نړۍ
د ديموکرات ګوند په استازيتوب کامالا هریس د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندي ومنله
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس نن، د اګست ۲۲مه، د ديموکرات ګوند لهخوا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندۍ ومنله او تمه ده چې د خپل سیاسي ژوند تر ټولو مهمه وینا وکړي.
ديموکرات ګوند یوه میاشت وړاندې ولسمشر جوبایډن اړ کړ چې له تاګنیزو سیالیو په شا شي.
کامالا هریس پخوا هم د امریکا ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو هیله درلوده، خو په ۲۰۲۰ کال کې د هغې کمزوری ټاکنیز کمپاین او د ولسمشر د مرستیالې په توګه له لوړو ژورو ډکه کاري دوره، دا هیلې کمرنګه کړې وې.
د اغلې هریس ویناوې د رای ورکوونکو له هرکلی سره مخ شوي دي.
که چیرې کامالا هریس راتلونکې ټاکنې وګټي، نو هغه به له اسیا څخه لومړی تور پوستې ښځه وي چې په امریکا کې د ولسمشرې په توګه ټاکل کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ وایي، د ایران د جګړې په جریان کې یې د ایران د حکومت ضد معترضینو ته وسلې لیږلي دي
د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالاتو له ایران سره د جګړې په جریان کې په دغه هېواد کې د حکومت ضد معترضینو ته وسلې استولې دي.
فاکس نیوز شبکې د نوموړي له قوله راپورورکړی چې وایي دغه وسلې د کردانو له لارې لېږل شوې دي.
ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه: "موږ معترضینو ته ډېرې وسلې ولېږلې. موږ دا د کردانو له لارې ولېږلې او زه فکر کوم چې کردانو دا وسلې له ځان سره ساتلي دي."
د امریکا ولسمشر، چې پرون یکشنبې د ورځې په پیل کې یې ایران ته ګواښ کړی و چې که د هرمز تنګی بند پاتې شي، نو د دې هېواد پر برېښناکوټو او پلونو به برید وکړي، په دې مرکه کې وویل چې دی باور لري چې د دوشنبې په ورځ له ایران سره یوې هوکړې ته د رسیدو "ښه چانس" شته.
هغه ټینګار وکړ: "زه فکر کوم چې سبا(دوشنبې) ښه چانس شته، هغوی همدا اوس په خبرو اترو بوخت دي."
ټرمپ زیاته کړه: "که هغوی ژر تر ژره هوکړه ونکړي، زه دا ارزوم چې هر څه ویجاړکړم او تېل په خپل واک کې واخلم."
ټرمپ ایراني چارواکو ته؛ ای لیونیانو د هرمز تنګی پرانېزئ کنه دوزخ درباندې جوړوو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که تر راروانې سه شنبې د هرمز تنګی پراننیزي نو د انرژۍ پر تاسیساتو او پلونو به يې بریدونه وکړي.
هغه نن یکشنبې پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروټ کې لیکي،" د سه شنبې ورځ به د انرژۍ د تاسیساتو او پلونو د ویجاړۍ ورځ وي، داسې یو څه چې هیڅ کله يې مثال نه وو".
هغه وړاندې ایراني چارواکو ته ګواښ وکړ او وویل،"ای لیونیانو د هرمز تنګی خلاص کړئ کنه دوزخ درباندې جوړوو".
ولسمشر ټرمپ وړاندې لیکي، د اېف ۱۵جنګي الوتکې ژغورل شوی پیلوټ "سخت ټپي" دی.
ټرمپ نن سهار د دغه راپرځیدلې الوتکې د دویم پیلوټ د ژغورل خبر تایید کړی و.
ټرمپ؛ په ایران کې د راپرځیدلې ایف ۱۵جنګي الوتکې دویمه عمله ژغورل شوې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د راپرځیدلې ایف ۱۵جنګي الوتکې د دویمې عملې د ژغورلو خبر تایید کړ.
هغه نن یکشنبې پر خپل سوشل اکونټ ټروټ کې لیکي،" امریکايي ځواکونو په تیرو څو ساعتونو کې د امریکا د پوځ په تاریخ کې د پلټنې تر ټولو زړور عملیات د دغه پیلوټ د موندلو او ژغورلو لپاره ترسره کړل".
د هغه په ټکو،" دغه زوړ جنګیالی د ایران په خطرناکو غرونو کې د دښمن لومړۍ کرښې ته نژدې و او موږ دښمنان شیبه په شیبه ورته نژدې کیدل، هغه تر څارنې لاندې و خو هیڅ کله یوازې نه وه، ځکه زموږ پوځ د هغه موقعیت څاره او په دقیقه توګه يې د ژغورلو پلان جوړ کړ".
له دې مخکې رویتز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د اېف ۱۵جنګي الوتکې دویم پیلوټ په ایران کې ژغورل شوی دی.
د امریکا اېف ۱۵ جنګي الوتکه وړمه ورځ د ایران د تور غره په کهګیلویه سیمه کې سقوط شوې وه.
ایران ویلي و چې دغه جنګي الوتکه يې راپرځولې ده.
ټرمپ؛ که ایران جوړجاړي ته غاړه کېنیږدي دوزخ به پرې جوړ کړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"که ایران تر راتلونکو ۴۸ساعتونو جوړجاړي ته غاړه کېنیږدي او د هرمز تنګۍ خلاص نه کړي دوزخ به پرې جوړ کړو".
هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ پر خپل سوشل اکونټ ټروټ کې لیکي.
د هغه په ټکو،"په یاد مو دي چې ایران ته مو لس ورځنۍ فرصت ورکړ و څو جوړجاړی وکړي یا هرمز تنګۍ پرانیږي، وخت پای ته په رسیدو دی، ۴۸ساعتونه پاتې دي څو پر دوی دوزخ جوړ کړو".
ولسمشر ټرمپ د حمل میاشتې په شپږمه نیټه ویلي و،" د اسلامي جمهوریت په غوښتنه پر ایراني ځواکونو برید تر لسو ورځو ځنډو".
هغه ویلي و،"د اپریل تر شپږمې به برید نه کیږي".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې ایران ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي دي،" که ایران جوړجاړی ونه کړي نو حجر وخت به ور وګرځي".
دامریکا د بهرنیو چارو وزارت؛ د قاسم سلیماني خورزه او د خور لمسۍ نیول شوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د قاسم سلیماني خورزه او د خور لمسۍ يې نیول شوي دي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل،"اوسمهال حمیده سلیماني افشار او د هغې لور د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي ادارې په توقف کې دي".
په بیان کې حمیده د ایران د "ترهګر رژیم" له سرسختو پلویانو څخه بلل شوې ده.
د بیان په ټکو،"حمیدې پر خپلو ټولنیزو رسنیو داسې مطالب خپاره کړي چې د ایران د رژیم په پلوۍ وو".
دغه وزارت حمیده د ایران حکومت ته په "تبلغ" تورنه کړې ده.
د قاسم سلیماني خورزه وروسته له هغې نیول کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په امریکا کې د حمیدې او د هغې د لور د میشتیدو اسناد "ګرین کارډونه" لغوه اعلان کړل.
قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواکونو پخوانی قومندان و چې په عراق کې د امریکا په برید کې ووژل شو.
د بهرنیو چاور وزارت په بیان کې وړاندې راغلي، د حمیدې او د هغې د لور د اسناد د لغوه کیدو سربیره، امریکا ته د هغې د خاوند په داخلیدو هم بندیز لګول شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، مارکو روبیو د روانې میاشتې لومړیو کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د مخکیني مشر علي لاریجاني د لور فاطمې اردشېر لاریجاني او د هغې د خاوند سید کلانتر معتمدي د اوسېدو اسناد هم لغوه کړي وو.
د ایتالیا صدراعظمه له جدې، دوحې ته ولاړه
د ایټالیا صدراعظمه نن قطر ته ولاړه، دې پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د سیمې د وضعیت په تړاو د جدې په ښار کې خبرې وکړې.
جورجیا ملوني د فبروري له اته ویشتمې راوروسته چې اسراییل او امریکا پر ایران برید پيل کړی دی، د لویدیځ لومړۍ مشره ده چې خلیج هیوادونو ته سفر کوي.
دا به نن سیمې ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته هم ولاړه شي.
ایران: په ریاض کې د امریکا د سفارت په برید کې دوی لاس نه لري
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نن( د مارچ څلورمه) خبر ورکړ چې دوی د سعودي عربستان په پلازمینه کې د امریکا د متحد ایالتونو پر سفارت برید نه دی کړی.
سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د دې حملې تور پر اسراییل پوري کوي. په ریاض کې د امریکا پر سفارت نژدې میاشت مخکې، د مارچ په دریمه حمله وشوه.
وال ستریت جورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د دې برید له امله دې سفارت ته تر هغه ډیر زیان اوښتی دی چې مخکې یې راپور ورکړل شوی و.
امریکایي پوځیان په ایران کې په خپل پيلوټ پسې ګرځي
امریکایي ځواکونه په ایران کې د خپلې الوتکې په دوهم پيلوټ پسې ګرځي.
د امریکا یوه ایف پنځلس الوتکه د جمعې په ورځ په ایران کې وویشتل شوه او سقوط یې وکړ.
نن سهار د ایران د بور احمد او کهګیلویه ولایت سیمه ییزو چارواکو د امریکایي ځواکونو د پلټنې د عملیاتو خبر ورکړ.
د جمعې د ورځې تر اخره هم د امریکایي ځواکونو پلټنو نتیجه ورنه کړه.
د غورځیدلې الوتکې لومړی پیلوټ د امریکایي ژغورونکو له لورې د درملنې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدیدلی دی.
ایران په ورته وخت کې د امریکا د یوې بلې ( اې- لس) الوتکې د ویشتلو خبر ورکوي چې د هرمز تنګي ته یې نژدې ویشتلې ده.
امریکا د خپلې یوې الوتکې د لویدو خبر تایید کړی، خو د دې الوتکې د لویدو د علت په اړه یې تراوسه څه نه دې ویلي.
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
د ایټالیا صدراعظمه د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړه.
ایټالیایي رسنیو خبر ورکړ چې د امنیتي دلایلو له امله د دې سفر اعلان وار له مخه نه و شوی.
جورجیا ملوني د لویدیځو هیوادونو لومړۍ مشره ده چې د فبروري له اته ویشتمه راوروسته پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته خلیج هیوادونو ته ځي.
د ایټالیا صدراعظمه به متحده عربي امارات او قطر ته هم د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ولاړه شي.
تمه ده چې د خبرو د اجنډا یوه مهمه موضوع به د ګازو او تیلو ترلاسه کول وي.
روسیه د اوکراین د یوه پټ برید د شنډیدو ادعا کوي
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو اداره وايي چې دوی د اوکراین د امنیتي خدماتو لخوا د مسکو په یوه سوداګریز مرکز کې د یوه روسیي چارواکي په وړاندې پلان شوی برید شنډ کړی دی.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې پلان درلود چې د چاودیدونکو توکو یوه وسیله له لرې واټن څخه هغه مهال وچوي چې دا چارواکی له دې سوداګریز مرکز څخه لیدنه کوي.
روسیې د دې احتمالي برید او د دې چارواکي چې ممکن برید پرې شوی وای نور جزییات نه دې ورکړي.