افغانستان
د ازادۍ جبهې په کابل او پروان کې د ۵ طالبانو د وژنې او ۴ د ټپي کېدو ادعا کړې
د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ادعا کوي چې، د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ په ګلبهار سیمه کې یې د طالبانو درې وسلهوال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دې ډلې پر خپل ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د ګلغونډۍ پله په سیمه کې دا برید پرون د دوی وسلهوالو وکړ.
د ازادۍ جبهې په یو جلا بیان کې د کابل د اتمې حوزې په قلاچې سیمه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټر د برید پرمهال د دوو طالب سرتېرو د وژلو او او د دوو نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده.
د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دا ډول خبرونه نهشي تاییدولی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو په ټول هیواد کې هر ډول مظاهرې منع اعلان کړې
د طالبانو د عدالیې وزارت اعلان وکړ چې د پولیسو لپاره یې یو نوی قانون تصویب کړی چې په ټول افغانستان کې هر راز مظاهرې منع کوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قانون، چې دوه څپرکي، ۵ فصلونه او ۵۳ مادې لري، د دوی د مشر هیبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د دې قانون په پنځوسمه ماده کې ویل شوي چې د افغانستان په ټوله خاوره کې هر ډول مظاهرې منع دي.
د دې قانون تطبیق د کورنیو چارو وزارت دنده بلل شوې او د پولیسو، چې دوی پرې شرطه نوم ایښی، ځینې نور مسوولیتونه هم یاد شوي دي.
د امریکا فدرال قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د بندیز پالیسي لغوه کړه
د امریکا یوه فدرالي قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز لغوه کړی دی.
فدرال قاضي جینټ وارګاس د جمعې په ورځ، د اګست ۲۱مه، په خپل حکم کې دغه پالیسي له قانون سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پالیسۍ په پلي کولو کې له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی دی.
دې پالیسي، چې د روان کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې وه، د افغانستان، برازیل، مصر، ایران، عراق، نایجیریا، سومالیا، تایلنډ او یمن په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بهیر درولی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دې پرېکړې هدف دا و چې کډوال له دولتي مرستو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د امریکا پر ټولنې د مالي بار په توګه بدل نه شي.
د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي، باید لغوه نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه څرګندونې نه دي کړې. د امریکا حکومت کولای شي د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې پراخ بدلونونه راوستل شوي او د کډوالو د راتګ د کمولو او د هغوی د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره یې سخت اقدامات پیل کړي دي.
په ازبکستان کې یو افغان د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوی
د ازبکستان د ترمذ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې یو افغان وګړی د نشهیي توکو د قاچاق او پلورلو په تور نیول شوی دی.
ازبکستاني رسنیو د شنبې په ورځ، د اګست په ۲۲مه، راپور ورکړ چې دغه افغان هغه مهال ونیول شو چې ادعا کېږي په پټه یې پر یوه پیرودونکي د ۲۵۰۰ ډالرو په بدل کې تریاک پلورل.
د راپور له مخې، له دغه ۲۳ کلن افغان سره د نیول کېدو پر مهال ۵۰۶ ګرامه تریاک موندل شوي دي.
په همدې حال کې، له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او له هغه ځایه اروپا ته د نشهیي توکو قاچاق لا هم د سیمې د هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه بلل کېږي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړه.
هغه نن شنبه د (اګسټ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" خوشاله یم چې یوه افغان اصله ښځه د لومړی ځل لپاره د امریکا کانګرس ته لار پیدا کوي او دا بریا ورته مبارکي وايم".
ښاغلي کرزي وړاندې لیکي،"که چیرته د افغانستان دننه او بهر ښځو او نجونو ته مناسب فرصتونه برابر شي کولی د ټولنې په وده او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي".
عایشه وهاب لومړنۍ افغان اصله امریکايۍ ده چې له کالیفورنیا ایالت څخه کانګرس ته بریالۍ شوې ده.
هغې په ۲۰۱۸ کال کې د ټاکنو له لارې د هایوارډ ښار د شورا غړیتوب ترلاسه کړې و.
یونیسیف: په افغانستان کې د زده کړو بندیز د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی
د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې صندوق یونیسیف وايی،" په افغانستان کې د زده کړو بندیز د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی".
دغه صندوق پرون جمعه پر خپلې ویب پاڼې لیکي،"په تیرو پنځو کلونو کې څه باندې ۲.۶میلیونه نجونې له زده کړو راګرځول شوي دي".
د یونیسیف په ټکو،" موږ تل په افغانستان له زده کړو ملاتړ کړی او له طالب چارواکو مو په ځلونو غوښتي چې پریږدې نجونې بیرته ښوونځیو او پوهنتونو ته راستنې شي".
له ۲۰۲۱کال راهیسې له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي افغانې نجونې له زده کړو محرومې شوي دي.
یو نیم کال کې نږدې ۴ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي، په تېر یو نیم کال کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
«ای او اېم» په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ د (اګسټ ۲۱مه) يې خپور کړی ویلي، "له تېر کال راهیسې د سږکال د اګسټ تر ۱۵مې شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي".
د راپور په ټکو، "د روانې اګسټ میاشتې په لومړنیو دوو اوونیو کې ۴۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته راغلي دي".
بل پلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، "د راستنو شویو کډوالو کورنیو شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان له زدهکړو محروم دي.
تاجکستاني چارواکي: یوې وسلهواله نښته کې دوه افغان قاچاقبران ووژل شول
د تاجکستان امنیتي چارواکي وايي، له افغانستان سره پر ګډه پولهيې د یوې وسلهوالې نښتې پر مهال دوه افغان قاچاقبران وژلي دي.
تر اوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نهدي ویلي.
په هغه بیان کې چې د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې خپور کړی راغلي، "دغه قاچاقبران د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدنکي وو چې له تاجکستاني سرحدي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي".
په بیان کې راغلي، "نښته له تاجکستان سره پر پوله د جیحون په فتحاباد سیمه کې شوې ده".
د بیان په ټکو، "له قاچاقبرانو په سیمه کې یو میل کلاشینکف، یو میل تفنګچه او ۱۷ کیلوګرامه چرس پاتې دي".
تاجکستاني چارواکي وايي، "د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نشهيي توکو له قاچاقبرانو سره په ۷ وسلهوالو نښتو کې ۱۷ افغان تبعه وژل شوي او ۶۰۱ کیلوګرامه مخدره توکي يې ضبظ شوي دي".
تاجکستان له افغانستان سره نږدې زر کیلومټره ګډه پوله لري چې روسیه او یو شمېر نورو هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق یوه له اصلي لارو بلل کېږي.
هند وايي افغانستان ته یې نورې طبي مرستې هم لیږلي دي
هند افغانستان ته د نورو طبي مرستو د لیږلو خبر ورکوي.
دهند دبهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۹ مه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د درملو او طبي تجهیزاتو دغه مرستې کابل کې یو دولتي روغتون ته استول شوي دي.
رندیر جیسوال د افغانستان د روغتیايی خدماتو د پیاوړتیا لپاره افغان ولس سره د هند په دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.
هند لدې مخکې هم څو ځله افغانستان ته طبي مرستې استولي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې د لسګونو کلونو د جګړو او بهرنیو مرستو د کموالي له امله کمزوری شوی ، هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو اوس تر سخت فشار لاندې دی.
بلغاریا د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکوي
بلغاریا وايی ۳۵ افغان کډوال یې نیولي دي.
د بلغاریا کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه کسان هیواد ته دننوتلو په مهال په سرحدي سیمه کې په یو میني بس کې پیژندل شوي او ونیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیول شویو کسانو خپله ویلي چې د افغانستان دي.
اعلامیه وايی ۲۲ کلن موټر چلوونکی چې دشمالي مقدونیا څخه دی هم نیول شوی او د قضیې څیړنه دوام لري.
بلغاریا او دبالکان نور هیوادونه اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د ورتګ یوه عمده لار ګڼل کیږي.
د یوناما دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شول
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
فرانسې خبري اژانس د یوناما په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو دا دوه کارکوونکي د اګسټ په نهمه په هرات کې د طالبانو د استخباراتي ادارې لهخوا نیول شوي وو او دا دی تر شاوخوا ۱۰ ورځو وروسته د پنجشنبې په ورځ بېرته خوشې شول.
د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.