د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په خیبر میدان کې د دوی رابلل شوې جرګه پرون د ځینو ستونزو له کبله پیل نهشوه.
د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، ياده جرګه به نن شنبه پر ځايي وخت د سهار لس بجې پیل شي.
که څه هم د جرګې ځای ته له بېلابېلو سیمو په سلګونو کسان ور رسېدلي، خو لا هم دغه ځای خلک ور روان دي.
زموږ همکار په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له همږغي کوونکي مالک بازي سره مرکه کړې په سره کې یې ترې پوښتنه کړې: ایا د جرګې ځنډ به د جرګې پر بهیر او پرېکړو کوم اغېز وکړي؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: