د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

نړۍ

په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت تر راتلونکې کال پورې پای ته رسېږي

ارشیف: د عراق په انبار کې د امریکايي ځواکونو یوه اډه
ارشیف: د عراق په انبار کې د امریکايي ځواکونو یوه اډه

د امریکا متحده‌ایالاتو پرون جمعه اعلان وکړ چې د عراق له حکومت سره یې یوه موافقه کړې چې له مخې یې په دې هېواد کې د امریکا پوځي ماموریت تر راتلونکې کال پورې پای ته رسېږي.

د دغې موافقې له مخې به په عراق کې امریکایي ځواکونه چې نژدې دوه لسیزې په دې هېواد کې حضور لري، له خپلو ځینو اډو ووځي.

خو د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا حکومت په دې اړه چې ایا په عراق کې یو شمېر امریکایي سرتېري به چې اوس یې شمېر شاوخوا ۲۵۰۰ ته رسېږي، پاتې کېږي او که دغه اعلان له دې هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو په معنی دی، له زیاتو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ماموریت په دې هېواد کې د سخت دریځې اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې جګړې متمرکز دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ايران له جرمني، فرانسې او بريتانيا سره د هستوي خبرو د بيا پيل خبر تأييد کړ

د ايران بيرغ
د ايران بيرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له جرمني، فرانسې او بریتانیا سره د هستوي خبرو بیا پیل تايید کړ.

دغه خبرې به د ایران او یادو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو ترمنځ وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون په یوې خبرې ناسته کې وویل، دغه خبرې به د نومبر ۲۹مه د دوه اړخیزو، سیمه‌‌‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه ترسره شي.

د دغه خبرو د ځای ځايګي په اړه څه نه‌‌‌دي ویل شوي.

تر دې وړاندې د جاپان کیودو خبري اژانس ویلي چې، ایران له بریتانیا او اروپايي ټولنې سره د هستوي خبرو لپاره چې د راتلونکې جمعې په ورځ په جینوا کې کېږي چمتووالی نیسي.

دغه اژانس د ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، ایران هڅه کوي چې د امریکا د متحدایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې د هستوي لانجې لپاره حل‌لاره ومومي.

دا خبرې په‌داسې حال کې کېږي چې، څو ورځې وړاندې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د تهران پر وړاندې پرېکړه‌‌لیک صادر کړی و.

فايننشال ټايمز: روسيې د اوکراين د جګړې لپاره سلګونه يمنيان ګمارلي دي

فايننشال ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې، روسیې سلګونه یمنیان د اوکراین د جګړې لپاره ګمارلي دي.

د ټایمز د معلوماتو له‌‌‌‌‌‌‌مخې دغو کسانو ته د ډېرو پیسو او همداراز د روسیې د تابعیت د ورکړې ژمنې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې د نومبر په ۲۳مه حوثیانو پورې اړوند یوه شرکت له دغو یمنیانو سره روسیې ته په ورتګ کې مرسته کړې او دوی روسیې ته په رسېدو د جګړې لومړیو کرښو ته استول شوي دي.

په راپور کې همداشان راغلي چې، روسيې په دغه اقدام سره غواړي د بهرنیو جنګیالیو پرمټ د اوکراین په جګړه کې برلاسې شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د اوکراین د جګړې لپار د شمالي کوریا د زرګونو سرتېرو او له روسي ځواکونو سره د ګډې مبارزې په اړه هم راپورونه خپاره شوي وه.

د پاکستان حکومت: په کورمه کې د فرقه یي شخړو دواړو ښکېلو خواوو د اوربند تړون لاسلیک کړی

د کورمې د ښکېلو خواوو ترمنځ د روغې جوړې له غونډې انځور
د کورمې د ښکېلو خواوو ترمنځ د روغې جوړې له غونډې انځور

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې په کورمه کې د فرقه یي شخړو دواړو ښکېلو خواوو د اوربند تړون لاسلیک کړی دی.

په کورمه کې تېرو درېیو ورځو کې د سني او شیعه ډلو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او د حکومت ویاند محمد علي سیف خبري اژانسونو ته وویل چې شیعه او سني مشرانو موافقه کړې چې لږترلږه د اوو ورځو لپاره بریدونه ودروي ځکه چې د اوږدې مودې حل په لټه کې دي.

د خېبر پښتونخوا صوبې په کورمه ضلع کې د سني او شیعه ډلو تر منځ تاوتریخوالی د نومبر په ۲۱مه وروسته له هغه پیل شو چې وسله والو د شیعه مسلمانانو پر یوه کاروان ډزې وکړې چې لږترلږه ۳۸ کسان یې ووژل.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پولیس وايي٬ وسله والو کسانو دوکانونه، کورونه او دولتي ملکیتونه مخکې له دې چې سیمې ته یو حکومتي پلاوی د کړکېچ د کمولو په لټه کې شي، وسوځول.

د خیبرپښتونخوا په فرقه ييزو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۰ کسانو اوښتی

په کورمه کې د وروستيو نښتو له کبله د قربانیانو یو انځور
په کورمه کې د وروستيو نښتو له کبله د قربانیانو یو انځور

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په کورمه کې په فرقه ييزو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۰ کسانو اوښتی دی.

د یکشنبې په ورځ سیمه ییزو چارواکو او مشرانو د ازادې اروپا مشال راډیو ته دا هم تایید کړه چې لږ تر لږه ۱۵۰ نور کسان ټپيان شوي دي.

د سُني او شیعه ډلو تر منځ نښتې وروسته له هغه پيل شوې چې د مسافر وړونکو موټرو په کاروان باندې وسله وال برید وشو.

له شاوخوا درېیو ورځو په کورمه کې دا فرقه ييزې نښتې روانې دي چې د راپورونو له مخې دواړه خواوې پر یو بل سپکې او درنې وسلې کاروي.

د اسراییل په منځنیو او شمالي سیمو کې د خطر زنګونه فعال شوي

د اسراییل د پلازمېنې یوه څنډه
د اسراییل د پلازمېنې یوه څنډه

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې نن یکشنبې د دغه هېواد په منځنیو او شمالي سیمو کې د خطر زنګونه فعال شوي دي.

پوځ زیاته کړه چې د لبنان له‌خوا ۵۵ توغندي توغول شوي وو چې مخه یې ډب شوې ده.

د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د خطر زنګ د اسراییل په یو شمېر مرکزي سیمو او د هېواد په بېلابېلو شمالي برخو کې غږېدلي دي.

د پوځ د دوو جلا خبرپاڼو له مخې، له لبنان څخه ۱۸ توغندي د اسراییل پر مرکزي برخې او شاوخوا ۳۰ توغندي د دې هېواد پر شمال ویشتل شوي دي.

د ځینو توغندو مخه په هوا کې نیول شوې او شنډ کړل شوي دي.

د لبنان حزب‌الله ډلې هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې د اسراییل په لور توغولي دي.

د ایران له ملاتړه برخمنې دې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې په لومړي ځل یې د اسراییل په جنوب کې د سمندري ځواکونو پر اشدود اډې برید کړی چې په کې "یوشمېر بریدکوونکي بې‌پیلوټه الوتکې" کارول شوې دي.

په یوه بل بیان کې حزب‌الله د تل‌ابیب په یوه "پوځي هدف" د "پرمختللو توغندیو او څو بریدکوونکو بې‌پیلوټه الوتکو" په وسیله د برید خبر ورکړی دی.

هندوستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته د ۵۳۳ منډو هدف ورکړ

CRICKET-AUS-IND
CRICKET-AUS-IND

د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم پای ته ورسېده او د دې ورځې په ورستیو ۲۴ دقیقو کې اسټرالیا ته د دوهمې توپوهنې نوبت ورغی، خو یو وار بیا یې ښه پیل ونه کړ.

هندوستان چې د خپلې دوهمې پاڼۍ لوبه تر ۴۸۷ منډو وروسته ونه غځوله، اسټرالیا ته یې د ۵۳۳ منډو هدف ورکړ.

په دوهمې پاڼۍ کې د هند لپاره یشسوي جایسوال ۱۶۱ او ویرات کولي پوره ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا په ټېسټ کرکټ کې د ویرات کولي ۳۰مه سلیزه وه.

د اسټرالیا توپوهونکي په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۰۴ منډو سوځېدلي وو او په دوهمې پاڼۍ کې یې ۱۲ منډې جوړې کړې دي او درې مخکښ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د دې لوبې لا هم دوه نورې ورځې پاتې دي.

په پلان کې ده چې هندوستان په دې سفر کې له اسټرالیا سره پنځه ټېسټ لوبې ترسره کړي.

امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پرېکړه‌لیک هرکلی کړی

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې بیرغ
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې بیرغ

امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د شورا د وروستي پرېکړه‌لیک هرکلی کړی، خو پر دې یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې ایران د ځواب ورکولو او همکارۍ پر ځای خپل اتومي پروګرام پراخ کړی دی.

دې څلورو لوېدیځو هېوادونو د شنبې په ورځ د لیندۍ درېمه نېټه په یوه ګډه اعلامیه کې له ایرانه وغوښتل چې د اتومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د خبرو او همکارۍ لاره تعقیب کړي.

په دې اعلامیه کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وېب‌پاڼه کې خپره شوې ده، راغلي: "موږ په جدي توګه د تهران د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه لرو، او یادونه کوو چې ایران د دې پر ځای چې پرېکړه‌لیک ته په همکارۍ ځواب ووايي غواړي خپل اتومي پروګرام پراخ کړی."

ایران د پنجشنبې په شپه، د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکمانو د شورا د پرېکړه‌لیک له صادرېدو سمدستي وروسته، اعلان وکړ چې د یورانیمو غني کولو سرعت او ظرفیت به "په پام وړ ډول" زیات کړي او یو شمېر نوي او پرمختللي سنتریفیوژونه به فعال کړي.

په پاکستان کې د پولیو درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

په پاکستان کې د پولیو درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې او ورسره په دغه هېواد کې سږ کال د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۵۵ ته ورسېد.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبې وویل چې تازه پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوجستان ایالتونو کې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې له ۵۵ پېښو څخه ۲۵ په بلوچستان، ۱۵ په خیبرپښتونخوا او نورې د دغه هېواد په سند او پنجاب ایالتونو سره کې ثبت شوي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په‌کې له منځه نه دی تللی.

عمان کې د اسراییل سفارت ته نږدې ډزې؛ یو وسله وال وژل شوی او درې پولیس ټپیان دي

د اردن پولیسو د ډزو د غږونو له اورېدو وروسته د اسراییل د سفارت ساحه چې پولیس په کې پراخ حضور لري٬ کلابنده کړه.
د اردن پولیسو د ډزو د غږونو له اورېدو وروسته د اسراییل د سفارت ساحه چې پولیس په کې پراخ حضور لري٬ کلابنده کړه.

د اردن په پلازمېنه عمان کې د اسراییل سفارت ته نږدې د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس، یوې امنیتي سرچینې او دولتي رسنۍ نن یکشنبه ویلي چې په دې پېښه کې یو وسله وال کس وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دي.

د اردون دولتي خبري اژانس پیترا (Petra) د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې پولیسو پر ‎‎یوه وسله وال کس وروسته له هغې ډزې وکړې چې لومړی هغه د پولیسو پر ګزمه ډزې پیل کړې.

عیني شاهدانو ویلي چې د اردن پولیسو د ډزو د غږونو له اورېدو وروسته د سفارت ساحه چې پولیس په کې پراخ حضور لري٬ کلابنده کړه.

په دې ساحه کې وخت ناوخت د اسراييل ضد مظاهرې کېږي.

په هند کې یو سړی مخکې له دې چې مړی یې په اور کې وسوځول شي ژوندی شو

ارشیف
ارشیف

په هند کې یو سړی مخکې له دې چې مړی یې په اور کې وسوځول شي ژوندی شو.

۲۵ کلن روهیتاش کومار د هغې ناروغۍ له کبله چې په افغانستان کې د میرګي په نوم یادېږي، د راجستان په یوه روغتون کې بستر شوی و او یوه ډاکتر روغتون ته له رسېدو سره سم د هغه مړینه تایید کړې وه.

د روغتون مسوولو کسانو د دې په ځای چې د ناروغ د مړینې د علت د معلومولو لپاره لازم معاینات وکړي، هغه یې د روغتون سړې خونې ته یووړ څو وروسته د هندو مذهب له رسم سره سم وسوځول شي.

د روغتون سرطبیب ډي سېنګ فرانسپرس خبري آژانس ته وویل څو شېبې مخکې له دې چې اور ولګول شي، د روهیتاش وجود په حرکت راغی.

د ډي سېنګ په وینا، نوموړی ژوندی و او سا یې ایسته.

کومار سمدستي بیا روغتون ته ولېږدول شو، خو پرون د علاج پر مهال یې په رښتیا ساه وخته او دا ځل یې مړینه تایید شوه.

چارواکو د درې واړو ډاکترانو دندې ځنډولي او پولیسو په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG