزې کړي او د پاکستان دوه پوستې یې په نښه کړې دي.

دې نښتو څو ساعته دوام کړی دی.

اخوا له پکتیکا ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې راغلي چې پاکستاني ځواکونو د برمل ولسوالۍ په مارغه چینه سیمه کې هوایي بریدونه کړي دي.

د طالبانو اړوند ځينو رسنیو بیا ویلي چې پاکستاني جټ الوتکو د ډيورنډ کرښې هاخوا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د عامو خلکو کورونه په نښه کړي دي.

پاکستاني پوځیانو تر دې مخکې هم د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو په تېره په پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي دي.

طالبانو په نیمروز کې ۱۱ کسان او په بامیان کې یو کس په دُرو وهلي دي

د طالبانو له خوا د سزا د تطبیق یوه صحنه
د طالبانو له خوا د سزا د تطبیق یوه صحنه

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې له دې ډلې څلور کسان د غلا، لوټمارۍ او نامشروع اړیکو او اوه تنه نور په غلا تورن وو.

دوی ته د نیمروز په سپورټي لوبغالي کې د خلکو په مخکې سزا ورکړل شوې.

په یوه بله اعلامیه کې، د طالبانو سترې محکمې د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې یو کس له کوره د تېښتې په جرم په درو وهلی.

که څه هم د طالبانو سترې محکمې د ښځې یادونه نه ده کړې خو دوی معمولاً هغو ښځو ته سزا ورکوي چې له کورونو اکثر د کورني تاوتریخوالي یا جبري وادونو په خاطر تښتي.

د طالبانو د سترې محکمې د بیانونو له مخې، دا کسان له ۲۰ تر ۳۹ دُرې وهل شوي او له یو تر شپږ کاله بند باندې محکوم شوي.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه کسان چې ګڼې ښځې هم پکې شاملې دي د خلکو په مخ کې په دُرو وهلي دي.

د بشري حقونو مدافع ډلو او ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاګانې پای ته ورسوي.

د نیوزیلند په وړاندې د افغان لوبډلې ماته

د نیوزیلند په وړاندې د افغان لوبډلې د تمریني لوبې یوه شېبه
د نیوزیلند په وړاندې د افغان لوبډلې د تمریني لوبې یوه شېبه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اتلانو جام په درشل کې خپله دویمه تمریني لوبه په نیوزیلنډ وبایلله.

افغان لوبډلې د یکشنبې په ورځ د کراچۍ د کرکټ په سټډيوم کې لومړی توپ وهنه وکړه چې سیال ټيم ته یې د ۳۰۶ منډو هدف ورکړ.
په دې کې د رحمن الله ګربز سلیزه هم شامله ده.

په ځواب کې د نیوزیلند لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر لوبه وګټله.

دا د اتلانو جام په درشل کې د افغان لوبډلې دویمه تمریني وه لوبه وه چې بایلي یې. لومړۍ تمریني لوبه کې یې د پاکستان د الف لوبډلې په وړاندې ماته خوړلې وه.
تمه ده د اتلانو جام په لومړۍ رسمي لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره مخ شي.
افغانستان به له جنوبي افریقا سره تر لوبې وروسته راتلونکې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او ۲۸مه له اسټرالیا سره مخ شي.

په غور کې د واورې ښویدو له امله ۳ کسان مړه شوي

د غور ځايي سرچینې وايي چې پرون (شنبې) د دغه ولایت د پسابند ولسوالۍ په چراغ‌پایه کلي کې د برف کوچ یا راشي له کبله دوه تنه مړه شوي دي.

یادو سرچینو راديو ازادي ته د قربانیانو د جنازې د مراسمو عکسونه استولي او ویلي یې دي، چې د طالبانو غړو او د سیمې خلکو د قربانیانو جسدونه له واورې را ایستلي دي.

پسابند د غور یوه لرې پرته ولسوالي ده چې له هلمند ولایت سره سرحد لري. دا سیمه هر کال د ژمي په موسم کې د سختو واورو او طبیعي پېښو، لکه د واورې ښویدو، شاهده وي.

د افغان ښځو پر وضعیت د خبرو لپاره د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي د هغو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ناستې مشري کړې، چې د اندورا، اسټرالیا، کولمبیا، ایکوادور، اروپايي اتحادیې، فنلنډ، ګورجستان، جرمني، ایسلنډ، جامایکا، کوسوو، لاتویا، لیختن‌شتاین، موناکو، منګولیا، سلووینیا او سویډن هیوادونو استازولي یې کوله.

په دې ناسته کې، چې د فبرورۍ په ۱۱مه ترسره شوه، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیتي چارو عالي استازي هم ګډون کړی و، او د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت یې وڅېړه.

د کاناډا حکومت د فبرورۍ په ۱۵مه یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي و، دې ناستې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ښځینه وزیرانې سره راټولې کړې وې، څو د طالب چارواکو له لوري د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړي، په ځانګړي ډول هغه موضوعات، چې افغان ښځې او نجونې اغېزمنوي.

په دې ناسته کې، د طالبانو له چارواکو غوښتنه شوې، چې د افغانستان نړیوال حقوقي مکلفیتونه په رسمیت وپیژني، او د ښځو پر ضد د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون ته پر ژمنې ودریږي. ته ژمنتیا وساتي او عملي یې کړي.

له هغه مهاله، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته رسېدلي، پر افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع شوي، د هغوی لوړ زده کړې په پوهنتونونو کې بندې شوې، د دولتي ادارو، نړیوالو غیر دولتي موسسو او ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو کار کول منع اعلان شول.

سربېره پر دې، د ښځو پر ټولنیز فعالیت، سفر او تګ راتګ هم سخت محدودیتونه وضع شوي دي، چې د افغان ښځو پر بنسټیزو حقونو جدي ګوزار ګڼل کېږي.

کرکټ، د اتلانو او اتلولۍ په درشل کې د افغانستان او نیوزیلنډ تمریني مسابقه

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبې په پاکستان کې د چیمپینز ټرافي لوبو په درشل کې دوهمه تمریني لوبه د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره وکړي.

د افغانستان ملي لوبډلې وړمه ورځ خپله لومړنۍ تمریني لوبه په پاکستان وبایلله. د کوربه پاکستان الف لوبډلې په دې یوورځنۍ لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو افغان ملي لوبډلې ته د ۳۱۵ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې یوازې ۱۶۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپیر وبایلله.

ټاکل شوې چې د چیمپینز ټرافي لوبې د روانې اوونۍ د چارشنبې په ورځ د فبروري په ۱۹مه نېټه، د پاکستان او نیوزیلنډ د ټیمونو ترمنځ په سیالۍ پیل شي او افغانستان به هم خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره وکوي. دغه لوبې چې پاکستان ته د هند لوبډلې د نه ورتګ له امله په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، له افغانستان سره په بي ګروپ کې پرجنوبي افریقا سربیره، انګلستان او استرالیا هم شامل دي.

قزاقستان د ترانس افغان پروژې د تطبیق لپاره نورې خواوې هڅوي

قزاقستان د ترانس – افغان کوریدور جوړېدو ته پاکستان او نورې خواوې هڅوي.

د دغه هیواد رسنیو د راپور له مخې، د قزاقستان د ترانسپورت وزارت پرون (شنبې) وویل، د دوی د ریللارو د ملي شرکت (KTZ) ريیس (دامیر کوژاخامیتوف) پاکستان ته تللی چې د ترانس افغان کوریدور د پروژې د پرمخ بیولو لپاره د ترانسپورت او لوژستیک له کمپنیو سره خبرې وکړي.

د افغانستان له لارې د ریلګاډي په وسیله د ازبکستان او پاکستان د نښلولو د پروژې موافقه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.

د دې۵۷۳ کیلومتره ریلارې د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارد ډالره اټکل شوی دی.

د پلان له مخې، دغه پټلۍ به له مزارشریف څخه تر غلام خان بندر پورې وغځول شي.

د مونشن د پېښې په ټپیانو کې ۲ تنه مړه شول

یوه ۳۷ کلنه مور او د هغې ۲ کلنه لور د هغو سختو ټپونو له امله ساه ورکړه، چې د پنجشنبې په ورځ په مونشن کې د یو افغان تبعه له خوا د موټر په وسیله له ګڼو نورو کسانو سره ټپیان شوي وو.

څارنوالانو د جمعې په ورځ ویلي وو، چې لږ تر لږه ۳۹ کسان په دې برید کې ټپیان شوي، چې د ځینو حال نازک دی.

بریدګر موټر د هغو کسانو په لور روان کړ چې د معاش د لوړولو لپاره د اعتراض لپاره راټول شوي وو.

مور او لور چې په دې برید کې سختې ټپیانې شوې وې، د ټپونو د سختوالي له کبله مړې شوې.

د جرمني چارواکي وايي چې دا برید په مذهبي انګېزه شوی دی.

په جرمني کې دا برید د هغو انتخاباتو په درشل کې وشو چې د کډوالو موضوع پکې برخلیک ټاکونکې ګڼل کېږي.

طالبان وايي، تېره میاشت د افغانستان صادرات ۲۸ میلیون ډالره کم شوي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې پرون (شنبې) وویل چې تېره میاشت د افغانستان صادرات ۲۸ میلیون ډالره کم شوي دي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په لیندۍ / قوس میاشت کې افغانستان د ۱۹۰ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت صادرات لرل خو د جدي/ مرغومي په میاشت کې یې صادرات ۲۸ میلیون ډالره کم شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون اعلان وکړ چې له ایران سره په سوداګرۍ کې د ستونزو د حل کولو لپاره یې یو پلاوی د دغه هیواد اصفهان ته استولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG