د ازادي راډیويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورئ چې په بېلابېلو وختونو کې پر پښتو ادبیاتو سیاسي غورځنګونو څه ډول اغېزې کړي دي؟
دغه راز د اسیې محرابي یوه سندره اورېدلی شئ او د دې سندرې په اړه د دې نظر اخیستل شوی دی.
په خپرونه کې د شعر د نقد په اړه اورېدلی شئ او په نورستان کې د ظاهرشاه د وخت د یوه باغ له وضعیته خبرېږئ چې د سیمې خلک یې بیارغونه غواړي.
ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: