د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

کییف ته د دیرلاین سفر؛ اوکراین سره د اړتیا وړ انرژۍ د برابرولو په برخو کې نوې ژمنې کوي


د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او چپ لور ته د د اروپایي کمېسیون مشره اور زلا فون دیرلاین
د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او چپ لور ته د د اروپایي کمېسیون مشره اور زلا فون دیرلاین

د اروپایي کمېسیون مشره اور زلا فون دیرلاین نن د اوکراین په پلازمېنه کییف کې ده.

د اروپایي کمېسیون مشره اور زلا فون دیرلاین به له اوکراین څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ د دوام اود راروان ژمي لپاره د تیاریو په ترڅ کې چې د دې هېواد د انرژۍ ډېر تاسیسات د روسیې په بریدونو کې په نښه شوي او ویجاړ شوي، د اړتیا وړ انرژۍ د برابرولو په برخو کې نوې ژمنې وکړي.

مېرمن فون دیرلاین نن جمعه په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې له کییف څخه دا اتمه کتنه داسې مهال ترسره کوي چې سخت فصل نږدې په پیلېدو دی او روسیې هم د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

تمه ده چې نوموړې به د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره په کتنه کې پر دې خبرې وکړي چې اروپایي ټولنه په څه ډول کولای شي له اوکراین سره د اړتیا وړ انرژۍ په تامین کې مرسته وکړي.

هغې همدارنګه زیاته کړې چې اروپایي ټولنه به اوکراین ته په زړورو هڅو کې لاس ورکړي او دا دلته د همدې لپاره راغلې چې له کییف سره د دغه ملاتړ پر لارو چارواکو خبرې وکړي.

هغې زیاته کړه چې له چارواکو سره به د ژمي لپاره په دفاعي تیاریو او اوکراین ته د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي‌۷ ډلې له‌خوا په پور ورکولو کې د پرمختګ پرموضوعاتو خبرې وکړي.

د روانې جګړې له کبله په اوکراین کې یوه ویجاړه شوې ودانۍ
د روانې جګړې له کبله په اوکراین کې یوه ویجاړه شوې ودانۍ

د اروپایي کمېسیون مشرې کییف ته له سفر یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې اروپایي ټولنه به اوکراین ته نور ۱۷۸ میلیون ډالره ورکړي چې پرې د انرژۍ ویجاړ تاسیسات ورغوي، نوې کېدونکې انرژۍ ته پراختیا ورکړي او هم یې په مرسته سرپناوې ورغوي.

د روانې اوونۍ په پیل کې پاریس میشتې د انرژۍ نړیوالې ادارې، IEA خبرداری ورکړ چې اوکراین به سږنی سخت ژمی په مخ کې ولري ځکه د دې هېواد د انرژۍ تاسیسات د روسیې د بریدونو په نتیجه کې ډېر تر فشار لاندې دي.

روسیې په دغو بریدونو کې د اوکراین د برښنا د تولید، د تودولو تاسیسات او د لېږدولو شبکې یې په نښه کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG