د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

افغانستان

اروپايي ټولنې د يوې تګ‌لارې د جوړېدو په برخه کې د ريچارډ بېنيټ له غوښتنې ملاتړ کړی

د اروپايي ټولنې بيرغ
د اروپايي ټولنې بيرغ

اروپایي اتحادیې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د هغې غوښتنې ملاتړ وکړ، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه‌لیک سره سم یې له افغانستان سره د ښکېلتیا لپاره پر بشري حقونو متمرکزې د یوې اصولې تګ‌لارې د رامنځته کولو لپاره کړې ده.

د اروپایي اتحادیې په هغه بیان کې چې پرون جمعه خپور شوی، په ملګروملتونو کې د دې اتحادیې استازي ویلي چې د طالبانو چلند له هغو مسوولیتونو سره سر نه‌خوري چې افغانستان یې باید د بشري حقونو له نړیوال قانون سره سم ترسره کړي او هغه همدارنګه د یوې سوله‌ییزې، باثباته او سوکاله راتلونکې هیلې کمزورې کوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ پرون جمعه د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په افغانستان کې د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو بحران لا ژور شوی او نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې پر بشري حقونو متمرکز یو عملي هراړخیز پلان طرح، تصویب او عملي کړي.

بېنیټ همدارنګه ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره باید د بشري حقونو د سرغړونو په تېره له ښځو او نجونو سره د تبعیضي چلند په خاطر حساب کتاب وشي.

اروپایي اتحادیې همدارنګه د طالبانو پرهغې پرېکړې چې بېنیټ یې افغانستان ته له سفرکولو منع کړی هم خواشیني څرګنده کړه او پر هغوی یې غږ وکړ چې ځانګړي راپور ورکونکي ته، دې هېواد ته له کوم خنډ پرته د لاس‌رسي اجازه ورکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایرانی چارواکی وايي هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ تر دوه زره ډيرې لارۍ مالونه لیږدوي

په زرنج کې د افغانستان او ایران سرحد (آرشیف)
په زرنج کې د افغانستان او ایران سرحد (آرشیف)

د ایران د سوداګرۍ د خونو د رییسه هیات یو غړی وایي چې هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ تر دوه زره ډيرې ترانسپورټي لارۍ مالونه لیږدوي.

د ایران د خراسان رضوي د سوداګرۍ د خونو غړي محمد امتي نن ایراني رسنیو ته وویل چې د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوې باید رامنځته شي.

د نوموړي په باور د منځنۍ اسیا هیوادونو ته هم د ایران اتیا فیصده صادرات او واردات د افغانستان د خاورې له لارې ترسره کیږي.

د ایران په مشهد کې د حمل و نقل د کمیسیون رییس احمد زمانیان هم په سرحد کې د سوداګرو ستونزو ته اشاره کړې ده او وایي چې د سیمې د هیوادونو د ترانسپورټ د چارو د وزیرانو د یوې غونډې په ترڅ کې باید دا مسایل وڅیړل شي او اسانتیاوې رامنځته شي.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د عکسونو نندارتون

د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د نندارتون یوه څنډه عکس د یوناما له فیسبوکپاڼې
د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د نندارتون یوه څنډه عکس د یوناما له فیسبوکپاڼې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) په نیویارک کې د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې د افغانستان د اوبو د بحران په اړه یو نندارتون وړاندې کړ.

دا پنځه ورځنی نندارتون چې د دوشنبې په ورځ پيل شو تر پرون پورې پرانیستی و.

یوناما په فیسبوک کې په یوه بیان کې لیکلي دي چې د دې نندارتون تمرکز د افغانستان د اوبو پر بحران و، چې د سختې وچکالۍ، اقلیمي بدلون، لسیزو جګړو او زیربناوو د ویجاړیدو له امله رامنځته شوی او مخ په زیاتیدو دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان( آی او ایم) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان نژدې نهه میلیونه کسان د خپلو سیمو د پریښودو له خطر سره مخامخ دي او په دوه زره څلرویشتم کال کې تر پنځه لکه ډيرو کسانو د سیلونو، وچکالیو او نورو طبیعي بحرانونو له امله خپلې مېنې پرې ښودې.

اسلام آباد وايي، طالبان هڅه کوي د پاکستان په خاوره کې پوستې جوړې کړي

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له نښتې وروسته سلګونه لارۍ په تورخم کې ایسارې پاتې دي (آرشیف)
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له نښتې وروسته سلګونه لارۍ په تورخم کې ایسارې پاتې دي (آرشیف)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبان هڅه کوي چې د پاکستان د خاورې دننه امنیتي پوستې جوړې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون (د کب ۱۰مه) په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته یوه اونۍ وروسته تر دې دا تور پورې کړ چې د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بنده شوې ده.

شفقت علي خان پر طالبانو غږ وکړ چې ستونزې دې د دوه اړخیزو میکانیزمونو لکه د ګډو همغږه کمیټو له لارې حل کړي.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د تورخم دروازه د فبروري په یو ویشتمه د سرحدي پوستو د جوړولو په اعتراض پاکستاني لورې په خپل سر په یو اړخیز ډول بنده کړه.

ایران وايي، هامون جهیل ته اوبه ورغلي

د هلمند سین
د هلمند سین

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي چې د افغانستان له لوري د هامون جهیل ته اوبه رسېدلې دي.

هامون د افغانستان او ایران ترمنځ ستر ډنډ یا جهیل دی چې ډېره برخه یې په افغانستان پورې تړلې ده.

د سیستان او بلوچستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر محمدرضا علیمرادي د ایران مهر دولتي خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان په لویدیځ کې د اوریاوو او په فراه رود او هاروت یا ادرسکن سیندونو کې د اوبو له زیاتېدو وروسته پرون د کب د لسمې په سهار د ایران په خاوره کې د هامون جهیل ته اوبه ورسېدې.

دې ایراني چارواکي هیله څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د ایران خاورې ته د اوبو بهیر به په راتلونکي کې دوام وکړي.

د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۱مه په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بېکدلي د افغانستان یوې رسنۍ ته وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو لانجه د وروستیو مذاکراتو په نتیجه کې حل شوې ده خو یوه اونۍ وروسته د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل چې له افغانستان سره د اوبو پرسر اختلاف تراوسه نه دی حل شوی.

د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د اوبو د تړون له مخې افغانستان باید ایران ته په کال کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ورپرېږدي.

طالبانو ۱۳ تنه په درو وهلي

په جوزجان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو دیارلس کسان په درو وهلي دي.

د جوزجان ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د سیمه ایزو محکمو د پرېکړې په اساس د کب په نهمه د پنځو ښځو په ګدون ۱۳ کسان له ۲۹ نیولې تر ۳۹ پورې درو باندې ووهل شول.

په بیان کې د تورنو کسانو جرمونه نه دي ښودل شوي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لسګونه کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په عام محضر کې په درو وهلي او ځینې نور یې په عین حال کې د حبس په بېلابېلو دورو هم محکوم کړي دي.

ملګروملتونو، د بشري حقونو ډلو او د نړۍ بېلابېلو دولتونو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي دي چې دا بهیر ودروي.

کرکټ: استرالیا نیمه پایلوبې ته ووته، افغانستان له سیالیو ووت

له اسټرالیا سره د پرونۍ لوبې له ځنډېدو وروسته د چمپینز ټرافۍ یا د اتلانو د جام نیم پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو هیلې تقریبا تتې شوې.

دا لوبه چې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي سټوډیوم کې وشوه، افغانستان پیل کړه او په پنځوسو اوورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه خو کله چې د اسټرالیا پاڼۍ پیل شوه، نو ۱۰۹ له منډو وروسته باران پیل شو او لوبه وځنډول شوه.

له دې لوبې وروسته نیم پایلوبې ته د اسټرالیا تګ یقیني شو خو افغانستان به یوازې په هغه صورت کې د وړاندې تګ چانس ولري چې انګلستان جنوبي افریقا ته په ډېر لوی توپیر ماتې ورکړي.

د انګلستان او جنوبي افریقا لوبه سبا د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلېږي.

افغانستان له اسټرالیا سره لوبه کې توپوهنه غوره کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي

افغانستان په چمپیینز ټرافي سیالیو کې نن له اسټرالیا سره لوبه کوي. دا لوبه چې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده، د لاهورښار په قذافي لوبغالي کې د افغانستان په وخت یوه نیمه بجه پیلیږي.

افغانستان په دوهمه لوبه کې د چهارشنبې په ورځ انګلستان ته ماتې ورکړه چې ورسره په دې جام کې د پاتیدو هیلې زیاتې شوې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د انګلستان پر وړاندې له بریا وروسته پرون پنجشنبې خبریالانو ته وویل چې په دغې بریاسره

د ملي لوبډلې روحیه لا پیاوړې شوې او هڅه به وکړي چې له اسټرالیا سره راتلونکې لوبه هم وګټي.

ښاغلي شهیدي دا لوبه د دې سیالیو بل پړاو ته د تلو لپاره مهمه وبلله. د دې لوبې ګټونکې لوبډله به نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

افغانستان په بي ګروپ کې له جنوبي افریقا، اسټرالیا او انګلستان سره لوبیږي.

تراوسه جنوبي افریقا او اسټرالیا د جدول په سرکې دي.

افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې؛ د مستبدو هېوادونو په ډله کې راغلی

طالب عسکر
طالب عسکر

د اکانومیسټ انټلیجنس یونټ (EIU) لخوا د ۲۰۲۴ کال د ډیموکراسۍ شاخص له مخې، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په نړۍ کې د تر ټولو مستبد هیواد په توګه درجه بندي شوی دی.

افغانستان له لسو څخه یوازې د یوې نمرې د دریمې برخې په ترلاسه کولو سره، د ۱۶۷ هیوادونو په کتارکې وروستی یعنې ۱۶۷م ځای خپل کړی دی چې په دې توګه د پرله پسې دوهم کال لپاره افغانستان په نړیواله کچه د ترټولو لږ ډیموکراتیک هیواد په توګه خپل ځای ساتي.

دا شاخص، چې د ۱۶۷ هیوادونو د ارزونې نتیجه ده، د افغانستان، شمالي کوریا او چین ترمنځ څرګند توپیرونه په ګوته کوي. افغانستان د ډیموکراسۍ د اندازه کولو لپاره د کارول شویو پنځو مهمو شاخصونو څخه په څلورو کې ترټولو ټیټې نمرې ترلاسه کړې دي.

د هیوادونو د ډیموکراسۍ شاخص د پنځو اصلي معیارونو پراساس ارزول شوی: د ټاکنو پروسه او ټولګډونوالی، مدني آزادۍ، د حکومت چلند، سیاسي مشارکت او سیاسي فرهنګ.

د دې ادارې د راپورله مخې په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې، د انتخاباتو ټولې پروسې لغوه شوي او هیڅ ډول ډیموکراتیک میکانیزمونه چې خلک وکولای شي په سیاسي پریکړو کې ګډون وکړي، نشته.

د طالبانو حکومت چې تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت ندی پیژندلی، یو مهم لامل یې د دې هیواد د وګړو په تیره د ښځو له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونې او د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالی ښودل کیږي.

ابراهیم ځدران: په میدان کې مې په اشارو د راشد خان له مشورې مننه وکړه

ابراهیم ځدارن له راشد خانه په میدان کې د انګلستان پر وړاندې له ۱۷۷ منډو له پوره کولو وروسته په اشارې مننه وکړه
ابراهیم ځدارن له راشد خانه په میدان کې د انګلستان پر وړاندې له ۱۷۷ منډو له پوره کولو وروسته په اشارې مننه وکړه

د افغان کرکټ د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی راشد خان وايي، "د کرکټ په لس کلن مزل کې يې د ابراهیم ځدران د تیرې ورځې لوبه تر ټولو په زړه پورې لوبه وه".

په هغه ویډيو کې چې افغان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې خپره کړې ابراهیم ځدران او راشد خان له انګلستان سره د افغان کرکټ لوبډلې د لوبې تکرار ګوري او راشد خان ابراهیم ځدران ته وايي، "د هغه کیچ تمه چې ما درلوده تا ونیوه".

په دې ویډيو ابراهیم ځدران د خپل هغوو اشارو په اړه هم توضیحات ورکړي، چې د ۱۷۷ منډو له پوره کیدو وروسته يې په میدان کې کړې وې.

ابراهیم ځدران وايي، په هغوو حرکتونو چې لاس يې د خبرو او مننې په شکل نیولي و، له راشد خانه يې مننه کوله.

ابراهیم ځدران ویلي، دا اشاره يې د راشد خان له مشورې د مننې لپاره کړې ده
ابراهیم ځدران ویلي، دا اشاره يې د راشد خان له مشورې د مننې لپاره کړې ده

د چهارشنبې په ورځ افغانستان له انګلستان د چمپینز ټرافي لوبو په لړ کې د لاهور په قذافي لوبغالي کې له هیجانه ډ‌که لوبه لره چې افغان لوبډلې د وروستي اور په پنځه بال د انګستان د ټولو لوبغاړو په سوځولو سره لوبه وګټله.

په دې لوبه کې افغان لوبډلې د پنځو ویکټو په تاوان ۳۲۶ منډې وکړي چې ۱۷۷ يې ابراهیم ځدران کړې وې.

سبا جمعه افغانستان په دې جام خپله دریمه لوبه له استرالیا سره کوي.

دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلږي.

د چمپینز ټرافي لوبو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان او بنګله دیش لوبه وه، چې د باران له کبله لغوه شوې وه.

د تورخم دروازې دواړو خواوو ته ۴ زره باروړنکې لارۍ له مالونو ډک ولاړي دي

د تورخم دروازې د خلاصیدو په تمه دواړو خواوو ته په زرهاوو له مالونو ډکې لارې د اوښتو په تمه دي، انځور له ارشیف څخه
د تورخم دروازې د خلاصیدو په تمه دواړو خواوو ته په زرهاوو له مالونو ډکې لارې د اوښتو په تمه دي، انځور له ارشیف څخه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په دروازه کې څه باندې ۴زره باروړنکې لارۍ دواړو خواوو ته له یوې اونۍ راهیسې د اوښتو په تمه ولاړې دي.

پاکستان چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال ځانګې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي،" د تورخم دروازې د بیا پرانیستو په خبرو اترو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی".

دا لار د یوې اونۍ راهیسې د باروړنکو لارو سربیره، د مسافرو او ناروغانو پرمخ تړلی شوې ده.

په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال په ټکو، مسافر او ناروغان په جوماتونو او هوټلونو کې دیره دي او د خوارک او څښاک له نه شتون شکایت لري.

بل پلو، د دروازې دواړو خواوو ته یو شمیر لارۍ چلوونکو شکایت کړی چې مالونه يې په خرابیدو دي او د طالبانو او پاکستاني چارواکو يې د دروازې د خلاصیدو غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې وه، د فبرورۍ په ۲۵مه طالبان او پاکستان چارواکي د دې لارې د خلاصیدو په اړه خبرې اترې وکړي، خو پاکستاني چارواکو د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي دي، "د فبرورۍ د ۲۵مې تر ماښامه له کابله د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره تورخم ته د طالبانو پلاوی ورغلی نه دی".

د فبرورۍ په ۲۴مه د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي عبدالعزیز مصطفی له پاکستاني چارواکو سره کتلي و، خو د لارې د پرانیستلو په اړه کومې پایلې ته رسیدلي نه وو.

پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱مه له طالبانو ځواکونو سره د مورچلو د جوړولو پر سر شخړه وکړه چې له کبله يې د تورخم دروازه د سوداګریزو مالونو او مسافر پر مخ وتړل شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG