افغانستان
د طالب او پاکستانیو ځواکونو نښته؛ يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې چې د ملکیانو کورونه یې هدف وګرځول یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.
دا خبره د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع بېګا ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
هغه په خپل بیان کې وړاندې لیکلي چې پرون غرمه مهال پاکستاني پوځیانو په غورکي سیمه کې په افغان لوري ډزې وکړې چې دوی یې هم متقابل ځواب ورکړ.
قانع ویلي، د دوی ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې دفاع کوي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، نښته وروسته له دې وشوه چې پاکستاني ځواکونو تورخم ته څېرمه په غورکي سیمه کې پوستې جوړولې، خو طالب ځواکونو یې مخالفت وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د سوداګرۍ او صنعت وزیر کابل ته سفر کوي

په کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به نژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي پرون یکشنبه ناوخته دغه خبر په تهران کې له ښاغلي اتابک سره تر لیدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه اعلان کړ.
اتابک له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ اهمیت ته په اشارې ویلي، ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تراوسه د دغه سفر د کره نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د ایراني چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.
تېره جنوري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته سفر کړی و.
تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې افغانستان سره یې تعامل ساتلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس د حمل په ۱۲مه ویلي و، د ایران حکومت د طالبانو او القاعده په ګډون د " ترهګرو ډلو" ملاتړی دی.
تېرې نژدې یوه اونۍ کې ۷ زره افغان کډوال پاکستان اخراج کړي دي

پاکستان د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې، نژدې ۷ زره افغان کډوال په جبري ډول له هغه هېواده ایستلي دي.
پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) راپور ورکړ چې ایستل شوي کډوال د ۹۴۴ کورنیو غړي دي چې څه باندې ۱۷ سوه ښځې او شاوخوا ۲ زره ماشومان هم په کې دي.
پاکستاني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې تر یودیرشمې، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي، که نه اخراج به یې کړي.
د پاکستان پولیسو د دې مهلت له پوره کېدو وروسته د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي دي.
د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ستنول و دروي.
پاکستان: له افغانستانه ۸ تنه ور اوښتونکي وسله وال یې وژلي دي

د پاکستان پوځ وایي، هغه ۸ تنه وسله وال یې وژلي چې د دوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې یې غوښتل د شمالي وزیرستان حسن خېلو سیمې ته ننوځي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبه د حمل ۱۷مه ویلي، پوځیانو یې له دغو وسله والو سره د شنبې په ماښام جګړه وکړه چې ۸ تنه یې ترې ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.
اعلامیه کې راغلي، پاکستان په دوامداره توګه د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله مدیریت کړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي د دغه ډول " غیر مسولانه" خبرو پر ځای باید د خپل هېواد امنیت او کورنیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
پيټر رینولډز وايي د طالبانو زندان د دوزخ په څېر دی

یوه بریټانوۍ جوړه چې څه باندې نهه اوونۍ د طالبانو له خوا بندي ده وايي د طالبانو زندان دوزخ ته ورته دی.
۷۹ کلن پيټر رینولډز او مېرمن یې باربي د څرخي پله له زندانه بریټانوي رسنیو سره خبرې کړي. هغه ویلي ویلي چې طالبانو دوی له خطرناکه مجرمینو سره یوځای اچولي او یواځې یو وخت ډوډۍ ورکوي.
د پيټر زوی له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د پلار او مور په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.
«موږ ته په وار وار ویل شوي چې دوی بې ګناه دي، هیڅ جرم یې نه دی کړی او ډیر ژر به خوشې شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي.»
د ایران سږنی مرګونی نوروز؛ ۸۸۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي

ایران کې د سږني نوروز د رخصتیو پر مهال ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۸۸۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي.
د ایران د لویو لارو د پولیسو چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د نورو د شلو ورځو رخصتیو پر مهال لږ تر لږه ۱ میلیون ټرافیکي پېښې شوي.
د نوروز پر مهال د ایران په لویو لارو د موټرو تګ راتګ څو برابره کېږي چې ورسره د ټرافیکي پېښو او مرګژوبله شمېر هم د پام وړ لوړ ځي.
د افغانستان او نیپال د ۱۹ کلنو کریکټ لوبه پيل شوې

د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلو د دریو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه پيل کړې ده.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او دا مهال توپ وهنه کوي.
د کریکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، نننۍ لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو په مولپاني سټډیوم کې ترسره کیږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه.
د دغې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د حمل په شلمه نیټه ترسره کیږي.
د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله له نیپال سره تر لوبو وروسته د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې ګډون کوي.
نړیوال جام ته د وتلو په دغو سیالیو کې افغانستان له عمان، هانک کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال سره مخامخیږي.
د دغو لوبو غوره لوبډله به د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړي چې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربه توب ترسره کیږي.
د اسراییل صدر اعظم نن امریکا ته سفر کوي

ټاکل شوې د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر وکړي.
د نتنیاهو دفتر د شنبې ناوخته وویل چې نوموړی به یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) واشنګټن ته روان شي او هلته به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره " د ایران د ګواښونو" او د امریکا پر نویو تعرفو خبرې وکړي.
د نتنیاهو د دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو لیدو کتو کې په غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو د خلاصون، د ترکیې او اسراییلو پر اړیکو او د نړیوالې جزایي محکمې د هغه حکم په ضد خبرې وشي چې نتنیاهو یې په " جنګي جنایت" او د " بشر ضد جنایت" باندې تورن کړی دی.
ټرمپ او نتنیاهو د نړیوالې جزایي محکمې دغه تورونه " بې بنسټه" بللي دي.
میرضیایف: نړۍ له افغانستانه پیښېدونکو ګواښونو ته پاملرنه نه کوي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، نړۍ هغو ګواښونو ته پاملرنه نه کوي چې له افغانستانه پيښېدونکي دي.
میرضیایف پرون شنبه ( د حمل ۱۶مه) په سمرقند کې د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې وویل چې منځنۍ اسیا او اروپا دواړه له مشترکو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
هغه دغه ګواښونه ترهګري، سخت دریځۍ، افراطیت، سایبري جرمونو، د نشه یي توکو قاچاق او کډوالي بللې ده.
د ازبکستان ولسمشر ویلي چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي او افغانستان کې زیربنایي پروژو او پانګونې ته کار وشي.
د سمرقند غونډه د ازبکستان په کوربه توب پرون شنبه ترسره شوه چې د منځنۍ اسیا او یوشمېر اروپایي هېوادونو مشران په کې جرګه شوي وو.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د ګاونډېو هېوادونو ورته اندیښنې بې ځایه بللي دي.
پاکستان؛ نړیوال دې په افغانستان کې وسله والو ډلو ته د نویو او پرمختللو وسلو د لیږد مخه ونیسي، طالبان يې ردوي

په ملګرو ملتو کې د پاکستان یوه استازي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې وسله والو ډلو ته د نویو پرمختللیو وسلو د لیږد مخه ونیسي.
په ملګرو ملتو کې د پاکستان د استازولۍ سلاکار سید عاطف رضا نن په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې وسله والې ډلې له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې لري چې د پاکستان دننه په بریدونو کې کارول کیږي.
سید عاطف رضا له خپلو نړیوالو شریکانو وغوښتل چې د دغو پاتې وسلو پراخه زیرمه دې بیرته ترلاسه کړي، وسله والو ترهګرو ډلو ته د هغوی د لاسرسي مخه دې ونیسي او د ناقانونه وسلو د دې غوړیدونکي تور بازار د تړلو لپاره دې اقدامات وکړي.
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په دغه هیواد کې بریدونه په افغانستان کې پلان شوي او وسله وال له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې شوي وسلې کاروي.
خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی.
اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې افغانو نجونو ته د زده کړو حق ورکړي

اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو د شرایطو په رامنځته کولو ټنیګار کړی دی.
د دغو هېوادونو مشرانو پرون جمعه د ازبکستان په سمرقند ښار کې تر غونډې وروسته په یوې اعلامیه کې ویلي، " اړتیا ده د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو اساسي او بشري حقونه ورکړل شي".
په اعلامیه کې په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت پر جوړیدو هم ټنیګار شوی دی.
که څه هم طالبان اعاده کوي حکومت يې ټول شموله دی، خو د دوی د مخالفان په ګډون، نړیواله ټولنه ورسره په دې ادعاده کې همغږې نه ده.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندو لپاره افغان ښځو او نجونو ته د بشري حقونه ورکړه او د ټول ګډون حکومت رامنځته کولو شرطونه ایښي دي.
طالبان وايي، د افغان ښځو حقونه يې د اسلامي شرعیات په چوکاټ کې تامین کړي دي.