نړۍ
د روسیې ولسمشر د یوه لانجمن سفر په ترڅ کې منګولیا ته رسېدلی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه لانجمن سفر په ترڅ کې نن منګولیا ته ورسېد.
د جرمونو نړیوالې محکمې یا "آیسيسي" له خپل غړي منګولیا څخه غوښتي وو چې پوتین ته دې یا د سفر اجازه نه ورکوي او یا دې یې ونیسي.
پوتین د "آیسيسي" لهخوا چې منګولیا یې په ۲۰۰۳م کال کې غړیتوب ترلاسه کړی، روسیې ته د اوکراین له اشغال شویو سیمو د ماشومانو د غیرقانوني لېږد په تور تر تعقیب لاندې دی.
خو منګولیايي چارواکو په پلازمېنه اولانباتور کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پوتین ته ښه راغلاست وویل.
د پوتین سفر په ۱۹۳۹ کال کې په خالخین ګول سیمه کې د جاپان پر پوځ د پخواني شوروي اتحاد او منګولیايي ځواکونو د بریا له کلیزې سره هم برابره ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بریټانیا صدراعظم د طالبانو له زندانه د دوو انګریزانو په خوشې کېدو کې د قطر د هڅو ستاینه وکړه

د ښاغلي سټارمر دفتر په یوه بیان کې د هغه په حواله لیکلي چې: «غواړم د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په شمول د قطر له حیاتي رول څخه مننه وکړم»
د بريټانیا صدراعظم زیاته کړې چې د دغې بریټانوۍ جوړې د خوشې کېدو د خبر لپاره یې اوږد انتظار ایستلی وو.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو.
هغوی پرون د طالبانو د حکومت له خوا د قطر په منځګړیتوب خوشې او دوحې ته انتقال شول.
په دوحه کې د یادې بریټانوۍ جوړې د کورنۍ غړي هوایي ډګر ته ورغلي وو او تمه ده بریټانیا ته ولاړ شي.
د مکسیکو په پلازمینه کې د اوبلن ګازو د ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی

په مکسیکو ښار کې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) وویل چې په ایزتاپالاپا کې د وروستۍ پیښې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی، چې ۲۱ کسان په روغتون کې بستر شوي او ۳۸ نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د رویټرز په وینا، د چهارشنبې په ورځ د ایزتاپالاپا په یوه ګڼه ګوڼې لویه لاره کې د شاوخوا ۵۰،۰۰۰ لیتره ګازو بار یوه لارۍ د دیوال سره تر ټکر وروسته وچاودېده، چې شاوخوا ۳۰ نور موټرونه یې وسوځول.
دې پیښې د مکسیکو په لویو لارو کې د خوندیتوب شرایطو په اړه اندیښنې راپورته کړې. د لومړنیو تحقیقاتو له مخې ټانکر لارۍ ډېره چټکه تله او چلوونکی یې هم بې تجربې وو.
د استونیا هوايي حریم ته د روسۍ جټ الوتکو ننوتل

استونیا وايي چې د روسیې درې میګ-۳۱ جنګي الوتکې د پنجشنبې په ورځ د دوی هوايي حریم ته ننوتلې دي.
په پلازمېنه تالین کې د استونیا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د روسیې جیټ الوتکې د سپتمبر په ۱۹مه د ۱۲ دقیقو لپاره د استونیا په هوايي حریم کې پاتې شوې او د استونیا جیټ الوتکو لخوا یې مخه ونیول شوه.
استونیا، چې د ناټو او اروپايي اتحادیې غړې ده، وویل چې دوی به د ناټو د منشور د څلورمې مادې په اړه د غونډې غوښتنه وکړي.
دا پیښه د ناټو او اروپايي ټولنې د دوو نورو غړو پولنډ او رومانیا هوايي حریم ته د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تر ورتلو وروسته رامنځته کېږي.
د امریکا پر کاري ویزو د یو لک ډالرو فیس لګښت

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره وايي چې دوی به له شرکتونو څخه وغواړي چې د H-1B کاري ویزو لپاره په کال کې یو لک ډالر ورکړي.
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ په دې اړه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ.
د دې اقدام هدف امریکا ته د بهرنیو کارګرانو د ننوتلو مخنیوی او د امریکایي کارګرانو د ګمارلو او روزنې څخه د دوی د مخنیوي لپاره دی.
د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک هم له شرکتونو څخه وغوښتل چې امریکایانو ته روزنه ورکړي او د امریکایانو د دندو لپاره د خلکو راوستل ودروي.
د رویټرز په وینا، دا اقدام احتمال لري چې د متحده ایالاتو د ټیکنالوژۍ سکتور ته لوی ګوزار ورکړي، کوم چې په پراخه کچه په ماهر هندي او چینایي کارګرانو تکیه کوي.
له هغه وخته چې ټرمپ د روان کال په جنوري کې واک ترلاسه کړ، د هغه ادارې د کډوالۍ په وړاندې پراخ اقدامات پیل کړي دي، د H-1B کاري ویزې پروګرام د بڼې بدلون د لنډمهاله کارموندنې د ویزې د بیا کتنې لپاره د هغه هڅې ښيي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په دې لټه کې دی چې ثابته کړي بريژيت مېرمن یې ښځه ده

مکرون او مېرمن یې د هغې امریکايۍ ښي اړخې انفلونسرې پر ضد دعوه هم کړې چې ادعا یې کړې بريژيت ښځه نه ده.
امریکايۍ ښې اړخې انفلونسرې کانداس اوونز چې په خواله رسنیو لسګونه میلیونه پلویان لري ادعا کړې چې د هغې په باور بریژيت مکرون نارینه زیږېدلی.
امانوئل مکرون او بریژيت څو میاشتې مخکې هم ډېر په رسنیو کې راغلل کله چې بریژيت مکرون په څپېړه وواهه.
د روسیې او امریکا د بهرنیوچارو وزیران د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې کتنه سره ګوري

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره وګوري.
تمه ده چې په دې خبرو کې د اوکراین موضوع هم شامله وي.
د روسیې دولتي خبري آژانس ویستي په ملګروملتونو کې د روسیې د دایمي استازي واسیلي نیبینزیا له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي د لاوروف او روبیو د کتنې اجنډا نه ده ټاکل شوې خو د هغه په وینا غونډه پلان شوې او دوی به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ته له دې کبله غوسه دی چې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو موافقې ته نه دی چمتو شوی.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو درې پړاوونه له کومې نتیجې پرته پای ته رسېدلي او داسې یوې موافقې ته د رسېدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
طالبانو له اوو میاشتو بند وروسته دوه تنه بریتانوي وګړي خوشي کړل

دوه تنه بريتانوي اتباع چې طالبانو له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې نیولي وو له بنده خوشي شول.
رویټرز اژانس ته یوه چارواکي نن ویلي دي چې دا جوړه بریتانیایان د قطر په منځګړیتوب ازاد شوي او د پلازمینې دوحې ته رسیدلې دي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول.
دا برتانوي جوړه ۱۸ کاله په افغانستان کې اوسېده او د تعلیم او ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې کار کاوه.
د اسراییلو پوځ نن خبرداری ورکړ چې په غزه ښار کې به په "بې ساري شدت" سره عملیات ترسره کړي

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د اسراییلو پوځ د غزې اوسیدونکي هڅوي چې له جنوب څخه ووځي.
پوځ د لنډمهاله تخلیې دهلیز د تړلو اعلان هم وکړ چې ۴۸ ساعته وړاندې پرانیستل شوی و.
د اسراییلو د پوځ عربي ژبي ویاند اویخای ادرعي پر ایکس پاڼه لیکلي د غزې ښار اوسیدونکو ته په خطاب یو بیان خپور کړی: « له همدې شېبې، د صلاح الدین سړک جنوب ته د سفر لپاره تړل شوی. د اسراییلو دفاعي ځواکونه به د حماس او نورو ترهګرو سازمانونو په وړاندې په بې ساري شدت سره عملیاتو ته دوام ورکړي"
متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس د ترهګریز سازمان په توګه پیژني.
د پنسلوانیا په یوه ښارګوټي کې د ډزو له کبله ۳ پولیس وژل شوي دي

د امریکا د پنسلوانیا په یوه ښارګوټي کې د هغو پنځو پولیسو له ډلې چې ډزې پرې شوې وې، ۳ تنه وژل شوي دي.
رویټرز لیکلي چې پر دغو پولیسو د چهارشنبې په ورځ یوه ۲۴ کلن کس ډزې کړې وې چې بریدکوونکی هم د پولیسو له خوا ووژل شو.
پیښه د فیلادلفیا لویدیځ ته په ۱۶۰ کیلومتري واټن کې د شمالي یورک د یوې کروندې په جونګړه کې رامنځته شوې ده.
دغه سیمه ۷ میاشتې وړاندې هم د پولیسو پر یوه افسر د ډزو شاهده وه.
امنیت شورا نن پر ایران د ژورو بندیزونو پریکړه لیک ته رایه ورکوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه ( د سنبلې ۲۸مه) د ایران د مخ پر ودې اټومي سیستم له کبله پر دغه هېواد د نورو ژورو بندیزونو پریکړه لیک ته رایه ورکوي.
له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون لاسلیکوونکي بریتانیا، فرانسه او جرمني ادعا کوي چې ایران په تړون کې کړیو ژمنو ته ژمن نه دی پاته شوی.
د ایران او نړۍ د قدرتونو اټومي تړون وروسته له هغه ستونزو سره مخامخ شو چې ۲۰۱۸ کال کې امریکا د تړون له اډانې ووته.
لویدیځ هېوادونه او اسراییل له اوږدې مودې راهیسې ایران تورنوي چې اټومي وسلې جوړوي، خو ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.