افغانستان
د غزې پر یوه ښوونځي د اسراییل هوايي برید؛ ۳۰ فلسطینیان وژل شوي

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، د غزې تړانګې په مرکز کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په هوايي برید کې ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
په دغه ښوونځي کې بې ځایه شوي فلسطینیان اوسېدل.
په ورته وخت کې د اسراییل پوځ نن د اسد ۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې یې د غزې تړانګې په مرکز کې د خدیجه ښوونځي په ودانۍ کې دننه د حماس د قوماندې او کنټرول مرکز په نښه کړ.
امریکا او اروپايي اتحادیه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې له دې ښوونځي څخه د اسراييلي ځواکونو پر ضد د بريدونو لپاره کار اخيستل کېده او تر بريد مخکې يې ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې

د هند په مرسته لسګونو افغان معلولینو ته مصنوعي پښې ولګول شوې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال پرون په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی.
هغه لیکلي د هند د یوې خیریه موسسې جیپور فوټ له خوا ۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې.
جیسوال دا کار له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د مصنوعي پښو د لګولو دا پنځه ورځنی کمپ له تود هرکلي سره مخ شو.
په افغانستان کې لسیزو جګړو لکونه کسان ټپيان او له ډلې یې ګڼ تلپاتې معلوله کړل. اکثر د دغو معلولین غبرګې پښې، لاسونه یا یو لاس یا پښه پرې شوې ده.
سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دوی سره لږ تر لږه ۲۱۰ زره فزیکي معلولیت لرونکي کسان ثبت دي چې له ډلې یې تېرو څو کلونو کې له شاوخوا یو نیم لکو دغو معلولینو سره مرستې شوي.
یوه میاشت کې له ایرانه د څه باندې ۲۳۰ زرو افغانانو راستنېدنه؛ ګڼ په زور ایستل شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي جون میاشت کې څه باندې ۲۳۰ زره افغانان له ایرانه څخه راوتلي دي.
دې ادارې نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ډېری دا افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج به په افغانستان کې بې ثباته وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.
ایران د جولای تر شپږمې هلته مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته د وتلو مهلت ټاکلی وو.
د راپورونو له مخې تر دې نېټې دمخه ایراني پولیس لاس په کار شوي او د ورځې زرګونه افغانان له ایرانه باسي.
تېر څو ورځې لږ تر لږه ۳۰ زره کسان د ورځې له ایرانه افغانستان ته ستنیږي.
د کډوالو عالي کمشنرۍ: ډاډ باید رامنځته شي چې بیا ستنېدنه ثبات رامنځته کوي نه بې نظمۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یو چارواکی وایي، د اسراییل او ایران جګړه درېدلې، خو بشري اغیزې یې لا هم دوام لري.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازي عرفات جمال دا خبره له ایرانه افغانستان ته د لسګونه زره افغان کډوالو ستنېدو ته په اشارې کړې ده.
هغه پرون یکشنبه ( د چنګاش ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " راځی په ګډه دا ډاډ ترلاسه کړو چې د کډوالو راستنېدنه د ثبات یو لامل وي، نه د بې نظمۍ.
دغه کډوال تر ډیره د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.
یو.ان.ایچ.سي.ار د شنبې په ورځ وویل، په وروستیو کې په ورځني ډول لسګونه زره کسان له ایرانه راستنول کیږي.
دوی ویلي، د جون په ۲۶مه یې په یوه ورځ ۳۶ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي.
وروستیو سیلابونو افغانستان کې ۵ تنه مړه کړي او ۸ تنه یې ټپیان کړي دي

په افغانستان کې د تیرو څو ورځو بارانونو او سیلابونو لږ تر لږه ۵ کسان مړه کړي او اته نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو د حکومت له پيښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې دغه مرګ ژوبله په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، زابل او ننګرهار کې رامنځته شوې.
دغه وزارت تېر ماښام پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې سیلابونو ۷۱ کورونه بشپړ او ۱۶۲ سرسري تخریب کړي او دغه راز یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، حاصلات او بڼونه له منځه وړي.
دوی ویلي چې د زیانونو دا شمیرې لومړنۍ دي او وروسته ممکن بدلون په کې راشي.
نن دوشنبه سهار هم په پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د تندریز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.
له ایرانه د افغان کډوالو ډله ییز اخراج؛ په یوه ورځ ۳۶زره کسان ایستل شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له ایرانه په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی.
دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې تېرې څو ورځې د ورځې لسګونه زره افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي.
د بیان په اساس د جون په شپږویشتمه په یوه ورځ ۳۶۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته استول شوي.
په افغانستان کې د یو ان اچ سي ار مشر عرفات جمال چې د دغو کډوالو د لیدلو لپاره د افغانستان او ایران پولې ته تللی وو ویلي: دا افغان کډوال په ډېرو بدو شرایطو کې خپل وطن ته ستنیږي او په تېره ښځې چې له کار او تعلیمه محرومې دي تر ډېرې اندېښمنې دي.
ایران د اسراییلو تر بریدونو وروسته د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د یو ان اچ سي ار په خبره په تېرو دریو میاشتو یعنې له مارچ راهیسې لږ تر لږه ۶۴۰ زره افغانان له ایران ایستل شوي.
واحد الله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي واحدالله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه.
نژند تېره شپه د تاجکستاني فریدون شوخنظروف پر وړاندې لوبه کې د دوهم رونډ په جریان کې هغه په فني ضربه مات کړ او د سیالۍ ګټونکی شو.
دغه سیالۍ د جرمني په هامبورګ ښار کې د "اوکتاګون" سازمان تر چتر لاندې ترسره شوې ده.
نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د تیز باران او له کبله یې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سالنګونو په ګډن د تیزو بارانونو او سیلونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی.
د بارانونو او سیلونو د راوتو دا خبرداری په داسې حال کې دی چې پرون شنبې په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د بارانونو له کبله سیلابونه راوتي وو.
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه په دغو دوو ولایتونو کې د راوتو سیلانونو د تلفاتو په اړه څه ویلي نه دي، خو د سیمې خلکو ازادي راډیو سره خبرو کې د پراخو مالي تاوانونو خبره کړې ده.
له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو بی ساري شمېر، طالب چارواکي د وضعیت جاج اخیستو لپاره هرات ته تللي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، یوه اونۍ کې څه باندې ۸۸ زره افغانان له ایرانه اخراج شوي دي.
دغه سازما پرون جمعه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اخراجېدونکو ورځنی شمېر تېر ته په کتو پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
بل لورته د طالبانو د حکومت څو لوړپوړي چارواکي نن هرات ته تللي چې هلته له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو وضعیت له نژدې وګوري.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت لیکلي د پلاوي مشري د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کوي او د سرې میاشتې ټولنې مشر او د ښارجوړنې، کډوالو چارو او کرنې وزارتونو لوړپوړي چارواکي هم ورسره دي.
فطرت وړاندې لیکلي، دوی به د راستانه کړای شویو ستونزو ته بیړني اقدامات وکړي، خو جزیات یې نه دي ورکړي.
پرون هرات ته ځینو اخراج شویو له ازادۍ راډیو سره خبرو کې ویلي و چې ډیرې ستونزې لري او بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.
میدان وردګو او لوګر کې د تیرې شپې سیلابونو د سر او مال زیان پیښ کړی

په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې تیره شپه سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د میدان وردګو د مسولانو په حواله ویلي چې په نرخ، دایمیرداد، چک او جغتو ولسوالیو کې د سیلابونو له کبله یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
سیلابونو دغلته لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه هم ویجاړ کړي دي.
د لوګر د مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ شاوخوا کلیو کې هم سیلابونو خلکو ته دروند مالی زیان اړولی.
د لوګر ولایتي مسولانو ویلي، سیلابونو زرګونه جریبه کرنیزې ځمکه او فصلونه له منځه وړي، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي او خلک یې بې سرپنا کړي دي.
خبر کې په خیریه موسسو غږ شوی چې سملاسي د زیانمنو شویو کسانو لاسنیوي ته ور ودانګي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر ځینې بهرني اتباع ایران کې په ورانکارۍ تورن کړل

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې چې ځينې بهرني اتباع په تېرو دوو کلونو کې د ورانکارۍ په هدف دغه هېواد ته تللي.
ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کارول کېږي.
مومني دا خبره په یوه ټلویزیوني وینا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې آیا اتباع «افغان کډوال» هم د ورانکارۍ په هدف راغلي وو.
«هر چا په هر شکل چې وس یې رسېد وغوښتل راشي. هو، ځینې دا کسان بهرني اتباع وو. ډېر یې نه وو. دا نه ده چې دوی ( بهرني اتباع) شریف انسانان هم ډېر دي. خو ځینې کسان وو چې په تېرو دوو – دریو کلونو کې راغلي وو په هدف هم راغلي وو په دې برخه کې»
ایران د لسګونو کسانو تر منځ لږ تر لږه ۵ افغان کډوال هم د اسراییلو د جاسوسۍ په تور په تېرو دوو اوونیو کې نېولي دي.
ځینو افغان کډوالو بیا ویلي چې دوی تر فشار لاندې دي او د اسراییلو د جاسوسۍ په تور ځورول کېږي. ایران تازه د افغان کډوالو د نیولو او ډيپورټ پروسه هم چټکه کړې ده.
د ایران قضایه قوې ویلي د جاسوسۍ قانون تعدیل شوی او پارلمان دوی ته اوس بشپړ واک ورکړی څو د نفوذي کسان او جاسوسان په عبرتناکه شکل په سزا ورسوي.
لږ تر لږه درې کسان په تېرو لسو ورځو کې د اسراییلو د جاسوسۍ په تور اعدام شوي.