نړۍ
شيخ نعيم قاسم: د حزبالله ډلې نوی مشر به د داخلي مېکانېزم لهمخې وټاکل شي

د لبنان د حزبالله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم وايي، ژر به د دغه ګوند د داخلي مېکانېزم لهمخې عمومي منشي/مشر وټاکل شي.
قاسم دا خبرې نن دوشنبه په یوه بیان کې کړي او ویلي یې دي چې، د مشر د ټاکلو لپاره هر څه روښانه دي.
حزبالله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنه یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د حزبالله مرستیال شیخ نعیم قاسم په خپل ننني بیان کې وویل، د دوی مشر حسن نصرالله او څلور نور کسان تېره جمعه د بیروت په ضاحیه سیمه کې ووژل شول.
حسن نصرالله له څه باندې درې لسیزو راهیسې د حزبالله مشري په غاړه درلوده.
حزبالله د لبنان له نیابتي ډلو ده چې څو واره یې له اسراییلو سره جګړې کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بندر عباس اور کنټرول شوی؛ څه باندې ۷۰ کسان وژل شوي

ایراني چارواکو اعلان وکړ چې د بندر عباس په سیمه کې اورلګیدنه کنټرول شوې ده.
د بندرعباس په شهید رجايي کې د اپرېل په ۲۶مه تر زوروروې چاودنې وروسته پراخ اور ولګېد چې مړه کولو یې څو ورځې وخت ونیوه. په هغه پېښه کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او تر زرو نور ډېر خلک ټپیان دي.
د ایران ټلویزیون د سې شنبې په ورځ ژوندي انځورونه خپاره کړل چې ښيي له کانټینرونو څخه لا هم لوګي پورته کېږي.
په ورته وخت کې، د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران ګمرک اعلان کړی د بندر عملیات بیرته عادي حالت ته ستانه شوي دي.
ایراني چارواکو تر اوسه د پېښې دقیق لامل نه دی اعلان کړی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې جمهوري ریاست ۱۰۰ ورځې تېرې شوې

ولسمشر ټرمپ دا ورځ د خپلو ملاتړو سره ولمانځله او له دې فرصت په استفادې یې یو ځل بیا د ډیموکرات ګوند پر غړو نیوکه وکړه.
هغه د کډوالۍ په اړه د خپلو سختو پالیسیو له تکراره خبره وکړه، او زیاته یې کړه چې په تیرو ۱۰۰ ورځو کې یې د غیرقانوني کډوالو ګڼ شمېر ایستلي دي.
ډونالډ ټرمپ د تېر کال جمهوري ریاست انتخابات وګټل او د دوهم ځل لپاره د متحده ایالتونو ولسمشر شو.
هغه د جنوري په ۲۰مه د وفادارۍ لوړه وکړه.
په تیرو ۱۰۰ ورځو کې، ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمانونو په صادرولو سره جنجالي پریکړې کړې دي.
له هغې ډلې د نړۍ له نږدې هر هېواد څخه واردو شويو توکو باندې د درنو تعرفو لګول، چې د ډیری دغو هیوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
پاري سن ژرمن لوبډلې ارسنال ته ماته ورکړه

په چیمپینز لیګ کې، پاري سن ژرمن لوبډلې خپل کوربه ارسنال ته یو پر صفر ماته ورکړه.
دا لوبه بېګا شپه د اروپا د اتلانو جام د نیمه پای لوبې په لومړۍ مرحله کې ترسره شوه.
د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د بیرته راتګ لوبه به راتلونکې اوونۍ په پاریس کې وشي.
دوهمه نیمه پای لوبه به د چهارشنبې په شپه د هسپانوي ټیمونو بارسلونا او ایټالیا انټر میلان ترمنځ ترسره شي.
څه باندې دوه نیم لکه افغانان یوه میاشت کې له پاکستان او ایران خپل هېواد ته ستانه شوي

ملګرو ملتونو ویلي یواځې اپرېل میاشت کې څه باندې دوه نیم لکه افغانان له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د جنوا دفتر په خپله اعلامیه کې چې سه شنبه ناوخته یې خپره کړې چې لږ تر لږه ۹۶زره دا افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په زور ایستل شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د کډوالو په دومره لوی شمېر راستنېدنه د افغانستان بشري ناورین لا پسې زیاتوي.
ملګرو ملتونو له پاکستان او ایران غوښتي چې د کډوال ستنول باید داوطلبانه، خوندي او عزتمنده و اوسي.
راستنېدونکي افغان کډوال شکایت لري چې په پاکستان او ایران کې بد چلند ورسره شوی او خپل وطن کې هم د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه لري او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو تبادله، ۳ کسان وژل شوي دي

د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو په تبادله کې نن سهار یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د اوکراین په دنیپروپتروسک سیمه او دوه تنه نور د روسیې په سرحدي سیمه بلګوردو کې ووژل شول.
د اوکراین هوایي ځواک ویلي چې روسیې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراین سل بې پيلوټه الوتکې توغولي دي.
د دغو بریدونو پایله کې اوکراین ته مالي زیان اوښتی او درې تنه په کې ټپيان شوي هم دي.
بل لورته روسي چارواکو ویلي، بلګورود کې پر یوه موټر د اوکرایني ځواکونو برید کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی.
دغه اوربند به د مې میاشتې له اتمې تر لسمې پورې نافذ وي چې د نازي جرمنانو په وړاندې د شوروي اتحاد د بریا له اتیایمې کلیزې سره برابرې شپې ورځې دي.
د اوکراین ولسمشر د پوتین دغه اعلان نمایشي بللی دی.
روسیې په اوکراین کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني د ماتې د کلیزې په مناسبت له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د کرملین هغه اقدام چې د اپریل په ۲۸مه اعلان شو، صادقانه ونه باله او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه.
دا په دې میاشت کې دوهم ځل دی چې کرملین د جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده.
د ایسټر د رخصتۍ په جریان کې د اوربند لپاره مخکینی وړاندیز په لویه کچه له پامه غورځول شوی و، ځکه چې روسیې او اوکراین بریدونو ته دوام ورکړ.
په دې بریدونو کې د مسکو لخوا په ټوله اوکراین کې د پراخو هوايي بریدونو لړۍ شامله وه.
د ایران په بندر عباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر ۷۰ ته ورسید

د ایران د دولتي رسنۍ په وینا په بندرعباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر اویاو ته ورسید او د ټپيانو شمیر یې تر دولس سوو اوښتی دی.
چارواکو پرون ناوخته وویل چې د اته څلویښت ساعتونو له تیریدو وروسته لاهم دا اور چې د شهید رجایي په بندر کې لګیدلی و نه دی مړ شوی، خو تر کنټرول لاندې راغلی دی.
چارواکو تر اوسه د شهید رجایي په بندر کې د اپریل د شپږ ویشتمې نیټې د چاودنې علت سم نه دی روښانه کړی، خو خپلواکو متخصصینو ویلي دي چې دا چاودنه په ناسمه توګه د سوډیم پرکلورایډ د زیرمې له امله رامنځته شوې ده. سوډیم پرکلورایډ د توغندیو د سون په موادو کې کارول کیږي.
۱۴ کلن سوریاونشي په (ای پي ایل) تاریخ جوړ کړ

د هند د کرکټ په غوره لیګ( ای پي ایل) کې د راجستان رایلز څوارلس کلن بټسمن ویبهاو سوریاونشي سلیزه جوړه کړه. دی په دې ډول د شل اوروه لوبو په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې سلیزه یې ووهله.
سوریا ونشي د افغان لوبغاړي راشد خان په توب په پرونۍ لوبه کې شپږیزه واخیسته او خپلې سل منډې یې جوړې کړې، د دې سلیزې بل کمال دا و چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې دوهمه تیزه سلیزه ده، تر ده مخکې تیزه سلیزه په پنخه دیرش توپونو جوړه شوې وه.
چپ لاسي سوریا ونشي اووه څلویرزې او یولس شپږیزې ووهلې او په اته دیرش توپونو یې یوسل او یو منډې وکړې او وسوځید.
په دې لوبه کې راجستان رایلز د ګجرات لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
پاکستان ادعا کوي څه باندې ۷۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د افغانستان له خاورې د ور اوښتلو په هڅه کې وو

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د شمالي وزیرستان په حسن خیلو سیمه کې لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژلي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اس پي ار په تازه بیان کې د لږ تر لږه ۱۷ وسله والو او په خپل مخکیني بیان کې د لږ تر لږه ۵۴ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د بیان په اساس د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې يې ووژل.
د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې په سیمه کې به د وسله والو پر ضد د دوی عملیات روان وي.
په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې له سهاره ګرځبندیز هم لګیدلی او خلکو ته امر شوی چې سړکونو او بازارونو ته دې نه وځي.
نن دوشنبه په ایران کې د وروستۍ چاودنې او پراخې اورلګېدنې په خاطر عمومي ماتم دی.

د اپرېل په ۲۶مه تېره شنبه د بندرعباس په شهیدرجايي بندر کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې د پراخې اورلګېدنې سبب شوه.
د راپورونو له مخې اوروژونکي لا هم په بشپړه توګه د لمبو په مهار او د سیمو په تصفیې نه دي بریالي شوي.
لږ تر لږه ۴۶ کسان په دې پېښه کې وژل شوي او تر ۱۲۰۰ زیات ټپيان دي.
د دولت د اعلان په اساس د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ایران رهبر علي خامنه اي له امنیتي او قضايي چارواکو غوښتي چې پېښه په جدي توګه وڅېړي او هر ډول ممکنه بیغوري او عمدي کار چې دا لویه تراژيدي یې سبب شوې په ګوته کړي.