نړۍ
اسراییل له حزبالله سره د اوربند لپاره د امریکا او د هغو د متحدانو فشار ته ځواب نه دی ویلی

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبه وویل چې د هغه حکومت د لبنان له وسلهوالې ډلې، حزبالله سره د اسراییل په جګړه کې د ۲۱ ورځني اوربند لپاره د امریکا د متحدهایالاتو او د هغو د متحدانو فشار ته ځواب نه دی ویلی.
د نتنیاهو له دفتره په یوه بیان کې ویل شوي: "دا د امریکا او فرانسې وړاندیز دی چې صداعظم یې لا هم ځواب نه دی ورکړی."
د بیان له مخې، صدراعظم خپل پوځ ته امر کړی چې "په بشپړ ځواک سره جګړې ته دوام ورکړي."
د اسراییل پوځ په جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ټانکونو یوې لوا یې پرون سهار "د لبنان د پولې په څوکیلومترۍ کې په غرنیو سیمو کې" پوځي تمرین وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د تمرین په ترڅ کې اسراییلي ځواکونو په شمالي محاذ کې د دښمن په قلمرو کې د مختلفو جنګي سناریوګانو لپاره خپل عملیاتي او لوژستیکي چمتووالی پیاوړی کړ."
په همدې حال کې د اسراییل دفاع وزیر یوآف ګالنت ژمنه کړې چې پر حزبالله ډلې به حملې دوام کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د چمپینز ټرافي لوبې د افغانستان په ګډون نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیلېږي

د چمپینز ټرافي لوبلړۍ نن- د فبروري ۱۹مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې به چې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلېږي، د کوربه پاکستان لوبډله د نیوزیلنډ له سیالې لوبډلې سره مخامخ شي.
افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.
حماس ډله د شنبې په ورځ شپږ تنه نور یرغمل هم ژوندي اسراییلو ته سپاري

فلسطینۍ حماس ډله وايي، د راروانې شنبې په ورځ به شپږ تنه ژوندي اسراییلي یرغمل خوشې کړي او سبا پنجشنبې به د څلورو نورو مړي اسراییل ته وسپاري.
حماس دا اعلان ظاهرا د اسراییل د هغه اقدام په غبرګون کې کوي چې ویجاړې شوې غزې ته یې د خوځنده استوګنځایونو او ساختماني تجهیزاتو د استولو اجازه ورکړې ده.
دا کسان وروستي اسراییلي یرغمل دي چې د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې د اسراییلو په زندانونو کې د سلګونه فلسطیني بندیانو په بدل کې له بنده خوشې کېږي.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي باید له اسراییل سره د اوربند په دوهم پړاو کې چې ښايي ډېر لانجمن وي، په غزه کې د دایمي اوربند او له دې تړانګې د اسراییلي سرتېرو د پوره وتلو په بدل کې لسګونه نور یرغمل هم خوشې کړي.
وسله والو په بلوچستان ایالت کې له یوه بس څخه اوه تنه پنجابیان راکښته کړل او ویې وژل

پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو تېره شپه ناوخته په بلوچستان ایالت کې د یوه بس اوه تنه سپرلۍ په ډزو ووژل.
یوه سیمه ایزو چارواکي وقار علم وايي دا پېښه په رخني نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې وسله والو یو بس چې له پنجاب څخه کوټې ته پرلاره و، په لویه لاره کې ودراوه، اوه تنه یې راکښته کړل او په ډزو یې ووژل. د ښاغلي علم په وینا بریدګرو یوازې دا ۷ کسان چې د پنجاب وو وویشتل.
د دې وژنې پړه تراوسه هېڅ یوې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې له دې مخکې بلوڅ بېلتونپالو هدفي وژنې او حملې کړې دي.
فرانسه نن د اوکراین او د اروپا د امنیت په اړه د بلې غونډې کوربه ده

فرانسه به نن چهارشنبه د اوکراین د جګړې او د اروپا د امنیت په اړه د دویمې غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې له کاناډا او هغو اروپایي هېوادونو د ګډون غوښتنه شوې چې د پاریس د همدې اونۍ په بیړنۍ غونډه کې حاضر نه وو.
د ديپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې نننۍ غونډه کې به د کاناډا، ناروی، استونیا، لاتویا، لیتوانیا، چک جمهوریت، یونان، فنلند، رومانیا، سویډن او بلجیم چارواکي حضور ولري.
د پاریس په لومړۍ غونډه کې چې د فبرورۍ په ۱۷مه جوړه شوې وه، اروپایي مشرانو اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو ورکړې ته لیوالتیا درلوده، خو وې ویل دغه ډول ضمانتونه د واشنګټن په مشارکت پورې اړه لري.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، دوی اوکراین کې د تلپاتې سولې په لټه کې دي.
تازه څېړنه ښيي چې په جرمني کې د بهرنیو وګړو د شمېر زیاتېدل د جرایمو له لوړېدو سره ارتباط نه لري

په جرمني کې د یوه تحقیقاتي مرکز تازه څېړنه ښيي چې په دې هېواد کې د دېره بهرنیانو لویه برخه په عمده جرایمو کې ښکېل نه دي.
د Ifo ایفو انستیتوت له خوا په شوي تحقیق کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د پولیسو له خوا د ثبت شویو جنايي پېښو په استناد ویل شوي دي چې په یوه ولسوالۍ کې د بهرنیو وګړو د زیاتېدونکي تناسب او په سیمه کې د شویو جرایمو ترمنځ هېڅ ارتباط نه و.
د دې تحقیق یوه څېړونکي ژان ویکتور علیپور ویلي دي چې د کډوالو په برخه کې هم د جرایمو تناسب په همدې ډول دی.
دا څېړنه د جرمني له عمومي انتخاباتو پنځه ورځې مخکې ترسره کېږي. د کډوالو له خوا د تشدد له پېښو وروسته امنیت د دې انتخاباتو په یوه مهمه موضوع بدل شوی دی.
د دې پېښو په وروستۍ مورد کې په مونشن ښار کې یو افغان کډوال د موټر په وسیله د کارګرانو پر یوه لاریون برید وکړ. د دې برید په نتیجه کې له دېرشو ډېر کسان ټپیان شول چې دوو تنو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ سبا په کراچۍ ښار کې پیلېږي

په پام کې ده د افغانستان په ګډون د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ سبا (د فبروري ۱۹مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شي.
په لومړۍ لوبه کې به کوربه پاکستان د نیوزیلنډ له لوبډلې سره مخامخ شي.
په دې لړۍ کې افغانستان د لومړي ځل لپاره برخه اخلي، او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې لوبېږي.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې او دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.
په یونان کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت نوی موزیم جوړېږي

یوناني چارواکي پلازمېنې آتن ته نژدې په ساحلي ښار پیرائوس کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت د یوه موزیم د جوړولو خبر ورکوي.
دا موزیم به، چې د یونان تر ټولو لویه فرهنګي پروژه بلل شوې او اروپايي ټولنه یې مالي لګښت ورکوي، راتلونکی کال پرانیستل شي.
په دې موزیم کې به د یونان ۲۵۰۰ تاریخي آثار چې د سمندر له تل څخه ترلاسه شوي دي، نندارې ته وړاندې شي.
پیرائوس په لرغونو زمانو کې د آتن اصلي بندر و، او د دې ښار کشتیو به له دې ځایه د مدیترانې سمندرګي بېلابېلو برخو ته سفرونه کول.
ترکیې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور ۲۸۲ کسان نیولي دي

د ترکیې پولیسو د کردستان د کارګرانو له ممنوع ګوند پي کې کې PKK سره د اړیکو په لرلو مشکوک ۲۸۲ کسان نیولي دي.
د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا نن (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې د تېرو پنځو ورځو په عملیاتو کې په نیول شویو کسانو کې خبریالان، سیاستوال او محصلان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور د منتخبو ښاروالانو د لیرې کولو لړۍ هم روانه ده. د دې هېواد د کورنیوچارو وزیر ویلي چې دا کسان PKK ته په تبلیغ، دې ډلې ته د مالي سرچینو او کسانو په راجلبولو او په اعتراضونو کې په لاس لرلو تورن دي.
دا ځپونکي اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې د PKK او حکومت ترمنځ د څلورو لسیزو جګړو د پای ته رسېدو لپاره هیلې په زیاتېدو دي. څلور میاشتې مخکې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه متحد سیاستوال د PKK له بندیوان مشر عبدالله اوجالان څخه وغوښتل چې خپل وسله وال له جګړو لاس اخیستو ته وهڅوي.
روسیې یو امریکایی زنداني له بنده خوشې کړ

د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو په درشل کې روسیې امریکایي وګړی کالوب وېن بایرز له بنده خوشې کړ. ۲۸ کلن بایرز د روان کال د فبروري په ۷مه د چرسو د ډېرې لږې اندازې د لرلو په تور په مسکو کې نیول شوی و.
د امریکايي او روسي رسنیو د راپورونو له مخې بایرز د متحدوایالتونو او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې بېګا د روسي چارواکو له خوا خوشې شو.
دا اقدام څو ساعته مخکې له هغه وشو چې د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په ریاض کې خبرې پیل شي.
د روسیې او امریکا پلاوو د اوکراین د جګړې په اړه په ریاض کې خبرې پیل کړې

د روسیې او متحدوایالتونو جګپوړو چارواکو نن د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې.
د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو د وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیوچارو د وزیر سیرګي لاوروف په مشرۍ پلاوو نن په ریاض کې سره وکتل. د دې خبرو هدف د متحدوایالتونو او روسیې د ولسمشرانو ډونالډټرمپ او ولادیمیر پوتین د سرمشریزې لپاره د لارې اوارول دي.
اوکرایني چارواکي به په دې خبرو کې ګډون ونه لري او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل چې هېواد به یې د دې خبرو نتایج ونه مني.
ولسمشر ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وویل چې ده او ښاغلي پوتین موافقه کړې چې دا جګړه به ژترژره د خبرو له لارې پای ته رسوي.