د ازادي راډیو اوونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د مېرمنو لپاره د ځانګړې مجلې اقرا په هکله خبرې شوي دي.
د خپرونې په پیل کې به واورئ چې په داسې وخت چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې تړلي، مېرمنو ته د ځانګړو مجلو رامنځته کول څومره ګټور کار دی؟
چاپي رسنۍ د زدهکړې د کچې په لوړولو کې څومره اړینې دي؟
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: