نړۍ
د امریکا عدلیې وزارت د ایران د سپاه پاسداران په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي

د امریکا عدلیې وزارت د سپټمبر په ۲۷مه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي.
لامل یې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین د هک کولو او د نومبر د پنځمې نېټې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې یادې شوي دي.
دا تورونه د ولسمشر جو بایډن د ادارې هغه وروستي اقدامات دي چې غواړي د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او د هغه د ډیموکراتیک سیالې کامالا هاریس تر منځ د نومبر میاشتې راروانې ولسمشرۍ ټاکنې د بهرنیو لاسوهنو له ګواښه خوندي کړي.
د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران پر اوو غړو یې بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو او جنایي تورونو سره مخامخ اشخاصو په اړه جزییات نه دي رسنیز شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په غزه کې د یرغمل شوي تایلندي وګړي جسد موندل شوی دی

د اسراییلو د دفاع وزیر وايي، ځواکونو يې د هغه تایلندي وګړي جسد موندلی چې په ۲۰۲۳کال کې د اکټوبر په اوومه د حماس وسله والې ډلې له خوا د یرغمل په توګه غزې ته وړل شوی و.
امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترهګریز سازمان ګني.
د اسراییلو د دفاع وزیر کاتز ازرایل نن شنبې وویل، د ناتاپونګ جسد د غزې په جنوب رفح ښار کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې موندل شوی دی.
حماس وسله والې ډلې له اسراییلیان وروسته تر ټولو ډير تایلندي وکړي یرغمل کړي وو.
دوه ورځې وړاندې په غزه د دوو نورو یرغمل شویو جسدونه چې یو يې امریکايي او بل يې اسراییلو وو، موندل شوي وو.
لا هم ۵۲یرغمل له حماس وسله والې ډلې سره بندیان دي، خو اسراییل وايي، د دغو یرغملو سم نیمي يې وژل شوي دي.
حماس دوه کاله وړاندې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې ۲۵۱کسان يې ووژل او ۱۲۰۰ نور يې یرغمل غزې ته له ځان سره یوړل.
د حماس له دې برید وروسته اسراییلو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د حماس په واک کې د روغتیا وزارت وايي، تر دې دمه په روانه جګړه کې ۵۴ زره کسان وژل شوي دي.
د بریتانیا د صدراعظم یو موټر او دوه کورونه سوځول شوي، تورن کسان محاکمه کیږي

د لندن یوې محکمې دوو اوکراینیانو ته د اپریل میاشت د محکمې لپاره وټاکله. دا اوکرانیان په دې تورن شوې دي چې د بریتانیا د صدراعظم کیر سټارمر شتمنیو ته یې په اوراچولو کې لاس درلود.
د بریتانیا د څارنوالي یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې نه دې دوو او کراینیانو او نه هم په دې قضیه کې یوه بل تورن چې هغه د رومانیا دی، پرون د لندن په اولډ بیلي په محکمه کې د دې تورونو په اړه څه وویل.
د برتانیا د ترهګرۍ ضد پولیس څېړنه کوي چې څنګه او ولې دغو درې کسانو او یوه بل د برتانیا د صدراعظم یوه موټر او دوو کورونو ته اور ورته کړی دی.
څلورم تورن تیره اونۍ د لندن په سټنسټډ هوایي ډګر کې ونیول شو او په ضمانت خوشي شو.
د اورلګیدلو په دې پیښو کې چې د مې په میاشت کې وشوې، څوک ټپي شوی نه دی.
امریکایي او چینایي پلاوي پر اقتصادي موضوعات غږیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ده د کابینې درې غړي به د دوشنبې په ورځ په لندن کې له چینایي چارواکو سره د سوداګرۍ د تړون په اړه خبرې وکړي.
د جمعې په ورځ، ټرمپ په خپلې خواله رسنۍ « سوشل ترت» کې ولیکل چې د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ، د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټینک او د امریکا د تجارتي چارو استازی جیمیسن ګریر به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا ولسمشر دا هم لیکلي چې دا غونډه باید ډيره ښه ترسره شي.
غونډه یوه ورځ وروسته له هغه پلان شوه چې ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د دواړو مشرانو ترمنځ په یوه نادره تلیفوني اړیکه کې خبرې وکړې.
که څه هم امریکا او چین په دې وروستیو کې د ځینو سوداګریزو تعرفو د بیرته راګرځولو لپاره د ( نوي) ورځو تړون لاسلیک کړ، خو دې لنډمهاله تړون د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ راپیدا شوې پراخې تجارتي اندیښنې پای ته نه دي رسولي.
ولسمشر ټرمپ: د مسکو او کییف جګړه د ماشومانو شخړې ته ورته ده

د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین جګړه د ماشومانو ترمنځ جګړې سره پرتله کړه.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جرمني له صدراعظم فریدریښ میرڅ سره په واشنګتن کې د ګډې غونډې پرمهال وویل، ځیني وختونه تاسو په یوه پارک کې دوه ماشومان وینئ چې د لیوني په څیر یو بل وهي او له یوه بله کرکه کوي، نو کله ناکله دا غوره وي چې دوی د څه وخت لپاره همداسې پریږدئ او بیا یې سره جلا کړئ.
ولسمشر ټرمپ د کییف او مسکو ترمنځ د سمدستي سولې امکان کم وباله.
ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال ویلي و چې دا جګړه به ډير ژر ختمه کړي، خو اوس داسې ښکاري چې دی مایوسه شوی دی.
دی وایي، د دواړو هیوادونو ترمنځ دښمني زیاته شوې او ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي له یوه بله ډیره کرکه لري.
اسراییل لبنان ته خبرداری ورکړ

د اسراییل دفاع وزیر نن خبرداری ورکړ چې تر هغو به د اسراییل بمبارۍ پر لبنان روانې وي چې ایران پلوه حزب اله ډله بې وسلو شوې نه وي.
اسراییل کاتز دا خبرې یوه ورځ وروسته تر دې وکړې چې اسراییلي ځواکونو د لبنان د پلازمینې بیروت پر جنوبي برخو بمبارۍ وکړې.
د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز په یوه بیان کې نن وویل، باید د تړونونو درناوی وشي که داسې ونه شي، اسراییل به په ډیر قوت خپلو بریدونو ته ادامه ورکړو.
ښاغلي کاټز زیاته کړه چې دی دا خبره د لبنان د ولسمشر جوزف عون د تیرې شپې په ځواب کې کوي، چې پر بیروت باندې یې د اسراییلي ځواکونو بریدونه د نومبر د میاشتې له شوي اوربند څخه سرغړونه بللې ده.
د نومبر د اووه ویشتمې نیټې د تړون له مخې د حزب اله وسله وال باید بې وسلو شي او د لبنان په شمال کې د لیطاني له سیند څخه دیرش کیلومتره د اسراییل له پولې شاته شي.
روسیې پر اوکراین درنه بمباري کړې

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیه خپل چلند نه بدلوي، د اوکراین پر وولین، لویف، ترنوپیل، کییف، سومي، پولتاوا، خَمل نېڅکي، چرکاسي او د چرنهیف شاوخوا یې پراخ بریدونه کړې دي.
ولودمیر زیلینسکي په ایکسپاڼه کې دا هم لیکلي دي چې نن روسیې تر څلور سوه په ډیرو ډرون الوتکو او څلویښت توغندیو چې بالستیک توغندي هم پکې و دا بریدونه کړې دي چې له امله یې نهه څلویښت تنه ټپيان شوي او تر اوسه د درې کسانو مړینه تایید شوې ده چې دا کسان د اوکراین د بیړنیو چارو د ادارو غړي وو.
دا بریدونه وروسته تر دې وشول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال خبرداری ورکړ چې د اوکراین د هغو ډرون الوتکو د بریدونو غچ به واخلي چې د روسیې دننه یې اهداف په نښه کړې دي.
د اوکراین د امنیتي ادارې چارواکو د ازادې اروپا /ازادي راډیو ته ویلي دي چې د جون د لومړۍ نیټې په برید کې یې تر څلویښت پورې داسې روسیي الوتکې د روسیې دننه په نښه کړې، چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري.
له افغانستان پرته د نړۍ په اکثر اسلامي هیوادو کې د اختر لمونځ ادا شو

نن په مکه مکرمه کې د اختر لمونځ ادا شو.
حاجیانو تیره شپه په مزدلفه کې ګاټي راغونډ کړل چې نن په منی کې شیطانان وولي.
پرون ورځ حاجیانو په عرفات کې تیره کړه، خو په افغانستان کې نن د عرفې ورځ اعلان شوې او طالبانو ویلي دي چې د شنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
سږکال د دیرش زره افغانانو په شمول د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
ّپاکستان په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال ټاکل شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کمېټې د مشرۍ سربېره د دوو نورو کمېټو شریکي مسوولیت هم اخیستی.
محمد اسحق دار دا خبره نن په یوه بیان کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دار په خبره هېواد یې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیالي او د مستندسازۍ او بندیزونو د ګډو نارسمي ګروپونو شریک مشرۍ ته رسېدلی.
پاکستان داسې وخت د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال په توګه ټاکل شوی چې دا هېواد له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.
په تر ټولو وروستۍ بېلګه کې هند اعلان وکړ د هغو ترهګرو ډلو مرکزونه یې په نښه کړل چې په هندي کشمیر کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت درلود.
پاکستان تورن دی چې له کلونو راهیسې یې په بندیزونو کې د شاملو ترهګرو ډلو القاعدې، لشکر طیبه، داعش او څو نورو ګروپونو او د هغوی د سیمه ییزو تړلیو ملیشو کوربه توب کړی.
ازبکستان د فوټبال نړیوال جام ته ووت

ازبکستان او اردن د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام ته لار پيدا کړه.
د افغانستان ګاونډي ازبکستان تېره شپه که څه هم له متحده عرب اماراتو سره لوبه صفر پر صفر مساوي کړه خو د تېرو ښو امتیازاتو په خاطر نړیوال جام ته ولاړ.
تر ازبکستان مخکې په همدې ګروپ کې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم نړیوال جام ته لار پيدا کړې ده.
د فوټبال نړیوال جام به کال ته د امریکا په کوربه توب ترسره شي.
د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې بیا هسپانیې خپله سیاله فرانسه ماته کړه او پایلوبې ته ووته.
هسپانیې ۵ پر څلور فرانسه له مخې لرې کړه.
تمه ده په پایلوبه کې هسپانیه او ګاونډی یې پرتګال را روانه یکشنبه مخ شي.
پرتګال په نیمه پایلوبه کې ۲ پر ۱ جرمني ته ماته ورکړې وه.
رونالډو خپله لوبډله د اروپایي ملتونو د فوټبال پایلوبې ته ورسوله

د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې نن ماښام اسپانیا او فرانسه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د نننۍ لوبې ګټونکی به پایلوبې ته ځي او هلته به له پرتګال سره مخامخ کیږي.
د پرتګال لوبډلې تېره شپه جرمني ته دوه-یو ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.
د بیګنۍ لوبې د بریا ګول د پرتګال د فوټبال ستوري کرستیانو رونالډو وواهه.