افغانستان
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون وغانده

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون وغانده.
ملاني جولي پرون شنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دې قانون توشېح کېدل د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د غږ د غلي کولو بله هڅه ده.
هغې زیاته کړې چې ښځې او نجونې حق لري، غږ یې واورېدل شي او دوی ولیدل شي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وړاندې لیکلي چې د ښځو د اواز په غلي کولو کې هېڅ کوم فضیلت نه شته.
بل لوري په کابل کې د جاپان سفارت هم د دغه قانون په عکس العمل کې ویلي چې یو وار بیا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د دوام په اړه خپله سخته اندېښنه ښيي.
دغه سفارت پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې "له نړیوالې ټولنې سره په همږغۍ طالبان هڅوي چې د تعلیم، کار، په تګ راتګ کې د ازادۍ او د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغان ښځو او نجونو غږونه واوري."
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر په نوي قانون کې چې د دوی په خبره د دوی مشر ملا هبتالله اخندزاده توشېح کړی، ۱۳مه ماده کې یې د ښځو پر غږ او مخ لوڅولو هم بندیز لګول شوی.
د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم ضروري دي، دغه راز د ښځې غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت پهکې شامل دي په مجموع کې په زوره يا په لوړ غږ ویل يې عورت بلل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپایي ټولنه د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره ۹۷ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپایي ټولنې ویلي دي چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې به اووه نوي میلیونه یورو مرسته وکړي.
په هغه اعلامیه کې چې پرون اروپایي ټولنې خپره کړه پکې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د روغتیا د نړیوال سازمان، یونیسف او څو نورو بشري موسسو له لارې ولګول شي.
په ورته وخت کې، په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي ویلي چې له یونیسف سره په همغږي به، دا ټولنه د ماشومانو او میندو لپاره د تغذیې، څښاک اوبو او حفظ الصحې په برخو کې د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره پروګرامونه تمویل کوي.
ملګرو ملتو د افغانستان په شمال کې د ملخانو د خپریدو خبرداری ورکړ

د ملګرو متلو د خوړو او کرنې موسسې( ایف-اې-او) د افغانستان په شمال کې د ملخانو د خپریدو خبرداری ورکړ.
( ایف-اې- او) د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا ملخان لاهم د هګیو په مرحله کې دي، خو که چیرته د دې ملخانو مخه سر له اوسه ونه نیول شي، په کندز، بغلان، تخار، سمنګان او بلخ ولایتونو کې به زراعتي مځکې اغیزمنې کړي.
د طالبانو د کرنې وزارت ویلي دي چې دوی د افغانستان په شمال کې د ملخانو د مخنیوي لپاره د درملو د شیندلو کمپاینونه ترسره کړې دي.
د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې موسسې بیا ویلي دي چې د کیمیاوي درملو د شیندلو په برخه کې عامه پوهاوی ضروري دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان په تیرو دوو ورځو کې له ۸۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي

د آی او ام په وینا، په دې افغانانو کې غیر اسناد لرونکي کډوال او همدارنګه هغه کسان شامل دي چې د افغان تابعیت کارتونه لري.
د طالبانو حکومت د زرګونو کډوالو د ایستلو خبر تایید کړی، خو وايي چې د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې د ایستل شویو شویو کسانو شمیر د ۶۰۰۰ او ۷۰۰۰ ترمنځ دی.
په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ عمل کمېټې تایید کړې چې یو شمېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د کمېټې یوه غړي نن ازادي راډیو ته وویل چې بندیان شوي کډوال حتی کافي خواړه هم نه لري.
مزارشریف ښار کې چاودنه شوې

راپورونه وايي چې نن ماښام په مزارشریف ښار کې یوه چاودنه شوې.
ځینو افغان رسنیو د خپلو کورنیو سرچینو په حواله ویلي چې چاودنه د مزارشریف ښار په اتمې حوزې کې شوې ده.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا پېښه نه شي تاییدولی.
د راپورونو په اساس چاودنه په «خبریالانو» چوک سیمه کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې شوې.
لا طالب چارواکو دا پېښه تایید یا رد کړې نه ده.
د دې پېښې زیات جزییات لا نه دي رسنیز شوي.
پاکستان وايي افغان ننداره چیانو د دوی د کرکټ لوبغاړو سپکاوی کړی

پاکستان ادعا کړې چې افغان نندارچیانو د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرکټ لوبې پرمهال د پاکستاني لوبډلې غړو ته سپکاوی کړی دی.
د پاکستان کرکټ بورډ نن په یوه بیان کې ادعا وکړه چې "بهرني نندارچیانو د لوبې پرمهال د پاکستان پر ضد نامناسب شعارونه ورکړل".
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې، امنیتي پرسونل لیدل کیږي چې د پاکستان د کرکټ د لوبغاړي خوشدل شاه او یو شمیر نندارچیانو ترمنځ د فزیکي شخړې مخه نیسي.
تر اوسه پورې، د کرکټ نړیوالې شورا یا کومې بلې خپلواکې ادارې د پاکستان دغه ادعا نه ده تایید کړې.
پاکستان له نیوزیلند سره درې یو ورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې وکړې چې یواځې یوه شل اووره یې وګټله او پاتې اوه لوبې یې وبایلودې.
کومه پېښه چې اوس پرې د پاکستان کرکټ بورډ بیان ورکړی د اپرېل په پنځمه د وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پرمهال شوې.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کړې

د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د بیان له مخې تمه ده دا اوونۍ په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه وشي.
ملګري ملتونه تمه لري چې په دې غونډه کې د روان ۲۰۲۵ کال لپاره مرستې ټولې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو د همغږۍ مسوول اندریکا راتواته ویلي د بیوزلۍ او کړاو د ختمولو لپاره باید بېړنۍ لارې چارې ولټول شي او تر څنګ یې د اوږدمهاله ثبات فکر هم وشي.
ملګرو ملتونو ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال مرستندویانو د افغانستان لپاره درې میلیارد او دوه سوه لس میلیونه ډالره مرسته وکړه او تر ډېره یې عاجلې بشري اړتیاوې پوره کړې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې لا هم نږدې ۲۳ میلیونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د ایران د سوداګرۍ او صنعت وزیر کابل ته سفر کوي

په کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به نژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي پرون یکشنبه ناوخته دغه خبر په تهران کې له ښاغلي اتابک سره تر لیدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه اعلان کړ.
اتابک له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ اهمیت ته په اشارې ویلي، ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تراوسه د دغه سفر د کره نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د ایراني چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.
تېره جنوري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته سفر کړی و.
تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې افغانستان سره یې تعامل ساتلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس د حمل په ۱۲مه ویلي و، د ایران حکومت د طالبانو او القاعده په ګډون د " ترهګرو ډلو" ملاتړی دی.
تېرې نژدې یوه اونۍ کې ۷ زره افغان کډوال پاکستان اخراج کړي دي

پاکستان د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې، نژدې ۷ زره افغان کډوال په جبري ډول له هغه هېواده ایستلي دي.
پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) راپور ورکړ چې ایستل شوي کډوال د ۹۴۴ کورنیو غړي دي چې څه باندې ۱۷ سوه ښځې او شاوخوا ۲ زره ماشومان هم په کې دي.
پاکستاني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې تر یودیرشمې، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي، که نه اخراج به یې کړي.
د پاکستان پولیسو د دې مهلت له پوره کېدو وروسته د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي دي.
د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ستنول و دروي.
پاکستان: له افغانستانه ۸ تنه ور اوښتونکي وسله وال یې وژلي دي

د پاکستان پوځ وایي، هغه ۸ تنه وسله وال یې وژلي چې د دوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې یې غوښتل د شمالي وزیرستان حسن خېلو سیمې ته ننوځي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبه د حمل ۱۷مه ویلي، پوځیانو یې له دغو وسله والو سره د شنبې په ماښام جګړه وکړه چې ۸ تنه یې ترې ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.
اعلامیه کې راغلي، پاکستان په دوامداره توګه د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله مدیریت کړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي د دغه ډول " غیر مسولانه" خبرو پر ځای باید د خپل هېواد امنیت او کورنیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
پيټر رینولډز وايي د طالبانو زندان د دوزخ په څېر دی

یوه بریټانوۍ جوړه چې څه باندې نهه اوونۍ د طالبانو له خوا بندي ده وايي د طالبانو زندان دوزخ ته ورته دی.
۷۹ کلن پيټر رینولډز او مېرمن یې باربي د څرخي پله له زندانه بریټانوي رسنیو سره خبرې کړي. هغه ویلي ویلي چې طالبانو دوی له خطرناکه مجرمینو سره یوځای اچولي او یواځې یو وخت ډوډۍ ورکوي.
د پيټر زوی له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د پلار او مور په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.
«موږ ته په وار وار ویل شوي چې دوی بې ګناه دي، هیڅ جرم یې نه دی کړی او ډیر ژر به خوشې شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي.»