د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د طالبانو په زندانونو کې د بنديانو د شکنجه کولو په اړه نړيوالې موندنې څه‌دي؟


ويل شوي، تر ډېره ښځې بنديانې شکنجه کېږي.
ويل شوي، تر ډېره ښځې بنديانې شکنجه کېږي.

د شکنجې د مخنیوي نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د طالبانو په زندانونو کې لا هم ښځې او نارینه سخت شکنجه کېږي.

د دې سازمان د بشري حقونو همغږې کووونکې سیبل ماني چې په‌‌دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و ویلي، هغه افغانان چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي نیول او شدیدا شکنجه کېږي.

احمدتکل د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د بشري سرغړونو د مستندولو د کمېټې له غړې نظیفې جلالي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي دي چې، په افغانستان کې د شکنجې په اړه راپورونو د دوی موندنې کومې دي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00
XS
SM
MD
LG